د افغانستان د کرکټ لوبغاړي نن له متحدو عرب اماراتو څخه سريلانکا ته روانېږي
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي نن له متحدو عرب اماراتو څخه سري لانکا ته روانېږي، په خیر. دوی هلته له کوربه هېواد سره درې یوه ورځنۍ لوبې لري چې د «سوپر لیګ» سیالۍ بلل کېږي. دا د ۲۰۲۳ کال یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د مستقيم ورتګ پړاو دی.
دیارلس هېوادونه له تېرکال راپدیخوا په سوپر لیګ کې له یو بل سره سیالي کوي او دا یې وروستۍ درجه بندي ده چې افغانستان په کې په اووم مقام دی.
د دغو هېوادونو له ډلې څخه به یې د سر اته لوبډلې مستقیم نړیوال جام ځي.
د دغو لوبو هر بری ۱۰ نومرې لري، مساوي، لغوه کېدل او بې نتیجې پاتې کېدل یې پنځه نومرې لري.
افغانستان تقریبآ خپلې نیمايي لوبې کړي.
هند د کوربتوب د امتیاز لرلو له کبله، وار د مخه په نړیوال جام کې دی. د دغه جدول په اساس، تر پاکستان پورې، چې پنځم مقام دی، لوبډلې تقریبآ مشخصې شوې چې نړیوال جام ته یې لاره کړې ده؟ او له افغانستان څخه لاندې اوو هېوادونو کې ممکن سري لانکا او جنوبي افریقا هم د پرمختګ چانس لري، خو دا لاره یې ډېره اغزنه او له کړکیچونو ډکه ده.
د جدول له مخې، افغانستان که له سري لانکا څخه یوه لوبه هم وګټي، شپږم مقام ته پورته کېږي، که دوې یا یې درې واړه وګټلې، بیا خو د جدول سر ته ځي او په نړیوال جام کې به یې ځای یقیني شي او موږ به هم ارام شو.
البته، په جدول کې تر افغانستان د لاندې هېوادونو موقف ته په کتو، افغانستان د نړیوال جام په دروازه کې ولاړ دی. ان شاءالله چې داخل به شي.
د افغانستان د بري په هیله!
افغانستان
کرکټ
نظر