
سلطان ابراهیم غزنوي
جمیل بشیر
سلطان ابوالمظفر ظهیرالدوله رضی الدین ابراهیم د سلطان مسعود زوی او د سلطان محمود غزنوي لمسی وو، چې په کال ۴۲۴ ه ق کې د افغانستان هرات کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. نوموړی د سلطان مسعود غزنوي نهم زوی وو، چې له خپل ورور فرخ زاد سره دطغرل د واکمنۍ پر مهال د برغند په بند کې بندي وو، طغرل د دوی مړینې ته کس استولی وو، خو هغه ځنډ وکړ او طغرل مړشو، پدې توګه دوی یې له شره خلاص شول. سلطان ابراهیم د خپل ورور فرخ زاد له مړینې سره سم په کال ۴۵۰/۴۵۱ ه ق کې د غزنويانو د پاچاهي پر تخت کېنوست. نوموړی یو مدبر او مدیر پاچا وو، چې له سلطان محمود او سلطان مسعود څخه وروسته یې په هند کې فتوحات وکړل او دغزنوي سلطنت لړۍ یې تر بنارس، قنوج، او تانیسر پوري وغزوله، نوموړي د سلطنت د پراختیا تر څنګ ادبیاتو ته هم ډېر کار وکړ او ادبیات یې په خپل وخت کې لوړو پوړیو ته ورسول، ډېری شاعرانو یې په دربار کې وده وکړه، نوموړی د زیاتو غنایمو سره هغه وخت له هند څخه را ستون شو چې خپل زوی علاالدوله مسعود یې د هند په حکومت وګماره. سلطان مسعود ډیری اولادونه لرل، ویل کېږي چې نوموړي ۳۶ زامن او ۴۰ لورانی لرلې. دغه سلطان د زیاتو فتوحاتو له کبله د محمود ثاني په لقب سره یاد شوی. ویل کېږې چې نوموړی یو دینداره او زاهد شاه وو، چې هر کال به یې یو ټوک قرآن عظیم الشان په خپل قلم لیکل او مکې معظمې ته به يې ډالۍ کول. له خپل هېواد او خلکو سره یې مینه لرله. د خپلې پاچاهي پر مهال به یې د سترګو درمل، د ناروغانو شربت، او د پرهیزګارانو غذا له دولتي خزانې څخه ورکوله. نوموړي د واکمنۍ د چارو په برخه کې پر عدالت ټینګار کول، ویل کېږي چې د شپې له خوا به په خپله په کوڅوکې ګرځیده، له بې وزلو، کونډو، او محتاجو خلکو سره به یې د خوړو مرسته کوله. نوموړی سلطان د غزنویانو په دوره کې نهم پاچا وو چې له سبکتګین پاچا څخه وروسته یې ډېره اوږده دوره د سلطنت لرله او تقریبآ ۴۲ کاله یې واکمني وکړه. نوموړی په کال ۴۹۲ ه ق کې ومړ، خو د ریاض الالواح لیکوال یې بیا دمړیني کال ۴۸۱ ه ق لیکلی، په هر حال نوموړی په غزني کې خاورو ته سپارل شوی او مقبره یې د غزنویانو د دورې تاریخي آبده ګڼل کېږي.
اخځليک: بشيري، عبدالجميل، د غزني نوميالي، لومړى ټوک، 17-18مخونه، نور خپرندويه ټولنه، کابل، افغانستان.