
واکمن او د الله وېره
وتلی عرب شاعر ابو العتاهیة وایي امیر.المؤمنین هارون الرشید ته ورغلم، کله یې چې ولیدلم راته کړه یې: ابو العتاهیة یې؟ مال هو، ابو العتاهیة یم، ول هغه چې شعر وایي، مال هماغه، نو راته کړه یې: په لنډه توګه څو شعرونو کې وعظ راته وکړه: نو دا شعر مې ورته.وویلې :
د سترګو په رپیدا او سا ایستلو اندازه هم، په مرګ باور مه کوه، ان که ځان دې په ساتونکو او پیردارانو محکم کړی یي هم.
او پوهه شه چې د مرګ غشی به، زموږ هر زغره پوښ او ډال لرونکي ته رسیږي.
د خلاصون پر لاره نه یې روان او امید یې لرې؟! کشتۍ په وچه ځمکه نه شي تلی.
لا تأمنِ الموتَ في طَرْفٍ ولا نَفَسِ
ولو تمنَّعتَ بالحُجَّاب والحرَسِ
واعلم بأن سِهامَ الموت قاصدةٌ
لكلِّ مُدَّرِعٍ منَّا ومُـتَّرِسِ
ترجو النجاة ولم تسلُكْ مسالِكَها ؟
إن السفينةَ لا تجري على اليَبَسِ".
د ابو العتاهیة په وینا، زما د دې شعر په اوریدو هارون الرشید دومره متاثر او اغېزمن شو چې بېهوښه ولوېد! روضة العقلاء.