No-IMG

د افغانانو تر منځ د يووالي او ورورګلوۍ فضا رامنځته کړئ

هر مسلمان افغان بايد هڅه وکړي چې د خپل اسلامي مسؤلیت په دائره کې د افغانانو تر منځ د يووالي او ورورګلوۍ فضا رامنځته کړي، نه دا چې په دې حساسو شېبو کې په تېرو تاریخي بدبختیو ځانونه مشغول وساتي.

دا هېڅ ښه سیاست او پالیسي نه ده چې د تاريخ په تېرو بدبختيو کې مصروف پاتې شو. 

موږ د ماضي خلک نه یو چې د ماضي په اړه خپل نامعقول او نامناسب قضاوتونه وکړو او په ملت کې تشنج رامنځته کړو.

زموږ سياسي او اجتماعي مسؤلیت دا دی چې فعلا ټول تمرکز په ملت راټولونه، د حال پر سياست او د اقتصادي بحران په مخنېوي ورټول وکړو او له ستونزو د خلاصون لپاره معقولانه حل لارې ولټوو. خو له بده مرغه زموږ يو شمېر هېوادوال او په ټولنيزو رسنيو کې لږو ډېر مطرح سياسي اشخاص په ماضي کې بند پاتې دي او ټوله ورځ د تېر تاريخ په اړه لکه نابغه!! مؤرخين!! هسې ګډې وډې وايي او پر يو او بل نوم دا ملت سره وېشي.

فکر کوي چې نور خلک واښه خوري او پر هېڅ هم نه پوهېږي، او دوی چې څه وايي؛ ګواکې د رڼو حقايقو پر بنسټ ولاړ دی؟! خو نه، هېڅکله داسې نه ده، تاريخي حقايق هېڅوک نشي پټولی او نه هم تاريخ د چا پروا لري. تاريخ داسې يو هوښيار او ځيرک قاضي دی چې غل او مل تر هر چا ښه پېژني.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک