No-IMG

مونږ او تايوان

دوکتور عمر عماد

 

پرون می د تایوان د اوسنی نهضت اوپر مختګ یو مستند رپوټ کتلو چه یو وخت تقریبا د همداسی حالت سره مخ وه لکه  نن سبا چه مونږ ورسره مخ یو، په نړیواله کچه رټل شوی وه، خپلی ډو‌ئ ته حیران وه، چین به ورته سبا بیګاه ګوښونه کول...

خو هغوی ناهیلئ ته تسلیم نه شول ، بلکه پدی هڅه کی شول چه خپل حالت بدل او ځانونه د نورو له احتیاجه خلاص او په خپلو پښو ودروی، مټی یی روانغاړلی او د هغی حالت نه اوسنی حالت ته پورته شو چه ټوله نړئ ورته محتاجه ده او د تکنولوجیا څخه یی راغیدل ناشونی دی، حتی خپله چین ورته محتاج دی...

خو زمونږ د ولس او د هغوی د پرتلی په ترڅ کی څو ټکو سخت ودردولم :

- دا چه هغوی د وطن د جوړلولو احساس درلودلو او زمونږ احساس مړ ژواندی دی.

- هغوی هوډ وکړ چه د موجوده حالت سره به مقاومت کوی ، خو زمونږ ورته سترګی سپینی دی.

- هغوی د خپل وطن سره بی کچی مینه درلودله،او همدغی مینی دی ته وهڅول چه ډیر تکړه تکړه انجنیران یی د امریکا اواروپا د هوسا ژوند ټولو امتیازاتو ته شا کړی اوبیرته هماغه غریب تایوان ته راوګرځی او د خپل هیواد په رغوانه کی ونډه واخلی . خو مونږ ځانونه د الوتکو په ټایرونو پوری ونښلولو تر څو له وطنه سترګی پناه کړو، اودا به ډیر کم وی چه په وطن کی قرار ته په فرار ترجیح ورکوی، دا لا څه چه ډاکټر اوانجیر دی مو بیرته دی سپیرو خاور ته رواګرځی چه شین چمن تری جوړ کړی.

_ هغوي د علم په ارزښت پوهيدل ، خو مونږ لا تر اوسه دي پايلي ته نه يو رسيدلي چه نن سبا علم څومره مهم او ارزښتناک دي.

- هغوی خپلی شخصی ګټی له عامو ګټو قربانولی ، خو مونږ د خپل لسو ګټو لپاره عامو ګټو ته د سلو تاوان اړوو.

او ...، او ...

څوک دی نه وایی چه دا هر څه د نن او پرون زیږنده ده، بلکه دا زمونږ ډیر پخوانی صفات دی، خو اوس یی د څرګندیولو شرائط راغلی دی.

یو چا راته قصه کوله ،وایی د ظاهر شاه په وخت کی لندن ته تلم ، وایی چه کله الوتکه د لندن په هوایی ډکر کی ښکته شوه ، او دالوتکی دروازی ته راغلو، نو د څنګ ملګری می چه دلندن رڼاګانی ولیدلی نو ناڅاپه یی له خولی چیغه ووتله چه ( اینه جنت)!!!

تر څو چه مونږ د- الله تعالی په مرسته - د ځان بدلولو هوډ او حرکت نه وی کړی، تر هغی وخته د دی وطن د حالاتو بدلیدل هسی خوب اوخیال دی، دا ځما خبره نه ده ،بلکه دا الهی سنت دی چه هیڅ تغییر نه مومی :

( ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیر ما بانفسهم)

یا الله مونږ ته د خپل حالت د ښه کولو بصیرت او قدرت راکړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک