د خوشالۍ پرمهال د دريا وهل
د يو ورور د پوښتنې په تړاو!
د نبوي احادیثو په رڼا کې د موسیقۍ د هر راز الاتو استعمال د نارینه لپاره مطلقا ناروا دى.
البته د زنانو لپاره د دريا وهلو جواز درې ځايه وارد دى:
1/ د کوزدې يا واده پرمهال، دا خبره د ربيع بنت معوذ رضي الله عنها له حديث څخه ثابته ده په صحيح البخاري کې (4852) نمبر حديث.
2/ د اختر پرمهال، داخبره د عائشې رضي الله عنها په روايت کې ثابت ده په صحيح البخاري حديث نمبر(944)او صحيح مسلم حديث نمبر(892) کې.
3/ د مسافر انسان خپل اهل ته واپسۍ پرمهال، دا خبره د بريده رضي الله عنه په روايت کې ثابت ده په سنن ترمذي صحيح سنن الترمذى د امام البانى حديث نمبر(2914).
خو ددې لپاره شرط دا دى چې زنانه به د دريا وهلو پرمهال داسې بدلې يا بيتونه نه وايې چې فحش الفاظ ورپکې وي، البته که د ناوې يا زلمي يا د هغوى د کورنیو ستاينه ورپکې وي پروا نکوي.
پدغه رواياتو کې د دريا وهل له وړو او لويو زنانو دواړو څخه نقل دى.
د زياتو معلوماتو لپاره لاندې مراجعو ته ورشئ!
(الموسوعة الفقهية 169/38) مجموع الفتاوى لشيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله (565/11) فتح الباري لابن حجر رحمه الله (262/9).