No-IMG

نن د افغان انګلیس لومړۍ جګړې او افغانستان د خپلواکۍ جګړې یو ستر ملي مشرغازي عبدالله خان١٨١تلین دئ

نن د افغان-انګلیس لومړۍ جګړې او افغانستان د خپلواکۍ جګړې یو ستر ملي مشرغازي عبدالله خان١٨١تلین دئ.

عبدالله خان د امير دوست محمد خان له تسليمېدو وروسته افغان پوځ منظم او د انګرېزانو پر وړاندي يې د ملي مبارزې ستره لويه جرګه وکړه.

اڅکزی د انګرېزانو سره د مهرو بي بي جګړه کي شهيد سو...

غازي عبدالله خان څوک وو؟

غازي عبدالله خان د احمدشاهي دفتر د مشر [شېردلخان  عرض_بيګي] لمسی او د [ سربلند_خان] زوی دئ چي دافغان انگرېز په لومړۍ جگړه (۱۸۳۸-۱۸۴۲ع) د ملي مبارزينو د پاڅون په هغه غونډه کي ئې مشرتوب کاوه چي ډېر تاريخپوهان ئې د کابل بېړنۍ  لويه_جرگه بولي. دغه جرګه د انگرېزانو او  شاشجاع پر خلاف جوړه سوې وه او وروسته ئې د پاڅون شکل غوره کړ.

د غازي عبدالله خان اڅکزی په مشرتوب دا پاڅون هغه وخت زور ونيو چي افغانانو  بالاحصار کلا کي ميشتو بهرني يرغلګرو سور اور بل کړی، په دې وخت کي د انګرېزي قواوو سپه سالار  الفنسټن وو چي په کابل کي جنرال پالک،  ميکناټن، جنرال ناټ، کپټن  برنس، جنرال سيل او داسي نورو انګرېز قومندانانو هم ګډون پکښي درلود.

 ليډي_سيل په خپلو یادښوتونو کي ليکي:"..غازيانو په تېره بيا غازي عبدالله خان غوښتل زمان خان چي د اسد خان زوی او پايندخان لمسی وو د پاچهۍ پر تخت کښېنوي، خو د نومبر مياشتي پر دېرشمه نېټه غازي عبدالله خان زخمي او درې ورځي وروسته په کور کي وفات سو، د عبدالله خان مرګ او نسبتاً له انګرېز سره مناسبو اړيکو د زمان خان اکا دوست محمد خان ته پاچهي ور په برخه کړه".

بې فرهنګه انګرېز خپل جاسوس [عبدالعزيز] ته د يوولسو زرو هندي روپيو وعده په دې شرط ورکړې وه چي د غازي عبدالله خان سر به راوړي، عبدالعزيز لومړی خپل کارتوس په زهرو ولړل او ورورسته کله چي په يوه جګړه کي عبدالله خان زخمي سو او وروسته په شهادت ورسېدو؛ انګرېزانو عبدالعزيز ته نټه وکړل چي تا خو يې سر نه دئ راوړی او له دې امله ته بايد په هند کي محکمې ته شکايت وکړې.

په دې ستره جګړه کي د غازي عبدالله خان دوه زامن او وروره [ دلاور_خان] هم شهیدان شول او دی پخپله ټپي او وروسته د ټپ له امله په شهادت ورسېد او د  ریشخور په سره کلا کي خاورو ته وسپارل سو. مقبرې عکس کامنټ

غازي عبدالله خان د کوږک د ختيځي سيمي وو چي وروسته ئې هلته يوه برجوره کلا جوړه کړې ده، چي د  چمن او کوټي په منځ کي پرته ده او اوس ئې هم سيمه د  قلعه_عبدالله خان په نامه يادېږي.

دده له شهادته وروسته ئې کشر زوی اسلم خان عرض بیګي د کام مشري پر غاړه درلوده، خو د انګرېز په لاسوهنو ناکام سو.

نوموتي انګرېز سيلاني چارلس مِيسن په ۱۸۴۰ع کال کي د عبدالله خان کلا ليدلې ده چي په اړه ئې ليکي"..دا کلا اتلس خوني، يو محرير، نهه پياده، يو جاروکښ او شپږ سپاره لري. بازار د کلا په جنوب کي پروت دئ ، ۵۹ دوکانونه لري، بازار يو چوهدري (يو ډول د بازار استازي چي په خوا به دده په لاس د بازار ماليه ټولېده او دولت ته به ورکول کېده خو دی به له ماليې خلاص وو) دوه دلالان لري، له افغان سامان څخه پر يوه روپي درې پايې ټيکس اخستل کېږي، اوبه له يو څاه څخه اخيستل کېږي چي يو هندو ( پنجايت ) په۸۰۰ هندي روپيو کښلی، د بازار په سهېل کي د انګرېزانو يوه هديره سته چي شاوخوا دېوال او ۱۵ قبره لري".

عبدالله خان د اولي ښځي څخه دوه زامن درلودل چي مشر ئې اکرم خان او کشر ئې اسلم خان وو، اکرم خان د امير شېرعلي خان په وخت کي لومړی د کابل په لوېديځ ( هزاره جات ) کي؛ وروسته په قطغن کي حاکم تېر سوی دئ، د ژوند حال ئې نور نه دی روښانه خو په هرات کي د خواجه عبدالله انصاري په زيارت کي د امير دوست محمد خان سر ته دده له وصيت سره سم خاورو ته سپارل سوی دئ. مشر زوی ئې احمدجان خان وو چي د امان الله خان په وخت کي د هرات مستوفي وو، د احمد جان خان درې زامن وه چي محمدهاشم خان ۔ محمدعسي خان او حسن خان نومېده، ددې کورني اخري کسان چي زه پېژنم عبدالحليم خان، عبدالرحيم خان او عبدالحکيم خان، زلمی خان، ګلالی خان  آؤ نجیب الله اڅکزۍ مهرالله خپلواک احمد خان دي چي د کندهار په خاکرېز، د دیسوره کارېز عبدالله خان کلا کي اوسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک