د مور و پلار خوشالولو اهمیت
رسول_اللهﷺ ته یو سړی راغی، ول یا رسول الله پر هجرت بیعت درسره کوم، خو مور و پلار مې په داسې حالت کې پرېښودل چې دواړو ژړل. هغه ورته وفرمایل: مور و پلار ته دې ورشه، لکه څرنګه چې دې ژړولي دي بېرته یې وخندوه. عن عبد الله بن عمرو قال: جاء رجل فقال: يا رسول الله، إني أريد أن أبايعك على الهجرة، وتركتُ أبويّ يبكيان، فقال: ارجع إليهما، فأضحكهما كما أبكيتهما. رواه ابن حبان في صحيحه
له رسول الله ﷺ سره یو ځای هجرت کول یقینا لوی عبادت دی، خو دې سړي ته رسول الله ﷺ د دې عبادت د کولو لپاره شرط ولګوه او هغه د مور و پلار رضا کول و! نو معلومه شوه چې د مور و پلار خدمت او د هغو راضي او خوشاله لرل دومره ستر عبادت دی چې له ډېرو لویو عبادتونو لوړ مقام لري.