
فلسطین
په فلسطین کښی پنځه مسلمانان د اسرائیل خلاف په مظاهرو کښی شهیدان شول
په دی پنځه شهیدانو کښی دوه ځوان ورونه هم دی چی یو ورور د خپل شهید ورور جسد د مظاهری د میدان څخه ویستلو کوشش کوه . چی د یهودی اشغالګرو تر ډزو لاندی راغی او دوهم ځوان ورور یی هم شهید شو .
چی کله جنګ د نا برابره تیګو شی ، یعنی تاته وایی مظاهره وکړه او بل جانب وسلی چلوی نو دا نا برابره جنګ به څنګه وګټل شی ؟
نو کله چی فلسطین تیګی واخیستلی نو د اشغالګر هیواد څخه یی آزادی وانشو خیستلی .
لاکن افغانستان د ټولی نړی څخه په وسلوال جهاد سره ازادی واخیسته .
دا کوم رقم ازادی اخیستل دی ؟ چی تاته تیګی او پلخمان په لاس کښی درکړی او هغه دی ماشینګړی او ټانګونو او طیاری چلوی .
او تاته وایی مظاهری کوه چی نړی دی غږ واوری . او بل ظالم خوا دی مرمی چلوی .
چی نړی دی غږ واوری نو څه یی درسره وکړه ؟ .
چی د نړی په تمه وی همداسی به هر ورځ د دوی کلی دمنځه ځی او یو ورځ به لوغړن بی هیواده فلسطینیان هر چیری بی وطنه پراته .
چی په تمه د سپرو شی هغه پاتو په میرو شی .
که مسلمانان همداسی د استعماری قوتونو تر فشارونو وی نو یوه ورځ به افغانستان باندی هم داسی قیوادات وضع کړی چی افغانستان دی وسلی نه اخلی او نه دی جوړوی
کاپی