No-IMG

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د دریو لوبو لړۍ مساوي ختمه شوه

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د دریو لوبو لړۍ مساوي ختمه شوه. افغانستان فوق العاده لوبې وکړې. یو څه چې د تېرو لوبو څخه متفاوت و, زموږ د توپ وهونکو اوږده انېنګزونه وو.   ابراهیم په کې سلیزې وکړې, رحمت, ګربز او نجیب پنځوسیزې وکړې. دا یو څه ښکاره کوي چې توپ وهونکو اوس دا فکر پیدا کړی/پیدا کوي چې څنګه کمې منډې اهسته اهسته ډېرې کړې او لوبه تر پای پورې ورسوي. د دې لړۍ ښکلا ابراهیم ځدراڼ و, رب دې یې لري. کپتاني, فیلډېنګ او بالینګ درې واړه ښه وو. سري لانکا د اسیا اتله لوبډله ده او هغوی ته په خپل کور کې ماتې ورکول اسان نه دي, خو افغانستان دا کار وکړ. سري لانکا څه موده مخکې له استرالیا څخه د پنځو لوبو لړۍ ۳-۲ وګټله. افغانستان د همدغې سري لانکا په ماتولو سره د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ووت. کپتان, روزونکو او لوبغاړو به له دغو لوبو څخه نور هم ډېر څه زده کړې وي, خو یوه خبره په کې جوته وه چې افغانستان د فضل حق فاروقي غوندې یو بل تېز او ځېرک بالر ته ضرورت لري, هو افغانستان یې لري. نړیوال جام ته لا وخت شته, بورډ باید په دې اړه نور هم چټک کار وکړي او لاس په کار شي. په دغې لړۍ کې یوه بله ښه خبره دا هم وه چې فرهاد فدايي صیب په انګلیسي تبصرې وکړې او د افغانستان د کرکټ په اړه یې نړۍ ته د هغوی په ژبه مالومات ورکړل. مننه.

ممکن د افغانستان را روانې لوبې له زمبابوې سره وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک