
د ضحاک سوځېدلی ښار
د باميانو ښار ختيځ ته يوه نسواري او سوربخنه له تيږو جوړه کلا ښکاري چي د [ساک/ضحاک ښار] يې بولي چي شپږمه ميلادي پېړۍ کي جوړه سوې، دا چي په افغانستان، ايران او نورو سيمو کي د ضحاک په نامه افسانوي پاچا تېر سوی، ځيني فکر کوي چي دا به د همدې افسانوي پاچا ښار وي، خو افغان مورخين دا ښار د ساک ښار بولي چي په پښتنو کي ډېرې قبېلې ساکي منشا لري، لکه:
سوریان، لودیان، غوریاخېل، دلزاک او حتی خپله د ساک په نامه یو پښتنه لویه قبېله د سيستان او هلمند ناوې ساکزي دي، همدارنګه د لوګر خروار، زرمت، شیوه کیو ته نږدې د ساکو کلي، پغمان بیکتوت، تګاو، لغمان او د هندوکش په جنوبي درو کي ساکان هم ژوند کوي.
پارسي مورخين ضحاک د خندا یا مسکا کولو په مانا بولي او د فردوسي_شاهنامې په وینا، د هغه پلار مرداس نومېده چي د اوسني غور یو تکړه او افسانوي پاچا وو چي کلونه کلونه یې د بلخ د پاچا " جمشید" په وړاندي جګړه وکړه، افسانوي روایت دئ چې ضحاک په اوږو دوه خطرناک ماران درلودل او مخالفين به ئې په خوړله...
افغان مورخ احمد علي_کهزاد وايي چي دا د ساسانيانو د وختونو ښار دئ، ځکه د غوربند د فندقستان د ساساني دورې سيکې او هغه ځای چي خسرو نوشېروان نومېږي، ساساني دورې انځورونه موندل سوي دي. دا د ۳ او ۷ ميلادي پېړيو تر منځ وختونه وو.
ځيني کسان وايي چي رستم ضحاک دواړه اصلا ساکزی او د سهاک د نسل څخه وو او د اوسېدو ځای يې پخوانی سګستان یا اوسني هلمند او زابلستان وو او د شاهنامې عربي ليکوال ساک یا سهاک په ضحاک اړولی دئ.
د ښار جوړښت:
د ضحاک ښار یو وخت د سوداګریزو کاروانونو د تګ راتګ لاره وه او له جنوب څخه د هند له خاوري سره، له ختیځ څخه له ایران سره او له شمال څخه د هندوکش د غرونو له سلسلې او د امو رود سره تړلي وه. د پاته شونو شتون لکه لوړ دیوالونه، بې شمېره برجونه او لوړ سړکونه ددې لرغوني کلا جلال، سوکالۍ او دفاعي ځانګړتیاوي ښیي. کارپوهانو ښار پر دريو برخو ویشلی، کښته برخه، د ماڼۍ پورتنۍ برخه او استوګني برخه.
د چنگېز خان د يرغل پر مهال د هغه لمسی د چغتاي زوی [ موتيجن] چي کله له دې ښاره تېرېده، د کلا څخه ورباندي د غشو باران وسو، په دې سره هغه د کلا د نيولو وروستو په دې ښار کي ناتار گډ کړ او کلا ئې هم پکښي وسوځل.
تېمورشاه بابا دغه ښار څه ناڅه په نظامي بڼه ورغاوه خو نورو دولتونو څخه بيرته پاته سو، په شلمې پېړۍ کي روسانو خلقيانو او مجاهدينو دلته بمونه پت کړل چي ورتلل ناممکن سوه.
ضحاک ښار اوس د ورانيو هغه څلي دئ چي د بې درديو کيسې کوي نه ئې حکومتونه غم کوي او نه يې هغه نړيوالي ټولني چي د دغسي لرغونو ځايونو د ساتلو لوی-لوی نومونه ئې دئ، د وخت په تېرېدو به بارانونه او هوا ددې ښار نخښي او خښتي له ښې او پېژندلو وباسي.