
زمونږ ډېری ډاکتران انتي بیوتیک اول او اخر حل بولي او تر ډېره یو ډول اټکلي تداوي کوي
عبد الله آواب
چارواکي نه پوهېږي، چې ولس نه څنگه او په کوم نوم انتقام واخلي، د ننگرهارولس خو یی، په سره تبۍ کینولې، د غږ اوریدو یې څوک نشته، چې خوله دې خلاصه کړه او له درده دې چغه له خولې و وته، بس د تورو تمبو میلمه یی، د فضلي او محب تنخوا دې اخیستی، د امنیت شورا نفر وی، د نظام مخالف یی، د ښاري نظم او خدماتو اندازه خو خپله گورئ، منفي صفر ، په ولس نور د غربت زور نه رسیږي، ډوډی ته حیران دے، د کار غم یی نشته، د تعلیم او صحت خو هغه حال دے، پدې کې ترې د مالیی، عشر او زکات په نامه داسې غیرې عادلانه پیسی او حاصلات اخلي، چې حیرانتیا ده، د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه عربانو گولایی کې ژوند کوم، نه مې کله د ښاروالی خدمات لیدلي، نه کله د صفایی په نامه چا کوڅي ته سر راښکاره کړی، نه کله څوک راغلي چې څه مشکل لری، د ښار د نظم او ډسپلین لپاره څۃ نظر لری، له ښاروالۍ څه غواړی، څه مشوره لری؟
د خپلې کوڅې د پاکۍ لپاره مو خپله مزدور نیولی، کور سر سل افغانۍ ورکو، هفته کې یو ځلې لستې پاکوي، خو نن راته ښاروالۍ د کورد صفایی په نامه د څوارلس زره یولس شپږ شپیته افغانیوو د مالیی پرچه رالیږلې، د کومې صفایی پیسې غواړې، تا په تیر یو کال کې، کله کوڅې ته سر هم راښکاره کړی؟ تا کله د باران د اوبو د نه بندیدو په نامه هم کوم لښتي کې بیلچه وهلې، ظلم تور وي که سپین، د جلال اباد اوسیدونکي همدومره خبریږي چې یو ښاروال په فساد لری شو، بل راغی، دا هم په رشوت لری شو بل راغی، که دی وویل چې چارواکو د خدای په خاطر سم شئ، دا ولس مه زوروئ، ډیر زوریدلی، د رحم او همدردی وړ دی، نو بس ملا صیب دی سر ته ولاړوي، چې د نظام مخالف یی، د، ع، ش، یی، بیا نو ځان سپینوه، موږ د ښاروالی مالیه په سر سترگو ورکو، د قانون منوننکي ولس یو، خو د خدماتو په مقابل کې، د یو ښاري نظم او ډسپلین په کتو او وړاندې کولو، اوس یی په کوم او کومو خدماتو اخلی، له ولس خو مو حیاء نه کېږي، له خدای ج خو و ویریږئ
ستا زړه کې اشنا لاره ویستی نشي
غره کې خو به لاره سړی و باسي
ظلم ته ذاهده ظم نه وایی،
تا خو چې له ښاره سړی وباسي،