No-IMG

امریکا او روس هر وخت د افغانستان د سیاسي وضعيت په رابطه خپلو کې جوړجاړی کړی

د امریکا او روسانو تر منځ سیاسي، اقتصادي، او نظامي رقابتونه او اختلافات په خپل ځای، پر هغو بحث نه کړو؛ خو له بده مرغه دغو نړۍ‌والو ابرقدرتونو هر وخت د افغانستان د سیاسي وضعيت او مسايلو په رابطه خپلو کې جوړجاړی او تفاهم کړی.

پدې مانا چې دوی په خپلو منځونو کې د کمزورو هېوادونو په رابطه د خپلو ملي، سیاسي او استخباراتي ګټو د تامين په خاطر په ډېری مواردو کې مشارکت لري. د همدې مشارکت او سيمه ايزو ګټو د حصول په خاطر دوی مجبور او مکلف دي چې خپلمنځي سیاسي او استخباراتي معاملې وکړي. د دوی لپاره په سیاست کې ناممکنه ده چې له راکړې ورکړې پرته خپلې مشترکې پروژې تطبیق کړي. له پورتني لنډ تحليل مې هدف دا دی چې افغانان باید د نړۍوالو سره یو خپلواکه او متوازنه سیاسي لاره اختیار کړي، ګنې خدای مکړه! د دوی په پټو لومو او دانو کې به داسې سخت ونښلي، چې بيا به په هيڅ توګه ترې ځان نشي خلاصولی. دوی په هیڅ قیمت نه غواړي چې افغانان یو متحد ملت واوسي او د افغانانو په لاس يو خپلواک او اسلامي نظام جوړ شي. خو متاسفانه زموږ ځيني ورونه د امریکا او روس سیاستونو ته ډیر خوشبین دي او ليوالتيا ښيي چې ګوندې د دوی سیاستونه او پروژې به د افغانانو په خیر تمام شي، خو نه؛ هېڅکله داسې نه دي شوي. موږ بايد له تېر تاريخ زده کړه وکړو او پر نورو د باور پر ځای خپل برخليک په خپله وټاکو.

از ما گفتن بود!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک