
شهيد همتيار چې مشر ته ګورم، روح مې تازه کېږي
وروره، ياره، ملګريه!
ته لاړې، خو غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه
ستا يوه يوه خاطره او خوندور بنډار به مې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پر ذهن لکه د کاڼي نقش وي.
قومندان صاحب زرولي همتيار تازه تازه د سختې ناروغۍ له بستر راپاڅېدلی وو، نږدې شل ورځې وړاندې يې دوه غبرګوني جراحي عمليات کړي وو. د دوشنبې په ورځ مې ورته ويل؛ چې څو ورځې استراحت به دې کړی وی، مريض يې. ویل يې: مشر مې يادېده او کور کې مې زړه طاقت نهکاوه، دلته چې مشر ته ګورم، روح مې تازه کېږي، وجود مې نوی نوی تاب او شېمه اخلي، همدلته ښه يم، چې مشر ګورم ناروغي مې له ياده وځي. ورته ومې خندل، ما ويل: له مشر سره دې د خپل ځانګړي محبت پر مټ زموږ ټولو محبت وننګاوه. مُسکی شو، ويل يې؛ سر مې له مشر ځااار او قربان.
وروره تا رښتيا ويلي وو؛ تا خپله دعوه او داعيه رښتيني کړه، خپل سر دې له خپل مشر او ورونو قربان کړ. ورځه تا وګټله، او خپله ژمنه دې پوره کړه، خو موږ دې د غم پر ټغر کې کېنولو، زړونه مو نور له ډېر غم او درد ترک چوي، حواس مو ګډوډ دي، ګوتې مو د ليکلو تاب نهلري، خو دا چې د رب په قضاء او قدر باور لرو، نو له خدايه صبر غواړو او پهدې ستر مصيبت کې خپل رب ته پناه وړو. الله تعالیٰ دې شهادت قبول کړه! فردوس جنت دې پر برخه! درنې کورنۍ، خواخوږو، همسنګرو او همفکرو ته دې متعال رب جميل صبر او جزيل أجر په برخه کړه!
ستا د نامرده قاتل پهشمول دې الله تعالیٰ د دې مظلوم وطن، مظلومې خاورې او مظلوم ملت هر قاتل او بدخواه په دنيا او آخرت خوار، ذليل او رسوا کړي.
آمين يا رب