No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: نن د ح.ا.ا اړوند د ایمان په مسجد د څو تنه نا معلومو، شریرو، د اسلام او انسانیت دښمنانو او وحشي صفته افرادو له خوا د مسلحانه برید ناکامه هڅه وشوه چي د برید په پایله کي د ح.ا.ا د دفتر دوه تنه ساتونکي ټپیان او یو تن په شهادت ورسید. پدې مسجد کي د ح.ا.ا عالیقدر امیر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله هره جمعه د جمعې د لمانځه امامت کوي د خطبې په ترڅ کي د هېواد او نړۍ په ورځنیو مهمو مسایلو تبصرې وړاندې کوي او په اړه یې خپل موقف څرګندوي.

د یادولو وړ ده چي تر برید څو ساعته وروسته د ح.ا.ا امیر عالیقدر حکمتیار صاحب حفظه الله افغان ولس ته د ډاډګیرنې پیغام خپور کړ، ولس ته یې ډاډ ورکړ چي د دښمن دا ډول بریدونه نه زموږ روحیه کم زورې کولی شي او نه مو د مبارزې پر وړاندې خنډ ګرځیدلی شي.

: ‏د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت اعلامیه

۱۴۰۱ د لېندۍ ۱۱

کابل، سپېدار ماڼۍ: د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جهادي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید په کلکه غندي.

‏د افغانستان دښمنان هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته او په هېواد کې وېره خپره کړي.

له نیکه مرغه چې افغانان، د دښمنانو او شریرو عناصرو پر دې شومو موخو ښه خبر دي او دا بریدونه نشي کولای د دوی ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.

‏ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له محترم ګلبدین حکمتیار سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریکوي او ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

امنیتي ځواکونه مسؤولیت لري چې د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي؛ خو د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره له خلکو غواړو له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په دې برید کې د محترم حکمتیار صاحب یو ملګری شهید اودوه نور ملګري ټپیان شوي چې شهید ته فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو.

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت

: پخوانی ولسمشر حامد کرزی: ‏د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د حزب_اسلامي د مشر ښاغلي انجینر گلبدین حکمتیار پر دفتر تروریستي برید په کلکو ټکو غندي.

حامد کرزی د افغانستان پر خلګو او  مشرانو حملې د افغانستان د تضعیف او تفرقې لپاره د وطن د دښمنانو مذبوحانه هڅې بولي او زیاتوي چې دوی به هېڅکله خپلو شومو اهدافو ته ونرسیږی.

پخوانی جمهور رئیس د لوی خدای(ج) له درباره ښاغلي حکمتیار او د ده ملگرو ته اوږد او با صحته ژوند غواړي او د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب وړاندې کوي.

: د مالیې پخوانی وزیر حضرت عمر زاخیلوال: د حزب_اسلامي پر مشر ښاغلي انجینر گلبدین حکمتیار نننی ترهګریز برید په کلکه غندم. خوښ یم چې نوموړي ته زیان ندی رسیدلی مګر بیا هم د برید په پایله کې یو هیوادوال شهید او څو نور ټپیان شوي. هسک څښتن تعالی دی شهید ته جنتونه او ټپیانو ته بشپړه روغتیا ورکړي. د دې ډول بریدونو ستره موخه په هیواد کې دتفرقې او بې اعتمادۍ چاپیریال جوړول او هیواد دبحران پر لور بیول دي. هیله مو ده چې د هیواد ټول سیاسي ذعامت دې ګواښ ته متوجه اوسي او د ملي تفاهم، درک او یووالي د هدفمندانه ټینګښت له لارې په هیواد کې د باور، یووالی او یو بل منلو مطمئنې فضا ته په ګډه کار وکړي.

: ضیاءالحق امرخیل: ‏د ح اا اړوند جومات کې ترسره شوی بريد خواشینوونکی دی، د قربانيانو کورنيو ته تسليت وايم او د ا.ا پر مسؤلينو غږ کوم چې په هېواد کې د مېشتو سياسي مشرانو او فعالانو امنيت ته پاملرنه وکړي.

دغه راز ولسونو ته هم په کار ده چې د امنیت په برخه کې همکاري وکړي، تر څو دورته پېښو مخنیوی وشي.

: دولسي جرګې پخوانی وکیل کمال ناصر اصولي: ‏نړیوال او د همسایه وو دوه مخۍ او نړیواله او داخلي وسله ده چې زموږ هېواد یې د بد بختي سره مخ  کړي دی د حزب اسلامي په مشر انجنیر صاحب حکمتیار باندې نننۍ برید د هېواد د دښمنانو کار ګڼم.

د دغې غمجنې پیښې شهیدانو ته د جنت الفردوس او زخمیانو ته یې د عاجلې شفا د دعا لاسونه لپه کوم.

: نورالرحمن لیوال: ‏پرون مدرسه او نن د ښاغلي حکمتیار پر هستوګنځاى برید غندم. داد هېواد غليمانو ترسره کوي چې تاوتريخوالى ډېر کړي، واکمن بايد پېښو کې د ککړو په اړه ژورې تخنکي څېړنو سره ترشا شراچونکي پيدا او ملت ته څرګند کړي. له بدمرغه ٤٠ کاله کې پېښو پسې ګويګنه نه کېږي ځکه پېښې يو پربل پسې پرمختګ کوي.

: ‏د راپورونو په اساس کابل کې د پاکستان سفارت سره نږدې په یوه لوړ پوړیزه ودانۍ کې نښته که څه هم روانه ده خو ښکاري چې پای ته نږدې شوې.

راپورونه وایي بریدگر د پاکستان سفارت ته نږدې د یوه ساختمان په اتم منزل کې ځای پر ځای شوي دي.

‏کابل کې د پاکستان سفارت هم ویلي چې بریدگرو له دغې ودانۍ پر عبیدالرحمن نظاماني هغه مهال چې نوموړي د سفارت په انگړ کې قدم وهلو ډزې کړي دي.

: ‏د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې نن په کارته پروان کې له یوې ودانۍ د پاکستان په سفارت ډزې شوي چې سیمې ته د امنیتي ځواکونو په رسیدو سره د ډزو مخه نیول شوې او د عملیاتو په پای کې له یادې ودانۍ څخه یو شکمن کس نیول شوی او دوه میله سپکې وسلې ترلاسه شوي.

‏ځدراڼ زیاته کړې چې امنيتي ځواکونو په دې اړه جدي پلټنې پيل کړي چې پايلې به يې وروسته په ډاگه شي.

: ‏ا.ا په کابل کې د پاکستان د سفارت پر لور د ډزو او ناکامه برید هڅه په کلکو ټکو غندلې او ددغه سفارت یو زخمي شوي امنیتي کارکوونکي ته یې عاجله شفا غوښتې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ا.ا به هیڅکله اجازه ورنکړي چې په کابل کې د دیپلوماتيکو ماموريتونو امنيت وګواښل شي.

: ‏د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس شاه محمود محرابي، د «افغان فنډ» غړی د دوو نورو امریکایی افغانانو په ملتیا دوې اوونۍ وړاندې کابل ته راغلی و.

‏ویل کیږي نوموړي غوښتل دلته د امریکا د هغه تصمیم په اړه چې د افغانستان د اسعارو ذخیره یې ضبط او بیا په دوو برخو وویشله او ۳٫۵ میلیاردو ته یې په سویس کې د افغان فنډ په نامه صندوق جوړ کړ او همدارنگه د افغانستان مرکزی بانک کې د نویو گومارنو په هکله د مسوولینو موافقه ترلاسه کړي.

‏داسې ښکاري چي ښاغلی محرابي پدې کار کې بریالی نشو او بیرته امریکا ته ستون شو. لا معلومه نده چې نوموړي کابل کې له مسوولینو سره په کتنو بریالی شوی که نه. د مربوطه ادارو  ویندویانو پدې هکله څه و نه ویل.

: ‏د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد نسيم بدري وايي چې نن سهار نهه بجې د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سيمه کې یو ٥۸۰ موټر له يوه موټرسايکل سره ټکر کړی دی.

: ‏نیروهای امنیتی به خبرنگار طلوع‌نیوز که در نزدیک سفارت پاکستان حضور دارد، می‌گویند که مهاجمان از یک ساختمان بر سفارت پاکستان در کابل، شلیک کرده‌اند که یک تن آنان تاکنون کشته شده و تلاش‌ها برای از پا درآوردن مهاجمان دیگر ادامه دارند.

‏نیروهای امنیتی اطمینان داده‌اند که امنیت سفارت تامین است و هیچ تهدیدی متوجه این نهاد دیپلوماتیک نیست.

: ‏وزارت داخله می‌گوید که ۳ تن در پیوند به قاچاق یک فروند هواپیمای بی‌سرنشین کشفی در ولایت خوست بازداشت شده‌اند. این وزارت در خبرنامه‌ی گفته است که این ۳ تن می‌خواستند این هواپیما را به بهای ۲۵۰ هزار دالر امریکایی به یکی از کشورهای همسایه به فروش برسانند.

‏مسوولان وزارت داخله می‌گویند که این افراد به جرم شان اعتراف کرده و گفته‌اند که این هواپیمای را از یک کانتینر حکومت پیشین به دست آورده بودند.

: ‏کمیساری سازمان ملل در امور پناهندگان در افغانستان در تویتی می‌گوید زمان آن رسیده است تا به نقض حقوق بشر که از "بیجاشدن‌ها" ناشی می‌شود، پایان داده شود. این نهاد می‌گوید که سه اعشاریه چهار میلیون تن در افغانستان بیجا شده‌اند که بیش از نصف این رقم، زنان و دختران استند.

‏کمیساری سازمان ملل در امور پناهندگان به این باور است که این امر (بیجاشدن‌ها) زنان و دختران را بیشتر در معرض خطر قرار می‌دهد.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په کابل کې د پاکستان سفارت پر شارژدافیر برید غندلی. ښاغلي شریف پر ټویټر د دې پېښې د ژر تر ژره څېړنې غوښتنه کړې.

له دې وړاندې پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و چې په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني ساتونکی په ډزو کې ټپي شوی دی.

: ‏ټاکل شوې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه د دغه هېواد، پاکستان، ا.ا چارواکو او د م.م د کډوالو د ادارې تر منځ ګډه غونډه جوړه شي. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مرستيال عبدالرحمن راشد ویلي، چې ياده غونډه به ژر په تهران کې ترسره او د ا.ا چارواکي به هم پکې ګډون وکړي.

: ‏د ایران تسنیم خبري آژانس په تاجکستان کې د «هرات امنیتي ناسته» د افغانستان د تجزیې لپاره د هڅو پیل بللی. «تسنیم» د تاجکستان او فرانسې د ولسمشرانو د تیلفوني خبرو په اړه ویلي چې فرانسه د خپلو تیرو تجربو پر مټ غواړي له تاجکستان سره د افغانستان د تجزیې لپاره کار وکړي.

‏تسنیم ویلي چې فرانسوي وگړی «برنارد لوي» چې د ډیر شمیر هیوادونو په تجزیه کې له هغې ډلې د لیبیا په غمیزه کې یې لاس درلود اوس هم پدې هڅو کې شامل دی.

‏په دوشنبه کې د هرات امنیتي ناسته چې د افغانستان د جمهوري نظام پخواني چارواکو ترڅنگ د غربي هیوادونو چارواکو هم پکې گډون درلود د افغانستان د ملي بیرغ او ملي سرود پرته ترسره شوه چې د گڼ شمیر افغانانو غبرگونونه یې راوپارول.

: ‏متحدو ایالتونو اعلان کړی دی چې په جنوبي اسیا کې د القاعده ډلې او تحریک طالبان پاکستان ٤ مشران د ترهګرو په توګه پېژني او ورسره یې په افغانستان کې د ګواښونو د زیاتېدو په اړه د اقدام کولو خبرداری ورکړی دی.

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ” موږ د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره له ټولو اړوندو لارو څخه کار اخلو چې نړیوال ترهګر په افغانستان کې په خوندي توګه د فعالیت کولو جوګه نشي

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمنګان ایبک په ” جهادیه مدرسه“ کې د چهارشنبې ورځې چاودنه غندلې ده.

امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې د ملکي وګړو او ښوونیزو بنسټونو پر خوندیتوب ټینګار کړی او عدالت ته یې د ورته پېښو د عاملینو د را کش کولو غوښتنه کړې ده.

: ‏ ‏د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن تمه ښودلې، چې چين ته سفر وکړي او د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د چين او امريکا د مشرانو د لیدنې د وروستيو موافقو په اړه له چينایي لوري سره خبرې وکړي.

‏د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان پرون په يوه خبري ناسته کې چین ته د بلینکن د سفر خبر ورکړی او د هغه راتګ ته یې هرکلی ویلی دی.

: ‏د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په دې شرط خبرو ته چمتو دی چې نوموړی د یوکراین جګړې ختمولو ته لېوالتیا ولري.

بایډن دا څرګندونې له خپل فرانسوي سیال ایمانویل ماکرون سره له لیدو وروسته ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې کړې دي.

دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې ویلي چې د غونډې د اجنډا یوه برخه د روسیې او یوکراین جګړه وه او دواړو  له یوکراین سره د خپلو مرستو په دوام  ټینګار وکړ.

: ‏د «جیو نیوز» د راپور له مخې کابل کې د پاکستان  پر شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني تر برید وروسته اوس نظاماني او د پاکستان سفارت نور کارکوونکي بیرته پاکستان ته ورغوښتل شوي دي.

: ‏په یونان کې د ایټالیا د سفارت په موټرونو د بمونو برید شوی.

یاد سفارت ویلي چې دا په لاس جوړ شوي بمونه وو. په دې برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی خو د سفارت یو موټر له منځه تللی او بل تخریب شوی دی.

یوناني او ایټالوي چارواکو دغه برید په کلکه غندلی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک