
د بهرنيو چارو وزير محترم امير خان متقي د قدرمن حکمتيار صاحب ليدو ته راغلی
شنبه د قوس ۱۲مه؛ ۱۴۰۱ھش:
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير ښاغلي اميرخان متقي نن مازديګر د يو پلاوي پر ملتيا د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر ته تشريف راوړی وو او د پروني ناځوانمردانه بريد په اړه يې د حزب اسلامي محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ته د خپلې خواخوږۍ، تسلیت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل.
نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.