No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: نن شنبه د قوس ۱۲مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش د اإإ د بهرنيو چارو وزير ښاغلي اميرخان متقي نن مازديګر د يو پلاوي پر ملتيا د ح‌ا‌ا مرکزي دفتر ته تشريف راوړی وو او د پروني ناځوانمردانه بريد په اړه يې د ح‌ا محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ته د خپلې خواخوږۍ، تسلیت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل.

نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.

: داکتر عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا پخوانی رئیس: له بده مرغه چې نن یو ځل بیا د کابل په دارلامان سیمه کې وسله والو بریدګرو پر ایمان جامع مسجد برید وکړ.

زه دا برید په کلکه غندم او د خپلې خواخوږۍ مراتب د حزب اسلامي مشر محترم ګلبدین حکمتیار ته وړاندې کوم.

په مذهبي اماکنو بریدونه نه توجیه کېدونکي جنایتونه دي چې د اسلام د مبارک دین او زموږ د خلکو له لوري مردود دي.

د دې پېښې شهید ته جنت فردوس او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کوم.

: د پاکستان د جماعت اسلامي امیر سراج الحق: ‏حزب اسلامی افغانستان کےسربراہ گلبدین حکمتیار صاحب سے رابطہ کرکے خیریت دریافت کی ہے۔ ان پر خودکش حملے کی کوشش انتہائی تشویشناک اور قابل مذمت ہے۔ پاکستانی ناظم الامور پر بھی آج کابل میں قاتلانہ حملہ ہوا۔ امن دشمن پھر سے انتشار چاہتے ہیں، باہمی اتحاد سے ہی اس راستہ روکا جا سکتا ہے.

: فضل هادي مسلمیار د مشرانو جرګې پخوانی رئیس: د خواشینۍ پیغام!

د اسلامي حزب د مشر ښاغلي انجینر ګلبدین حکمتیار د مرکزي دفتر په مسجد د جمعې لمانځه پر مهال نننی وحشیانه او ترهګریز برید په کلکو ټکو غندم

د شکر ځای دی چې په دې پېښه کې ددې د ګوند رهبري او ټول غړي له بریده روغ وتلي.

زه د وسلوالو ترهګرو دغه بزدلانه او وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندم او نه بښوونکی جنایت یې بولم، د اسلامي حزب ګوند مشر ښاغلي انجینر ګلبدین حکمتیار او د ګوند ټولو غړو ته تسلیت وایم، شهید ته فردوس جنت او ټپیانو ته د لوی خدایﷻ څخه د بیړنۍ روغتیا غوښتنه کوم.

د هېواد او افغانانو دوښمنان دې تل ذلیله، رسوا او شرمنده وي.

: عبدالکریم خرم د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر: ‏د انجنیر صاحب حکمتیار ژوند د لوړو ژورو، سختیو او‌ له سختیو سره له مبارزو ډک دی، اوس هم د هیواد دننه له خلکو سره په سختو شیبو کې پاتې دی، پرونی برید یې یوه نښه ده! له خدایه خلکو او وطن ته د خدمت توفیق ورته غواړم.

: ‏د ننګرهار په جلال اباد ښار کې درمسال ته څېرمه چاودنه شوې ده.

د پېښې شاهدان وايي چې په دغې پېښه کې درې تنه ټپيان شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د حوزوي روغتون یوه سرچینه وايي چې د دغې پېښې دوه ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په هغه سيمه کې چې پکې په ۲۰۱۴ کال کې د امريکايي جنرال برګډال په بدل کې د ا.ا د ۵ مشرانو ( محمد نبي عمري، عبد الحق وثیق، محمد فاضل مظلوم، نور الله نوري او ملا خیر الله خیرخواه) تبادله ترسره شوې وه، د يو ستر کمپليکس د بنسټ ډبره کېښوده.

: ‏د مزار شریف ښار د حیرتانو ښارګوټي پر سړک د جمعې په ورځ په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید غندلی او شارژدافیر عبيدالرحمان نظاماني او د هغه همکارانو ته یې د روغتیا هیله کړې ده.

پخواني ولسمشر د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوله ایزې او متمدنې اړیکې د دواړو هېوادونو او سیمې د سولې او ثبات په ګټه بللې دي.

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر  بلاول بوټو زرداري سره په ټيليفوني خبرو کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وغندلې او ډاډ یې ورکړ چې د سفارت امنیت ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او د پیښې د عاملینو په پیدا کولو کې به پوره هڅه  وکړي.

‏د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې خبرو کې بلاول بوټو څرګنده کړه چې دغه ډول پېښې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نشي خرابولای او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې په داسې شومو اعمالو کې بریالي شي.

: سفارت ایران در کابل: ‏سفارت ج.ا. ایران وقوع دو حادثه تروریستی شامل حمله مسلحانه به سفارت پاکستان در کابل و حمله به دفتر حزب اسلامی افغانستان را شدیداً محکوم نموده، انتظار دارد دولت سرپرستی افغانستان، اقدامات موثری را برای جلوگیری از حوادث مشابه و تامین هرچه بیشتر امنیت اماکن دیپلماتیک به عمل آورد.

: ‏کابل کې د امام ابوحنيفه ملي او نړيوال نندراتون پرانيستل شو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي دي، چې په دې نندارتون کې د هېواد توليدات او محصولات د لسګونه ملي او نړيوالو شرکتونو په ګډون سره په ۶۴۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

: ‏حامد کرزی رئیس جمهور پیشین کشور در سفری به بیرون از کشور رفت.

پس از سقوط حکومت پیشین، این نخستین بار است آقای کرزی در سفری به بیرون از کشور می‌رود.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود رسنیو ته ویلي چې ښاغلی کرزی نن (شنبې) له کابله عربي متحده اماراتو ته سفر کړی دی. ویل کېږي چې ښاغلی کرزی به په دوبۍ کې له درې ورځو مېشت کېدو وروسته المان ته ولاړ شي ‏واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی کرزی له هېواده بهر ته سفر کوي.

: ‏عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان ته له پاکستانه د ۲۰۰ مېلیونه پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د درملو رالېږلو لړۍ پیل شوه.

دې وزارت پر ټویټر په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، ياد درمل به د کابل علي جناح، د ننګرهار پښتورګو د درملنې ملي او د لوګر نايب امان‌الله خان روغتونونو ته ولېږدول شي.

: ‏د عدليې وزارت مسوولين وايي، په کابل کې يې تر اوسه ۹۲۵۱ جریب دولتي غصب شوې ځمکه تثبت کړې چې له څېړنو وروسته به راوګرځول شي. د عدلیې وزارت ویاند وايي چې تخنیکي ټیم په دې برخه کې هر اړخیزې څېړنې پيل کړې او له نهايي پرېکړې وروسته به غصب شوې دولتي ځمکي بېرته راوګرځول شي.

: ‏د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پنبې د پروسس یوې فابریکې کار پیل کړ او لسګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده. د دغه شرکت مسوول وایي په ياده فابريکه کې ۶۰۰ زره امریکایي ډالر پانګونه شوې چې په کې ۵۰ کسانو ته د کار کولو فرصت هم برابر شوی دی.

: ‏د ننگرهار کانال اداره وايي اټکل کيږي چي سږ کال د بټي کوټ د مالټو له باغونو څخه ۲۱۰۰ ټنه مالټې راټولې او له پاکستانه د مالټو رالېږدولو مخه تر ډېره ونیول شي. د ننګرهار کانال اړوند پر ۱۲ زره جریبه ځمکه د مالټو باغونه جوړ شوي.

: ‏په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۱۲۲زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۲۱ زره ۳۵۹ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۱۲۰ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده.

: ‏د افغانستان مرکزي بانک سبا یکشنبه ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتنه کړې څو په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

: ‏رئیس اطلاعات و فرهنگ ننگرهار می‌گوید که عصر امروز در نتیجه انفجار یک ماین در مربوطات ناحیه اول شهر جلال آباد مرکز این ولایت شش تن از افراد ملکی به‌گونه سطحی زخم برداشتند.

به گفته منبع، نیروهای امنیتی موفق به کشف و خنثی سازی دو ماین دیگر در ساحه متذکره شدند.

: ‏امریکا د تاریخ تر ټولو پرمختللې اټوم بم کاروونکې الوتکه بي ۲۱ ریډر جوړه کړه.

د دې الوتکې جوړېدو ته ۳۰ کاله انتظار شوی دی.

: ‏د امریکا خارجه وزارت:

کابل کې د پاکستان پر سفارت د پروني برید تحقیقات دې وشي.

: ‏د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار ويلي چې تر راتلونکو دوو اونيو پورې به يو دوست هېواد درې ميلیارده ډالره ورکړي. ډار د پاکستان له يوه ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي چې له خپل يوه دوست هېواد سره يې په دې اړه خبرې وروستۍ شوې دي.

: ‏د پاکستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، په کابل کې د سفارت تړلو او ډېپلوماټانو د ویستلو هېڅ پلان نه‌لري او دوی په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د پاکستاني ډېپلوماټانو د امنیت ښه کېدو په اړه په اړیکه کې دي.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د یوې خبرپاڼې له لارې په کابل کې د پاکستان پر سفارت پرونی برید غندلی او غوښتنه یې کړې چې د سفارتونو، کونسلګریو او د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو کارکوونکو امنیت دې وساتل شي.

: ‏چین خپلې پولې ته نږدې د هند او امریکا گډو پوځي تمریناتو باندې نیوکه کړې ده.

هندي او امریکایي سرتیرو د نومبر له نیمایي راهیسې د همالیا په غرونو کې د چین پولې ته نږدې خپل کلني گډ تمرینات ترسره کړل چې پرون پای ته ورسیدل.

: ‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل د دې هیواد په سفارت تر برید وروسته د خپل سفارت او یا هم د دیپلوماتانو د ایستلو پلان نلري.

دغه وزارت ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره په اړیکې کې دی او په کابل کې د پاکستاني دیپلوماتانو د امنیت د ټینگښت برخه کې گامونه پورته شوي دي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي ویلي چې د جاپان توکیو ته په خپل دوه ورځني سفر کې یې د خپلو نږدې متحدینو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

توماس ویست ویلي چې جاپان د افغانانو دوست او د امریکا متحد دی چې امریکا به یې په افغانستان کې تخصص او ونډې ته اړتیا ولري.

: ‏د ډسمبر درېیمه د معلولینو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ملګرو ملتونو ددې ورځې په مناسبت ویلي، د نړۍ د نفوس ۱۵ سلنه یعنې ۱.۳ میلیارده وګړي له معلولیت کړیږي.

: ‏د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي مایکل مک کال د جوبایډن اداره تورنه کړې چې له افغانستان سره د متحدو ایالتونو د مرستو د څارنې بهیر پر وړاندې خنډونه ایجادوي.

: ‏د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په خپله نوې اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني پوځ په خیبرپښتونخوا کې د «امن کمیټو» په نوم گروپونه جوړ کړي ترڅو د طالبانو خلاف وجنگیږي.

TTP ددغه ایالت اوسیدونکو په تیره د لکي مروت خلکو ته خبرداری ورکړی چې د پوځیانو او ددوي د همکارو ډلو له مراکزو ځان لیرې وساتي ځکه چې دا ځایونه ددوي د عملیاتو اهداف دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک