No-IMG

ورور حکمتيار پر إيمان مسجد د بريد له ځای او پاتې شويو نښو-نښانو ليدنه وکړه

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار پر إيمان مسجد د وړمې ورځې بريد له ځای او پاتې شويو نښو-نښانو ليدنه وکړه او هغه ټول مواضع يې يو يو له نظر تېر کړل، چې د بريد په پايله کې لږو ډېر زيانمن شوي وو.

قدرمن مشر د پېښې ځای او نښو-نښانو ته په پام سره وويل:

(موږ په احتیاط او تدبیر مکلف یو، خو  په تقدیر کلک باور لرو!

له مرګ نه وېرېږو، ځکه چې مرګ راته په خپله نېټه راځي.

یوازې د هغه څه په اندېښنه کې یو چې له مرګ وروسته پېښيږي.)

ناويلې دې پاتې نه‌وي؛ چې ياد ناځوان‌مردانه بريد د تېرې جمعې په ورځ په داسې حال کې وشو چې لومړۍ خُطبه نږدې پای ته رسېدونکې وه. پر همدې محال دوه تنه مفسد او شرير عناصر د مېرمنو له حجاب په استفادې؛ لومړی د دفتر صحن او وروسته بيا د مسجد تر دخولي دروازې ځانونه رسوي او دوه تنه ساتونکي په داسې حال کې په شهادت رسوي چې هغوی د سنت لمونځ پر آداء کولو بوخت وو او له هغه وروسته غواړي چې مسجد ته داخل شي او خپل ناوړه او دين‌دُښمنه پلان عملي کړي. خو د الله تعالیٰ په ځانګړي فضل او مرسته مخکې تر دې چې هدف ته ورسېږي، د ح‌ا د يو سرښندونکي اتل له خوا د خپل ناوړه او منحوس عمل په انجام رسېږي او لله الحمد پر دې هم نه‌توانېږي چې خپل ځان پورې تړلي ۱۱کيلو خطرناك چاودېدونکي توکي منفجر کړي. دا يقيناً چې د الله تعالیٰ يو ستر احسان او لورېينه وه، خدای مه‌کړه! که دا اجير ځانمرګي بريدګر مسجد ته پر ننوتو بريالي شوي وای، نو بې له شکه چې ډېره ستره او درنه فاجعه به يې را منځ‌ته کړې وه.

موږ د الله تعالیٰ شکر کوو چې د دين او هېواد د دښمنانو يوه ستره او شيطاني توطئه يې شنډه کړه. هغوی چې په ياده پېښه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل، الله تعالی دې د بدر او اُحد په شهيدانو کې حساب کړي. أقاربو او خپل‌وانو ته يې جميل صبر او جزيل په برخه.

دعاء کوو چې الله تعالیٰ دې د دين او هېواد د ټولو پټو او ښکاره‌وو دښمنانو توطئې شنډې کړي، دا مظلوم ملت او هېواد دې نور الله تعالیٰ د دوی له شره وژغوري. آمين!

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک