
د مهاجرينو وزير ښاغلي حاجي خليل الرحمان حقاني د قدرمن حکمتيار صاحب ليدو ته راغلی
پر إيمان مسجد د جُمعې ورځې د وحشيانه برید د تقبيح په سلسله کې د ګڼشمېر سياسي او قومي مشرانو سربېره ګڼشمېر دولتي چارواکو هم په پرلهپسې توګه د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر تشريف راووړ؛ چې په همدې تسلسل کې د افغانستان د اسلامي امارت د مهاجرينو وزير ښاغلي حاجي خليل الرحمان حقاني او د کابل ولايت أمنيه قومندان ښاغلي مولوي ولي جان حمزه هم د قدرمن مشر حضور ته تشريف راوړی وو او نوموړي ته يې د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل او ترڅنګ يې د پېښې قربانيانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
