
د کانونو او صنايعو وزير ښاغلي مولوي شهاب الدين دلاور د قدرمن حکمتيار صاحب ليدو ته راغلی
شنبه د قوس ۱۲مه؛ ۱۴۰۱ھش:
پر إيمان مسجد د پروني نامردانه بريد د غندنې او تقبيح په مناسبت نن د ګڼشمېر سياسي، جهادي، قومي او دولتي شخصيتونو سربېره د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او صنايعو وزير ښاغلي مولوي شهاب الدين دلاور هم تشريف راوړی وو، او د يادې دردناکې پېښې په اړه يې د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي حکمتيار ته د خپل تسليت، خواخوږۍ او فاتحې مراتب وړاندې کړل.
نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهيدانو ته د فردوس جنت، کورنيو، خواخوږو او همفکرو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د بشپړې او عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
