No-IMG

حکمتيار صاحب نږدې نیمه پېړۍ جهاد او دعوت وکړ او په هر میدان کي د بریا لوړو مدارجو ته ورسېدی

د هغه وروڼو مخ ته دي دېوال وي چي د بې طرفۍ تر عنوان لاندي ټول نقدوي؛ نه خپله مثبت اوسېدلی سي او نه د نورو مثبت څه لیدلی سي؛ دوی اکثر هغه دي چي د خبرو او غصې پیل ئې په دې الفاظو وي چي: "ته پوهېږې چي زه نه سیاسي یم او نه د کوم سیاسي گوند پلوی یم خو دا چي ستا خبري مي په تول برابري ونه موندلې نو طاقت مي ونسو او ټول نزاکتونه مي تر پښو لاندي کړل او ستا د اصلاح..."

دغسي خلک داسي نه چي بېـطرفه دي بلکي دوی نظریه نلري، د تحلیل ظرفیت نلري او د ارزوني لپاره وخت او یا هم کافي مطالعه نلري؛ دوست او دښمن ته ئې ښکاره تعریف نه وي موجود؛ یوه ورځ یو ستايــي بله ورځ بل؛ یوه ورځ ئې یو اتل وي بله ورځ بـل؛ د دوی سره بحث د وخت ضیاع او د سر درد باعث وي.

په هر صورت راځم د زړه خبري ته او په زغرده وایم چي؛ که دي ټوله دنیا مخالفت وکړي بیا ئې هم پروا نلرم؛ ځکه د "حق" تعریف دا نه دئ چي اکثریت به ئې په څنگ کي ولاړ وي. امین احسن اصلاحي وايي: زه دا شکایت نلرم چي خلکو مي قدر ونکړ؛ حقیقت دا دئ چي زما سره د زمانې د ذوق مطابق شی نه وو.

عطاء الله شاه بخاري رح به ویل چي انگرېزانو او هندیانو اقبال نه وو پېژندلی؛ که انگرېز پېژندلی وای نو ژوندی به ئې نه وو پرې ایښی او که ئې ملت پېژندلی وو؛ غلامي به ئې نکوله. همدا حالت د مشر دئ؛ د نوموړي ډېر کم فکري او اوصولي مخالفین موجود دي او کامل احترام ورته لرم؛ البته هغه څوک چي پر تا ویلو ما ویلو استناد کوي؛ راپورونه او ثبوتونه ئې له بي بي سي او ورته رسنیو وي؛ ځانته د تحقیق یو معیار لري او مشر ته بل هغوی یوازي عقده پالي؛ نه سالم اختلاف چي د هر افغان حق دئ. مشر نږدې نیمه پېړۍ جهاد او دعوت وکړ او په هر میدان کي د بریا لوړو مدارجو ته ورسېدی؛ په دوستۍ او دښمنۍ کي انتهائي دروند او معتبر شخصیت؛ داسي چي نه د دښمن په سپکاوي خوښ سوی او نه ئې تضحیک او تحقیر ته ملا تړلې.

د مشر ډېر دروند شخصیت دئ؛ د نوموړي کردار، افعال، ناسته ولاړه، مېلمه ته د نوموړي توجه او پوره پام، د بې ځایه احساساتي کېدلو پر ځای ئې پوره ډاډ او اطمینان؛ او یو بل ډېر ښه صفت چي سنجیده انسان ئې باید ولري هغه په وینا او خبرو کي د مناسبو الفاظو انتخاب دئ؛ نوموړی هم د الفاظو انتخاب د خپل ظرف مطابق کوي؛ د سړي چي څومره ظرف وي همهغسي الفاظ انتخابوي؛ ظرف بیا د دوو شیانو څرگندونه کوي یو د تربیت او بل د نیت. د مشر د الفاظو انتخاب، د مسائلو په ارتباط د نوموړي تحقیق او تعبیر، دیني او سیاسي نظریات ئې د لوړ ظرف شاهدي ورکوي؛ د نوموړي نیت د نوموړي د زړه د سپیناوي څرگندونه کوي. کنه وو موږ ډېر داسي مشران هم ولیدل چي په علمي مجالسو کي به ئې غیر علمي څرگندوني کولې او کوي ئې؛ د وینا لپاره هیڅ چمتوالی نه نیسي او تل هم ځان او هم نور په غضب گرفتار کړي؛ له ځینو خو په احساساتو او ناپوهي کي حتیٰ بې ادبي وسي. دغه ظرف ته کم ظرفي ویلی سو.

پـرونۍ حمله داعش ته منسوب سوه خو لا هم مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی؛ داعش یو مردار زَړوکی دئ چي پخوا خارجیانو او اوس هر متعصب سیاسي دښمن خپل ناولي لاسونه په پاکوي؛ د داعش حملې او د حزب التحریر دعوې د لېوني خندا ته ورته دي؛ هیڅ معنیٰ او سالم/حقیقي هدف نلري؛ هسي هم ځان ضایع کوي او هم د نورو په حق کي ظلم کوي...

نظر

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک