No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: د شنبه د قوس ۱۲مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش د اإإ د بهرنيو چارو وزير ښاغلي اميرخان متقي نن مازديګر د يو پلاوي پر ملتيا د ح‌ا‌ا مرکزي دفتر ته تشريف راوړی وو او د پروني ناځوانمردانه بريد په اړه يې د ح‌ا محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ته د خپلې خواخوږۍ، تسلیت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل.

نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: شنبه د قوس ۱۲مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش پر إيمان مسجد د پروني نامردانه بريد د غندنې او تقبيح په مناسبت نن د ګڼ‌شمېر سياسي، جهادي، قومي او دولتي شخصيتونو سربېره د اإإ د کانونو او صنايعو وزير ښاغلي مولوي شهاب الدين دلاور هم تشريف راوړی وو، او د يادې دردناکې پېښې په اړه يې د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي حکمتيار ته د خپل تسليت، خواخوږۍ او فاتحې مراتب وړاندې کړل.

نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهيدانو ته د فردوس جنت، کورنيو، خواخوږو او هم‌فکرو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د بشپړې او عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: پر إيمان مسجد د جُمعې ورځې د وحشيانه برید د تقبيح په سلسله کې د ګڼ‌شمېر سياسي او قومي مشرانو سربېره ګڼ‌شمېر دولتي چارواکو هم په پرله‌پسې توګه د ح‌اا مرکزي دفتر تشريف راووړ؛ چې په همدې تسلسل کې د اإإ د مهاجرينو وزير ښاغلي حاجي خليل الرحمان حقاني او د کابل ولايت أمنيه قومندان ښاغلي مولوي ولي جان حمزه هم د قدرمن مشر حضور ته تشريف راوړی وو او نوموړي ته يې د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل او ترڅنګ يې د پېښې قربانيانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: د ح‌اا محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار پر إيمان مسجد د وړمې ورځې بريد له ځای او پاتې شويو نښو-نښانو ليدنه وکړه او هغه ټول مواضع يې يو يو له نظر تېر کړل، چې د بريد په پايله کې لږو ډېر زيانمن شوي وو.

قدرمن مشر د پېښې ځای او نښو-نښانو ته په پام سره وويل:

(موږ په احتیاط او تدبیر مکلف یو، خو  په تقدیر کلک باور لرو!

له مرګ نه وېرېږو، ځکه چې مرګ راته په خپله نېټه راځي.

یوازې د هغه څه په اندېښنه کې یو چې له مرګ وروسته پېښيږي.)

موږ د الله تعالیٰ شکر کوو چې د دين او هېواد د دښمنانو يوه ستره او شيطاني توطئه يې شنډه کړه. هغوی چې په ياده پېښه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل، الله تعالی دې د بدر او اُحد په شهيدانو کې حساب کړي. أقاربو او خپل‌وانو ته يې جميل صبر او جزيل په برخه.

دعاء کوو چې الله تعالیٰ دې د دين او هېواد د ټولو پټو او ښکاره‌وو دښمنانو توطئې شنډې کړي، دا مظلوم ملت او هېواد دې نور الله تعالیٰ د دوی له شره وژغوري. آمين!

: ‏کابل کې د ایران د سفیر مرستیال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې متقي د ژمي په رارسیدو سره له ایران څخه د لا ډېرو اړتیا وړ اړینو توکو په وارداتو ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي.

‏په دې لیدنه کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي په افغانستان کې له امنیتي وضعیت خوښي وښوده او د افغانستان او ایران ترمنځ یې د تجارت د ودې لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

: ‏د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره ولیدل.

دفاع وزارت وایي، ددې لیدنې پر مهال مجاهد متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.

: ‏د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټول هېواد کې څه باندې ٣٢٠٠ تنه پر ایډز ناروغۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معیین د ایډز سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د اخته شویو کسانو ٧٥ سلنه یې نارینه او ٢٥ سلنه یې ښځې دي.

: ‏تورخم دروازې ته څېرمه یو بار وړونکی موټر له سړکه وتلی او پر عامو خلکو ور برابر شوی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رﺉیس قاري نورمحمد حنیف ویلي، په دې پېښه کې یو تن مړ شوی او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

: ‏د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هېواد ته د ازبکستان ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي د نائب آباد سب سټېشن او ازبکستان ترمنځ سیمه کې د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شوي، چې له امله یې د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

: ‏د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال ملا عبدالحق همکار د یوناما مشرې سره په لیدنه کې له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې، په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې او د نشه‌يي بوټو د کرکیلې د مخنيوي په اړه خبرې کړې دي.

: ‏نن د جاپاني الاصله افغان، ډاکټر ټيټسو ناکامورا تلين دی.

نوموړی درې کاله وړاندې په همدې ورځ له خپلو پنځو همکارانو سره په جلال اباد کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.

‏ناکامورا چې په ” کاکا مراد“ هم مشهور و،  په خپلو هڅو په ننګرهار کې ګڼ شمېر لویې او کوچنۍ پروژې عملي کړې او هغلته یې په سپېرو دښتو کې ابادي وکړه.

: ‏د سوالګرو راټولولو کمېټه وایي، تر دې دمه یې د کابل ښار له بېلا بېلو برخو ١٩٠٧٢ سوالګر راټول کړي چې نیږدې ١١ زره یې ښځې او ٦٣٧٤ یې ماشومان دي.

: ‏قرار است شاه محمد محرابی، رییس کمیته تفتیش و عضو شورای عالی بانک مرکزی افغانستان، فردا (دوشنبه) به کابل سفر کند. آقای محرابی به طلوع‌نیوز می‌گوید که او در نشست دو روزه شورای عالی بانک مرکزی شرکت خواهد کرد.

: ‏د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد عربي متحده اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره کتلي دي.

د دفاع وزارت په ټوېټر پاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي مجاهد په دغې لیدنه کې عربي متحده اماراتو کې مېشت افغانان په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.

: نابینا لامبو وهوونکي ولي محمد نوري د انګلستان لندن ښار په لامبو وهنې سیالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه.

په‌دې سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو ۷۰ معلولو لوبغاړو ګډون کړی چې ښاغلي نوري په‌کې پنځوس مټره واټن په ۴۹ ثانیو کې ووهه او لومړی مقام یې په‌خپل نوم کړ.

: له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس شهاب الدین دلاور وایي، چې له څو لسېزو وروسته، ملي حاکمیت رامنځته شوی دی او په هېواد کې ملي خبرو ته اړتیا نشته.

ښاغلی دلاور په دې باور دی چې په ملي کچه خبرې ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.

له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس وايي:«موږ او تاسې باید یو بل ته لاسونه ورکړو او خپل هېواد جوړ کړو، هر څه جوړ دي او هر افغان حق لري چې خپل هېواد ته خدمت وکړي او اوس دې ته اړتیا نشته چې یو بل بهیر پيل کړو او ملي امنیت او حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولوو.»   

: ‏مالیې وزارت وايي د روان کال په لومړيو اوو میاشتو کې هېواد ته د ۶۵٫۸ میلیارد افغانیو په ارزښت وارد شوو توکو ته ګمركي معافيت ورکړل شوی دی.

: ‏انتقال بیش از 13 میلیون تن محموله در چارچوب کریدور غلات.

وزارت دفاع ترکیه طی بیانیه‌ای اعلام کرد که از بنادر اوکراین از اول آگوست تا کنون بیش از 13 میلیون تن غلات شامل ذرت، گندم، بذر آفتابگردان، روغن آفتابگردان، چغندرقند، سویا، نخود و جو منتقل شده است.

: ‏تیراندازی نیروهای رژیم اسد به معترضان به گرانی.

نیروهای رژیم بشار اسد در استان سویدا در جنوب سوریه به سوی معترضان به افزایش قیمت‌ها، فساد، وضعیت بد معیشتی و امنیتی که اکثرا آنها دروزی هستند، آتش گشودند.

: ‏د ترکیې خارجه وزیر چاوش اوغلو:

له اسراییلو سره مو اړیکې عادي کول، فلسطینیانو سره خیانت نه دی.

وایي، زموږ  او د اسرایبلو اړیکو ته د خیانت نوم ورکول اشتباه ده.

: ‏د پاکستان مخکني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي چې د پوځ پر مخکني مشر قمر جاويد باجوه باور يې لويه تېروتنه وه.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف پر ټویټر لیکلي، په راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۱۲ زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي.

دغه مرستې به د بريټانيا او جرمني د دوو موسسو په همکارۍ اړمنو کسانو ته ورکړل شي.

: ‏د شنبې په ورځ د ارجنټاین او هالنډ لوبډلو د قطر ۲۰۲۲ نړیوال جام په حذفي پړاو کې خپلو سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړې او د دې سیالیو بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

د دې پړاو په دوام نن یک‌شنبه فرانسه له پولنډ او انګلستان له سېنګال سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

: ‏د خیبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې پرون شنبه ناوخته د وسله والو په یوه برید کې ٣ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

: ‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، چې کابل کې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی. نوموړی وايي دوی به په خپلواکه توګه او د ا.ا چارواکو سره په مشوره ددې خبر د کره والي په اړه څیړنه وکړي.

:‏ ایران د ” ګشت ارشاد“ یا اخلاقي امنیت پولیس لغوه کړل.

د ایران لوی څارنوال محمد جعفر منتظري ویلي چې د اخلاقي امنیت پولیس له قضايیه قوې سره هیڅ تړاو نلري او لغوه شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک