No-IMG

د یوه مضمون تدریس کول !

د انګلستان په پوهنتونو کې د یوه مضمون د تدریس کولو د پاره، دغه لاندې ټکي په پام کې نیول کیږي:

۱- شاګردانو ته په لومړۍ ورځ د مضمون په حصه کې یو کلنی درسي پروګرام ورکول کېږي. پدې درسي پروګرام کې د هر لکچر عنوان او موضوع په واضح ډول سره ذکر شوي وي.

۲- استاد خپل کلنی درسي پروګرام د مضمون د موادو مطابق جوړوي، او د مضمون ټول مواد باید شاګردانو ته تدریس شي.

۳- د استاد د دفتر د تلفون شماره، د اطاق نمبر، او بریښنالیک هم شاګردانو ته ورکول کیږي، ترڅو شاګردان وکولای شي چې د ضرورت په وخت کې له استاد سره رابطه ونیسي.

۴- تدریسي ساعت ۴۵ دقیقې دی، او زیاتره مضامین یو لکچر، یو توتوریل، او یو لابراتوار لري. په لکچر کې، استاد مهمو ټکو ته اشاره کوي، او په توتوریل کې بیا د هغه تمرین کوي، او په لابراتوار کې د هغه عملي کارونه پر مخ بیاىٔي.

۵- هېره د نه وي، چې استادان خپل تدریسي مواد حد اقل یوه ورځ مخکې شاګردانو ته په کمپیوتري صفحو کې اچوي. هغه شاګردان د استاد له درس څخه ښه ګټه اخستی شي، چې هغه درسي مواد د استاد د لکچر څخه مخکې ښه لوستلي وي.

۶- ځینې استادان د پخوانیو امتحانو سوالونه، او حل د شاګردانو د تمرین د پاره د کمپیوتر په صفحه اچوي. د پخوانیو امتحانو سوالونه د شاګردانو د تمرین د پاره بهترین سوالونه کېدی شي.

۷- کله چې امتحانونه را نږدې شي، نو بیا استادان د خپل مضمون د یوه یا دوه ساعته د پاره تکرار کوي، او شاګردان باید په دغه وخت کې په هیڅ صورت سره غیرحاضری ونکړي، ځکه ډیر امکان لري، چې استاد هغو موضوع ګانو ته په غیر مستقیم اشاره وکړي، چې هغه د راتلونکي امتحان سره ارتباط ولري.

۸- د امتحان څخه وروسته پارچې د مضمون د استاد پواسطه کتل کیږي، او هغو ته نمرې ورکول کیږي، بیا ځینې پارچې د دویم استاد پذریعه یو ځل بیا ښه په غور سره کتل کیږي. دغه دویم استاد کولای شي، چې د حقایقو په رڼا کې د شاګرد نمرې کمې، یا زیاتې کړي، او یا هغه په خپل لومړني حالت پریږدي. د نمرو د کموالي او زیاتوالي په صورت کې دواړه استادان باید یو له بل سره پوره قناعت وکړي، او هغه پارچه بیا دواړه باید امضاء کړي.

۹- که چېرې دواړه استادان موافقې ته ونه رسېدل، نو بیا درېیم استاد هغه پارچه ښه په غور سره ګوري، او هغه خپل نظر چې هغه نهایي نظر دی، وړاندې کوي.

۱۰- کله چې د امتحان پارچې د دواړو استادانو په لاس امضاء شوې، نو هغه بیا خارجي استادان هم په دقیقه توګه ګوري.

۱۱- د خارجی استادانو د موافقې او قناعت څخه وروسته دغه د شاګرد آخري نمرې ګڼل کیږي.

۱۲- په آخرینۍ مرحله کې د مضمونو استادان، او خارجی استادان د هر یوه شاګرد نمرې په دقیقه توګه تر هر اړخیز بحث لاندې نیسي، او لازمې او معقولې فیصلې کوي.

۱۳- د پورتنیو مراحلو څخه وروسته، بیا شاګردانو ته نمرې اعلانیږي.

۱۴- که چېرې کوم شاګرد له خپلو نمرو سره موافقه ونلري، هغه کولای شي چې د خپلو نمرو تجدید نظر وغواړي، او د هغه دپاره یو هیٔت ټاکل کیږي، چې هغه یو ځل بیا وکتل شي.

 

د پام وړ ټکي:

الف - استادان باید د شاګردانو د امتحان پارچې په ډېر غور او دقت سره وګوري، او هغه ته لازمې نمرې ورکړي، ځکه چې همدغه نمرې دي، چې د یوه شاګرد آینده په علمی ډګر کې تعینوي.

ب - استاد د عادل قاضی په شان باید خپل مسٔولیت په ښه صداقت پای ته ورسوي. هیڅکله به یو شاګرد خپلې نمرې چاته ونه بښي، نو محترم استادان باید خپله وظیفه په ښه صداقت او ایماندارۍ سره، سرته ورسوي، او د شاګردانو په حصه کې هیڅ شانته بې غوري ونکړي. محترم استادان باید پوه شي چې د دوی مقام لکه چې څومره لوړ دی، هغومره د دوی مسٔولیت هم زیات دی. استادان باید د یوه ملت په حیاتي سرمایه، یعنې شاګردانو لوبې ونکړي، او د هغوی په تعلیم، او تربیه کې خپل مسٔولیت په ښه توګه اداء کړي. هغه استادان چې استادي نشي کولای، هغوی باید بل کار ځان ته پیدا کړي، او له استادۍ څخه د لاس واخلي.

البته دغه هم د لمر په شان څرګنده ده، چې د مونږه او تاسې په ملکونو کې استاد ته د هغه منل شوي حقوق نه ورکول کیږي، او د هغو لازم قدر نه اداء کېږي، چې دغه حالت د ډېر افسوس او خفګان وړ دی. د وخت د حکومتونو وظیفه ده، چې د محترمو استادانو حقوق په ښه احترامانه توګه اداء کړي، او بیا له دوی څخه همغه لازم کار هم وغواړي.

ج - شاګردان هم باید خپل مسٔولیتونه په جدي توګه په پام کې ونیسي. شاګردان باید خپل درسونه په ښه توګه زده کړي، او هغه شاګردان چې غیرحاضري نه کوي، او د مضمون په ټولو صنفونو کې فعاله برخه اخلي، او ځان پوهوي، هغه ډېر موفق شاګردان دي.

شاګردان باید هر وخت له استاده د هغې موضوعګانو په حصه کې چې دوی مشکل لري، پوښتنه وکړي. شاګرد باید په سوال کولو و نه شرمېږي، او په موضوع ځان ښه پوه کړي. ځینې شاګردان خپل طلایی وخت بې ځایه ضایع کوي، صنف ته نه ځي، او یا که ځي هم، صحیح ګټه د خپل وخت څخه نه اخلي.

د یوه ملک وران شوي تعمیرونه به بیا له پخواه څخه ښه جوړ شي (کاشکی چې خلق پکې نه مړه کېدای)، مګر که خدای مکړه، د یوه ملک تعلیمي نظام ړنګ او ګډوډ شو، هغه بیا په آسانۍ سره نه جوړېږي. نو محترمو استادانو! دالله(ج) په خاطر، د وطن د ځوان نسل د تعلیم او تربیې په حصه کې له هیڅ زحمته دریغ ونکړی. که څوک د تاسې په قدر نه پوهېږي، او تاسې ته توجه نکوي، او د ستاسې مسلک ته اهمیت نه ورکوي، نو په یاد ولری چې الله(ج) به تاسې ته ډېر ډېر اجرونه درکړي، او د الله(ج) اجرونه خو بیا بې حسابه او اصلی اجرونه دي.

زه له ډېره لرې ځایه ستاسې صادقو او زحمتکشو استادانو ته ډېر ډېر سلامونه او احترامونه وړاندې کوم، او د ستاسې د دین او دنیا کامیابي د ستاسې د محترمو کورنیو سره یو ځای د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه غواړم. زه هم د خپلو ټولو مسلمانانو استادانو د پاره د زړه له کومي دعا کوم، او الله(ج) د هغوی ته، هم په دغه دنیا او هم په آخرت کې اجرونه ورکړي. آمین یارب العالمین.

الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه سوله راولي چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي۰آمين یارب العالمین.

تربلې ليکنې د الله(ج) په امان۰

زما اړيکه : abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟