
ستا همت او ستا غيرت به تل ياديږي
اسماعيل ځاځی
ستا همت او ستا غيرت به تل ياديږي
دی تاريخ پاڼی خو بيأ په تا غږيږي
دی دنيأ په هر طرف کی شور او ځوک دی
چه افغان بچی له هيچاه نه ويريږي
چه يی سر هيڅ يو ظالم ته نه ټيټيږي
ايوبي سلطان به ګور کی خوشحاليږي
دی هيواد هره دره او لوړ،لوړ غرونه
يو وار بيأ ستا ميلمستيأ ته تياريږي
ستا دشمن به ستا په پښو کی ذبحه کيږي
ستا غرور به هندوکش څخه لوړيږي
زما عمر دی هم ستا شي ګرانه ياره
په ما هيڅ،خو په تا دا دنيأ ورانيږي
په نړی کی دی مومين بچي له سترګو
ستا په مرګ به يی په مخ اوښکی بهيږي
قيادت دی اسلامي نړی ژوندی کړه
په آسيا به دی ابدال شمله لوړيږي
ستا له سپينی ږيری اوس هم په هر ګود کی
دی اسلام دشمن په خوب کی هم ويريږي
په کافر او منافق به لوی اختر وي
حکمتيار چه له دنيأ نه روانيږي
کشمير خانه،آدم خانه ستا په شان به
ځاځی هم له پاک اسلام څخه ځاريږي
۲۰۲۲/۱۲/۸
ستاسو ورور ځاځی