No-IMG

د شهيد دوکتور عبد الباقي (امين) کورنۍ ته د ورور حکمتيار لخوا د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

انا لله و انا اليه راجعون

 

د حکمتيار له لوري د شهيد دکتور عبد الباقي (امين) درنې کورنۍ ته!

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته!

د محترم ورور شهید دکتور عبد الباقي ( امين) د شهادت په مناسبت تاسو، ستاسو د درنې کورنۍ ټولو غړو او ټولو هغو دوستانو او عزيزانو ته مو تسليت وړاندي کوم چي پدې غم کي له تاسو سره شريک دي؛ مونږ او ټول مؤمن افغانان په دې ستر غم کې درسره يو.

شهيد دکتور عبد الباقي (امين) د دعوت په چارو کې موفق داعي، له خلکو سره په خپل چلن کي متواضع، ديني مسئوليتونو ته ملتزم، او د دروند خوي او شخصيت خاوند وو، الله جل شأنه دي هغه ته مغفرت وکړي، د الله د لاري د مجاهدينو، غازيانو او شهيدانو په صف کي دي هغه حشر او په جنت کي دي دده درجې لوړي کړي، تاسو ته دې اجر او صبر در په برخه کړي او هغه تشه چي د ده په وفات سره د افغان ولس د واقعي او مخلصو علماوو په صف کي را پيدا شوې؛ الله تعالی دي هغه په خپل فضل او کرم سره په باايمانو مجاهدو علماوو ډکه کړي.

په الله تعالی مو سپارم.

په احترام

حکمتيار

30-اسد-1399

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک