No-IMG

‏کله چې عمر رضی الله عنه په توره ووهل شو او ټپي شو

عبد الرازق حبيبي

 

‏کله چې عمر رضی الله عنه په توره ووهل شو او سخت ټپي شو نو لږ وروسته ورته شيدي راوړل شوي چي ويي څښي هغه يي چي وڅښلي له زخمه يي راووتې او بيرون تويي شوې، نو خپل زوی عبدالله يي راوغوښت او ورته يې حذيفه بن اليمان (هغه صحابي چې رسول ﷺ منافقان ورښودلي و) را وغواړه ‏هغه چې راغی پوښتنه يي تري وکړه چې زما نوم خو به د منافقانو په لست کې نه وي؟ هغه په ژړا شو او ورته يي وويل چې وبښه دا د رسول الله ﷺ راز دی چاته يې نه شم ويلی، بيا يي عايشې رضي الله عنها ته زوی وليږه چې اميرالمومنين نه بلکې عمر وايي ماته د رسول الله ﷺ سره څنګ کې خښېدو ‏ځای راکوې؟

هغې ورته وويل دلته ما ځان ته ځاي ساتلې و خو چې عمر يي غواړي اجازه ده، بيا يي زوی ته وويل ګوره که حذيفه مې جنازه کې ګډون وکړ نو مې د رسول الله ﷺ سره نزدې دفن کړه کنه هلته مې مه وروړه هغه شهيد شو او عبدالله ټول انتظار جنازه کې د حذيفه ګډون ته و  ‏چې ويي ليد حذيفه جنازه کې ګډون وکړ نو سخت خوشاله شو او. عمر رضي الله يي د رسول الله ﷺ تر څنګ دفن کړ

‏دا د هغه شخص حال و چې رسول ﷺ ورته په دنيا د جنت زيری ورکړي و، اوس نو بايد مونږ خپله فکر وکړو چې زمونږ څه حال دی د رسول الله لخوا ډيری د منافقانو ښودلې نښې مونږ کې موجودې دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک