
غزل – بلينډه بدرۍ
ته سر ساتنې ته راوتی د دیدن هم نه وې
پرون مې هم ترسترګو نه شوې ، ګوره نن هم نه وې
ته خو شاعر هم نه وې ، روږدی په خمار هم نه وې
څله بیا ړنګ بنګ پر لار تللې ، خو مین هم نه وې
نازک مزاجه نازنینه په زګیرویو لاړې
لا لږیدلی په نظر مې برسیرن هم نه وې
د مسافر ژڼي مرګیه زړه دې نه خوږیدو ؟
بې ورونو خویندو و ، پیسې یې د کفن هم نه وې
چې له غربته به خیبر کې شنه خالونه پلوري
دومره مجبورې شین خالۍ مې د وطن هم نه وې
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
