No-IMG

حکمتيار: د افغان ولس د نوي نسل روزنه او تربيت د حكومت پر غاړه دئ

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 2 جدی 1401).

 

الحمد للّٰهِ وَ كَفَىٰ وَ سَلامٌ عَلىٰ عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَىٰ و بعد: فاعوذ باللَّهِ مِنَ الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الأُمِّيِّينَ رَسُولا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلالٍ مُبِينٍ) الجمعة 2   صدق الله العظيم

برادران و خواهران عزيز!

قبل از اين كه به ترجمه و شرح و تفسير اين آيه بپردازم؛ اجازه بدهيد عرائضى در رابطه به حوادث اخير كشور داشته باشم.

در ماه قوس شاهد حوادث دردناك، خونين و وحشيانه بوديم؛ از انفجار خونين در مدرسه الجهاديه سمنگان تا عمليات تروريستي و انتحارى در كابل، و فاجعه آتش سوزى در تونل سالنگ كه ده ها كشته و مجروح داشت؛ مسئوليت برخى از اين حوادث را يك گروه داراى بيرق سياه و سابقه سياه تر به عهده گرفته؛ ولى از برخى ديگر پنهان مانده؛ تا هنوز اعلان نشده كه آتش سوزى تونل سالنگ عمدى و كار تروريست هاست يا تصادفى؛ آيا شبيه به آتش سوزى هاى تابستان گذشته در دهات ولايت جوزجان و جنگلات نورستان، ننگرهار، پكتيا، خوست و مناطق ديگر است؛ يا پديده متفاوت از آن ها؛ ادارات امنيتى چه پاسخى به مردم دارند و چه تدابيرى براى جلوگيرى از تكرار آن گرفته اند؟ در رابطه به عمليات انتحارى ناكام در برابر مسجد ايمان؛ با وجود گذشت سه هفته؛ نه اعلاميه رسمى صادر شده و نه هيچ اجراءاتى از سوى حكومت براى جلوگيرى از تكرار چنين حوادثى؛ ما تدابير خود را گرفته ايم و إن شاء الله توان آن را داريم كه به لطف و فضل الٰهى و تأييد و نصرتش؛ توطئه هاى بعدى دشمنان را نيز خُنثىٰ كنيم. اما از بى اعتنائى هاى زمامدارانى شكايت داريم كه در رسيدن به قدرت مديون مبارزات و قربانى هاى ما اند. در هر صورت در كنار مردم خود مى مانيم؛ تا حال به چند پيشنهاد مبنى بر ترك كشور و رفتن به كشورى ديگر؛ توأم با سپاسگزارى و امتنان از همدردى شان؛ جواب منفى داده ايم؛ و گفته ايم تا مجبور نشويم هرگز ملت را در روزهاى سخت تنها نمى گذاريم.

خبر بدى ديگر در آخر قوس؛ خبر بستن دروازه هاى پوهنتون بروى دختران بود؛ در حالى كه مردم انتظار داشتند دروازه هاى بسته مدارس بالا تر از ابتدائيه باز شوند؛ نه اين كه دروازه پوهنتون نيز بسته شود!! عواقب اين را براى كشور و ملت خود خيلى مضر و جبران ناپذير مى خوانيم و آن را مترادف ضائع شدن نسل جوان و وارثين آينده اين كشور مى گيريم.  

اين در حالى است كه از نظر اسلام يكى از مهمترين و اساسى ترين مسئوليت هاى زمامداران حكومت در جامعه اسلامى؛ تربيه نسل جوان است؛ حكومت بايد تمامى موانع از سر راه تعليم و تربيه سالم و سازنده پسران و دختران را بردارند و تمامى شرائط و تسهيلات لازم و فضاء مصون در مؤسسات تعليمى را فراهم كنند؛ دروازه هاى مساجد، مدارس و مؤسسات تعليمى را بايد بكشايند نه آن كه ببندند. ميان تعليم پسر و دختر؛ و شرائط مربوط به آن؛ هيچ تفاوتى عقلى و شرعى وجود ندارد؛ اگر در جامعه تهديدهاى امنيتى و اخلاقى وجود دارند؛ براى هر دو يك سان اند؛ نوجوان هاى پسر دقيقأ با همدان تهديد ها مواجه اند كه دختران مواجه اند و بايد براى هر دو فضاء مصون يكسان فراهم شود.

قرآن مسئوليت هاى عظيم پيامبران عليهم السلام را در چهار مورد و در دعاء مشترك ابراهيم بت شكن و فرزند آماده شهادت اسمعيل عليهما السلام چنين خلاصه مى كند و مى فرمايد:

(رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) البقرة 129

اى پروردگار ما! پيامبرى از خود شان را ميان آنان مبعوث كن تا: 1- آياتت را بر آنان بخواند، 2- كتاب را به آنان بيآموزد، 3- حكمت را به آنان ياد دهد؛ 4- و آنان را تربيه و تزكيه كند؛ يقيناً كه تو عزتمند با حكمتى.

پيامبر عليه السلام تمامى رسالتش را در اين خلاصه مى كند:

«إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الْأَخْلَاقِ»

جز اين نيست كه من فقط براى آن مبعوث شده ام كه مكارم اخلاق را تكميل كنم.

همچنان مى فرمايد:

وَإِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّمًا»

جز اين نيست كه چون معلم و آموزگارى مبعوث شده ام.

و اين را زمانى مى گويد كه در مسجد دو حلقه مردم را مشاهده مى كند؛ در يكى صحابه اش مصروف تلاوت قرآن و دعاء و در ديگرى مصروف تعليم و تعلم قرآن؛ مى فرمايد: هر دو مجلس بر امر خير و ثواب اند؛ اما اين يكى افضل است چون مى آموزند و به كسى كه نمى داند مى آموزاند؛  در حلقه آنان مى نشيند و مى فرمايد: من معلم فرستاده شده ام.

 عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ: دَخَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَسْجِدَ فَرَأَى مَجْلِسَيْنِ: أَحَدُ الْمَجْلِسَيْنِ يَدْعُونَ اللَّهَ تَعَالَى، وَيَرْغَبُونَ إِلَيْهِ، وَالْآخَرُ يَتَعَلَّمُونَ الْفِقْهَ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «كِلَا الْمَجْلِسَيْنِ عَلَى خَيْرٍ، وَأَحَدُهُمَا أَفْضَلُ مِنْ صَاحِبِهِ، أَمَّا هَؤُلَاءِ فَيَتَعَلَّمُونَ وَيُعَلِّمُونَ الْجَاهِلَ، وَإِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّمًا، هَؤُلَاءِ أَفْضَلُ، فَجَلَسَ مَعَهُمْ»

در اين ماه شاهد تصميم خيلى نامعقول و خلاف تمامى معيار ها و ارزشهاى شناخته شده انسانى از سوى ملل متحد بوديم كه بنابر آن چوكى افغانستان در ملل متحد به نماينده حكومتى تعلق گرفت كه نه تنها از بدترين ها و منفور ترين ها بود؛ و اكنون وجود ندارد؛ بلكه هم دست نشانده اجنبى بود و هم عامل جنگ، خونريزى، ترورهاى دولتى، فقر، و غارت سرمايه هاى ملى و انتقال آن به بانك هاى خارجى، با اشغالگران آمد و يك جا با آنان فرار كرد!! اگر ملل متحد نمى توانست اين چوكى را به حكومت كنونى بسپارد؛ مگر نمى شد آن را خالى بگذارد و از سپردن آن به يك شخص كه فقط از خودش نمايندگى مى كند؛ خوددارى مى ورزيد؟ 

وروڼو خوېندو!

د لومړي تلاوت شوي آيت ژباړه داسي ده:

الله تعالى همغه ذات دئ چي په نالوستو كي ئې د دوى له ډلي يو رسول ولېږو چي د ده آيتونه پرې ولولي، تزكيه ئې كړي او كتاب او حكمت وروښيي، په داسي حال كي چي تر دې وړاندي په څرگندي تېروتني او ضلالت كي ول.

يعني د خلكو له منځ د يوه رسول غوره كولو او د دوى لوري ته ئې د لېږلو موخه او هدف دا دئ چي د الله تعالى آيتونه پرې ولولي، تزكيه ئې كړي او كتاب او حكمت وروښيي

دا آيت موږ ته لارښوونه كوي چي د هر پيغمبر څو اساسي دندي دي:

د الله تعالى آيتونه خلكو ته بيانول او ښودل؛

د هغوى تزكيه او تربيه

د كتاب تعليم

او د حكمت ښودنه

يعني د پيغمبر لومړۍ دنده دا ده چي د الله تعالى آيتونه خلكو ته واوروي، هغه څرگند دلائل د خلكو مخي ته كښېږدي چي د الله تعالى په پېژندو كي د دوى مرسته كوي؛ د دوى لومړنى كار دا وو چي خلكو ته الله تعالى معرفي كړي؛ په څرگندو دلائلو د استناد له لاري ثابته كړي چي انسان او دا ټول عالم او هر څه ئې چا پيدا كړي، د ټول عالم پيدا كوونكى، پالونكى او ساتونكى څوك دئ؛ داسي دلائل چي دغو پوښتنو ته واضح ځواب وايي او د خلكو ټول شكوك او شبهات له منځه وړي.

د پيغمبرانو دوهمه مهمه دنده دا وه چي خلك له فكري او اخلاقي پلوه تربيه او تزكيه كړي؛ له شرك، ظلم، فساد او بدكارۍ ئې وژغوري، د دوى ټولنه له مفاسدو او مظالمو تزكيه او پاكه كړي، د هغوى عقائد تنقيح او تصفيه كړي. يعني د خلكو روزنه او تربيه د پيغمبرانو او د هغوى د وارثينو دوهمه ستره دنده او مأموريت دئ.

درېيم مسئوليت ئې دا وو چي خلكو ته كتاب ورزده كړي، د الهي كتاب لارښووني ئې مخي ته كښېږدي، دلته له كتاب مراد هغه احكام او لارښووني دي چي الله تعالى په خپل كتاب كي نازل كړي او خپل بندگان ئې گمارلي چي په فردي او اجتماعي ژوند كي به د دغو احكامو او لارښوونو مطابق عمل كوي.

د پيغمبرانو څلورم رسالت دا وو چي خلكو ته حكمت او پوهه وښيي؛ له حكمت مراد؛ هر څه سم پېژندل او په سمه توگه كارول دي. نه يوازي د الهي احكامو د تطبيق لاري، چاري او طريقې د حكمت په ضمن كي راځي؛ بلكي هره هغه پوهه احتواء كوي چي انسان ورته ضرورت لري؛ يعني د خداى پيغمبر هم خلكو ته الهي احكام او د دين او دنيا اړوند ضوابط او قواعد ښيي، هم د دوى د ژوند اهداف او مقاصد او هم دغو اهدافو ته د رسېدلو لاري چاري ورښيي، هم كتاب ورښيي او هم د دې كتاب د تطبيق او عملي كولو چاري او ټول هغه څه چي په خپله او د كتاب او پيغمبر له لېږلو پرته نه شو پرې پوهېدى.

دا آيت وايي: د پيغمبر تر راتلو وړاندي خلك په څرگندي تېروتني كي ول، سمه لار ترې وركه وه، په كږو لارو روان ول، نه ئې ځان پېژندو، نه جهان او نه خپل رب، نه ئې د حق او باطل ترمنځ تفكيك كولى شو، نه د ښه او بد، حلال او حرام، مفيد او مضر ترمنځ په توپيرونو پوهېدل؛ په تياره كي روان ول، نه پوهېدل له كومه راغلي او كوم لوري ته درومي، چا پيدا كړي او د څه لپاره ئې پيدا كړي.

الله تعالى انسان د زمكي پر سر د خليفه په توگه غوره كړى؛ د دې زمكي چاري ئې ده ته سپارلې؛ هغه استعدادونه ئې وركړي چي د خلافت او د زمكي د چارو د سمبالولو لپاره ورته ضرورت دئ؛ د پيغمبرانو او الهي كتابونو له لاري ئې د دوى لارښوونه كړې؛ د پيغمبرانو يوه دنده دا وه چي د الله تعالى د كتاب او د الهي احكامو د ښودلو تر څنگ؛ خلكو ته حكمت هم وروښيي؛ چي هر څه سم وپېژني او سم ئې وكاروي؛ تاسو به په قرآن كي دا ومومئ چي: مس او اوسپنه كشفول، ويلي كول او ظروف او وسلې او وسائل ترې جوړول، له لرگي او اوسپني كشتۍ جوړول، بادي كشتۍ جوړول؛ د حكمت هغه بېلگي دي چي كشف او اختراع ئې د پيغمبرانو په لاس ترسره شوي؛ قرآن موږ ته وايي چي دا اكتشافات او اختراعات د نوح، داؤد او سليمان عليهم السلام اختراعات ول؛ او د ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام په اړه فرمايي چي دوى هم د بصيرت خاوندان وو او هم د پياوړو او هنرمنو لاسونو خاوندان؛ (وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الأَيْدِي وَالأَبْصَارِ) (إِنَّا أَخْلَصْنَاهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ) (وَإِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الأَخْيَارِ) ص: 45-47

او زموږ بندگان ابراهيم، اسحاق او يعقوب درپه ياد كړه؛ د پياوړو لاسونو خاوندان او سترگور، يقيناً چي دوى ته مو د آخرت يادولو خصلت سره ځانگړتيا وركړې وه، او يقيناً چي دوى زموږ په وړاندي د غوره شوو نېكانو له ډلي ول.

دلته ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام د هغو شخصيتونو په توگه زموږ په وړاندي انځور شوي چي موږ ئې بايد د اسوه او قدوه په توگه غوره كړو، د هغوى له عملي ژوند پند واخلو او خصلتونه ئې خپل كړو؛ د دوى دا ځانگړتياوي راښيي: د پياوړو او هنرمنو لاسونو خاوندان او سترگور ول، تل ئې آخرت په ياد وو، د الله تعالى په وړاندي د غوره شوو نېكانو له ډلي ول.

 له دې الهي لارښووني په واضح توگه معلومېږي چي د هر مسلمان زعيم او هر اسلامي حكومت اساسي دندي همغه دي چي په پورتني آيت كي د پيغمبرانو اساسي دندي او رسالت گڼل شوي؛ 1- د الله تعالى لوري ته بلنه، 2- د انسانانو روزنه او تربيت، 3- هغوى ته الهي لارښووني او الهي كتاب ښودل او 4- حكمت ورښودل.

پر پيغمبرانو كتابونه نازل شوي؛ په كتاب پوهېدا ليك لوست ايجابوي؛ لكه څنگه چي د پيغمبرانو امتونه د الهي كتاب په متابعت او عملي كولو گمارل شوي؛ همدا راز ئې په لوستلو مكلف شوي؛ لوستل او ليكل سره تړلي دي؛ د قرآن لومړي نازل شوي آيتونه؛ د قرآن ټول مخاطبين؛ نارينه او ښځينه؛ په قرائت گمارلي، قلم ئې د زده كړي او تعلم داسي وسيله ښودلى چي په مرسته ئې انسان په هغه څه پوهېدى شي چي تر دې وړاندي نه پرې پوهېدو؛ دا ځكه چي په ليك لوست پوهېدا له انسان سره مرسته كوي د نورو له علم گټه واخلي او خپل علم نورو ته انتقال كړي؛ څوك چي په ليك لوست نه پوهېږي نه د بل له علم گټه اخيستى شي او نه خپل علم نورو ته انتقالولى شي.

وروڼو خوېندو!

د افغان ولس د نوي نسل روزنه او تربيت د حكومت پر غاړه دئ؛ دا ئې فريضه او وجيبه ده چي پرېنږدي ځوان نسل؛ نجوني او هلكان ضائع شي، له علم او پوهي بې برخي پاته شي، نه له دين خبر وي او نه له دنيا، كه نجوني او مېرمني نه جومات ته تلى شي او نه مدرسې او ښوونځي ته؛ چېري به روزل كېږي او څوك به ئې روزي؟ بې سواده او له دين بې خبره مور په دين پوه اولاد نشي روزلى، څوك چي خپله علم نلري بل ته به ئې څنگه وښيي؟ پلار د خپل اولاد د روزني لپاره وخت نه لري؛ هغه خو شپه او ورځ په كار بوخت وي چي كورنۍ او اولاد ته روزي پيدا كړي؛ مخصوصاً اوس چي د افغان ولس نږدې اويا اتيا سلنه د فقر تر كرښي لاندي دي؛ كه د جومات، مدرسې او ښوونځي دروازه هم د دوى په وړاندي وتړل شي؛ نو آيا پرېږدو چي هغوى ټول وخت د گنده سريالونو او سايټونو په ليدو تېر كړي؟! هر هدفمن، مؤمن او زړه سواند زعيم به دې ته د يوه فرصت او نعمت په سترگه گوري چي ولس د خپل اولاد روزنه او تربيت ده ته وسپاري او دى وكولى شي د دوى د سالمي روزني او تربيت لپاره ټول لازم شرائط برابر كړي. سالم تعليمي نصاب جوړ كړي، واحد او موفق تعليمي نظام رامنځته كړي، او په تعليمي مؤسساتو كي مصونه او ډاډمنه فضاء برابره كړي.

وروڼو خوېندو!

د شوروي خلاف د مجاهدينو بې ساري بريالي جهاد؛ كه له يوې خوا اسلامي امت راويښ كړ؛ اسلام ئې د يوه آزادي بخښونكي دين په توگه دنيا ته معرفي كړ، د اسلام غېږ ته د پناه وړلو بهير ئې په بې ساري توگه گړندى كړ؛ حقپالونكي ئې وهڅول چي اسلام مطالعه كړي، او له نورو اديانو سره ئې مقايسه كړي؛ ډېر هغه شريف انسانان چي له غربي بې مهاره او له معنوياتو تش پر لاديني ولاړ تمدن؛ ستړي، ستومانه او متنفر وو؛ اسلام ئې ژغورونكي بديل وموندو، د ناټو خلاف بريالي جهاد؛ دا بهير لا زيات گړندى كړ؛ ډېرو اسلام ته مخه كړه او هغه ئې د دين او لارښود په توگه غوره كړ؛ په اروپا او امريكا ډېري كليساوي په جوماتونو بدلي شوې؛ اسلام ته د عودت بهير دومره گړندى شو چي دين دښمن ځواكونه ئې ووېرول؛ دې ته ئې وهڅول چي د چارې په لټه كي شي؛ غوښتل ئې داسي څه وكړي چي د اسلام دا برم او عظمت تت او بې نوره كړي او سريع وړاندي تگ ئې متوقف كړي او هغه گواښونه متنفي كړي چي د اسلام د مجد او عظمت د اعادې له پلوه؛ استعماري ځواكونه ورسره مخامخ دي؛ په يقين سره ويلى شو چي په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، روغتونونو، بازارونو، د جنازو لمونځونو او غم او خوشحالۍ په غونډو كي بې رحمانه او وحشيانه چاودني؛ هغه هم د اسلام تر نامه او پوښښ لاندي؛ او له داسي آدرس چي وروستاړى ئې اسلام وي؛ هغه څه وو چي يا خو دغو دښمنانو پوره لاس په كي درلود او يا لږ تر لږه هغه څه وو چي د اسلام د بدنامولو په اړه ئې پراخه استفاده ترې كولى شوه، دا له يوې خوا؛ او له بلي خوا د نجونو په وړاندي د ښوونځيو دروازې تړل؛ او بيا په دې تړاو پراخ تبليغات؛ دومره پراخ چي نن په ټولي نړۍ كي؛ د اسلامي او غير اسلامي هېوادو ټول صوتي او تصويري مطبوعات؛ د افغانستان په خلاف په پراخه پيمانه كركجن تبليغات پيل كړي؛ له افغانستان او اسلام داسي انځور وړاندي كوي چي خلك ترې كركه وكړي او هر څه ئې د تمدن او بشري حقوقو خلاف وگڼي؛

هيله مو دا ده چي ټول عقلمن او اسلام ته ژمن افغانان؛ يو بل ته لاس وركړي او د يوه سوكاله، آزاد، له ناامنيو فارغ اسلامي افغانستان جوړولو لپاره په گډه كار وكړي.

د نجونو او هلكانو د ښې او سالمي روزني لپاره ټول لازم شرائط، ښه او مصون محيط، رغنده تعليمي نصاب، واحد تعليمي نظام رامنځته كړي.

وروڼو خوېندو!

اجازه راكړئ د يوه داسي متروك او مشبوه روايت په اړه څه عرائض ولرم چي د نجونو په وړاندي د ښوونځيو او پوهنتون د دروازو تړلو پلويان پرې استناد كړى او وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: مېرمني په خونو كي مه مېشتوئ او ليك لوست مه ورښيئ؛  اوبدل ورزده كړئ او د النور سوره

د دې روايت راوي محمد بن ابراهيم الشامي دئ چي اكثر محققين او محدثين ئې كذاب، متروك، بې اعتبار او د موضوعي او جعلي رواياتو جوړوونكى او خوروونكى گڼي؛ د حديث په درنو او معتبرو كتابونو كي؛ د صحاح سته په شمول؛ نه دئ راوړل شوى او كه كوم محدث راخيستى نو ترې لاندي ئې ليكلي: په راويانو كي ئې محمد بن ابراهيم الشامي دئ چي موضوعي احاديث به ئې اختراع كول او له هغه روايت كول جائز نه دي مگر د اعتماد او اعتبار وړ مواردو كي.

نه يوازي د روايت إسناد بې اعتباره او معيوب او راوي ئې په كذب او جعل تورن دئ بلكي متن ئې له قرآن سره تعارض لري او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له فعلي سنت او د صحابه وو له عملي منهج سره مغايرت لري؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم او صحابه وو مېرمني په خونو كي اوسېدلې؛ نه په خيمو او کېږديو كي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم يوې مېرمني ته چي په ليك لوست پوهېده؛ وويل: ام المؤمنين صفيه ته ليك ورزده كړه؛ عائشې رضي الله عنها داسي ليكواله منشي درلوده چي عائشې ته د راغلو ليكونو او پوښتنو ځوابونه او فتوى گاني به ئې ليكلې او لېږل؛ عائشه رضي الله عنها داسي ستره مفسره، محدثه او مبلغه وه چي نه ئې په نارينه وو كي سيال درلود او نه په ښځينه وو كي؛ قرآن وايي: نه يوازي محمد عليه السلام بلكي ټول پيغمبران د الله تعالى له لوري مأمور شوي وو چي خپل ټول امت ته؛ نارينه او ښځينه وو ته؛ كتاب او حكمت وروښيي؛ (وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ)؛ آيا عجيبه نه ده چي د دې څرگند آيت خلاف داسي روايت مني چي راوي ئې هيڅوك د اعتبار وړ نه گڼي او متن ئې د قرآن له څرگندي لارښووني سره سل په سلو كي مغايرت لري. روايت داسي دئ:

[عن عائشة أم المؤمنين:] لا تُنزلوهنَّ الغُرَفَ ولا تُعلمُوهنَّ الكتابةَ وعلِّموهنَّ المِغْزَلَ وسورةَ النورِ.

ابن حبان؛ [فيه] محمد بن إبراهيم الشامي يضع الحديث على الشاميين لا تحل الرواية عنه إلا عند الاعتبار

وروڼو خوېندو!

موږ د نجونو او د هغوى د لباس او د تعليم څرنگوالي په اړه يوه انتهاء د اشغال په دوران كي وليدله؛ غربپالو غوښتل په كابل كي هغه څه نندارې ته وړاندي كړي چي د پاريس او لندن په نايټ كلپونو كي ليدل كېږي؛ سيكولرانو ويل او غوښتل چي مېرمني بايد بربنډي شي، خپله ملي جامه او فرهنگ لري وغورځوي؛ اخلاقي پولي ونړوي، د بهرنيانو په اډو او دفترونو كي كار وكړي؛ د مفسد دولت په اداراتو كي له ارگ بيا د ولسوال او د ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ تر دفتر پوري؛ هغه څه روان وو چي هيڅ غيرتي او شريف افغان نشو زغملى؛ همدغه فساد حساسيتونه وپارول؛ د مفسد او پرديپال رژيم په خلاف د سياسي او نظامي پاڅون يو ستر محرك او باعث همدا فساد وو؛ په ښارونو كي هم او كليوالو سيمو كي هم، البته په كليوالو سيمو كي غبرگون ډېر جدي وو؛ دومره چي رژيم د كليوالو په لاس نسكور شو

نن كه د نجونو د تعليم په اړه د ځينو د مخالفت شاهد يو؛ او دې ته ديني او مذهبي بڼه وركول كېږي؛ په اصل كي له هغو حساسيتونو سرچينه اخلي چي عامل ئې بې مهاره او لنډغره ديموكراسي او اوباش غربپال وو؛ دوى د شهزاده امان الله له تور برخليك هم پند او عبرت وانخيست!! د هغه له تور برخليك سره مخامخ شول.

د دې مقابل انتهاء دا ده چي مېرمني نه په جومات كي لمانځه ته پرېښودى شي او نه په مدرسې او ښوونځي كي تعليم ته؛ يهودان او مذهب ئې مېرمنو ته د حقارت په سترگه گوري؛ جومات او معبد ته ئې ننوتل حرام گڼي، حواء د ټولو انسانانو مور؛ له جنت د آدم عليه السلام د ايستلو سبب بولي، په داسي حال كي چي قرآن دا ادعاء ردوي او وايي؛ دواړو هغه ممنوعه مېوه وخوړله؛ او دا د دې لپاره چي د بايبل ادعاء تكذيب او تصحيح كړي؛ دوى له زكريا عليه السلام سره د دې لپاره مخالفت وكړ چي خپله خورزه؛ مريم عليها السلام ئې د جومات په يوې خوني كي تر روزني لاندي نيولې وه.

او دا په داسي حال كي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په لاس بنا شوى جومات؛ له لومړۍ ورځي بيا د هغه تر رحلت پوري؛ د مؤمنو شخصيتونو او اتلانو د روزني مدرسه وه، مېرمنو او نجونو پنځه وخته لمونځونه په همدې لومړني جومات او لومړنۍ مدرسې كي كول؛ جهاد ته تللې او تجارت ئې كولو؛ دا جومات د دوى لپاره يوه رغنده او اغېزناكه مدرسه وه، مدرس او معلم ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم وو؛ په همدې مدرسه كي هغه ستر ستر شخصيتونه وروزل شول چي د تاريخ ستر هېواد او ستر امت ئې رامنځته كړ.

اې زموږ پالونكيه ربه! ستا درشل كي د دعاء لاسونه اوچتوو او په الحاح سره غواړو چي اسلامي امت په مجموع كي او مظلوم افغانان په خاصه توگه د خپل پراخ او بې انتهاء رحمت او عنايت تر وزر لاندي وساته، د دښمنانو له شرارتونو ئې وژغوره؛ او زموږ د شهيدانو سپېڅلي آرمانونه نيمگړي مه پرېږده!!  آمين 

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک