No-IMG

د وخت حاکم ته – بلينډه بدرۍ

تا په درنه دبدبه ګورم پدې تخت دې ګورم

څه کوږ پټکی دې پر سر ایښې دی مغروره ناست یې

د مریدانو دې حلقې دي او د هوو نارې دي

د زندباد په انګازو کې پور سروره ناست یې

د آزادۍ د ښاپیریو ترنم نڅیږي

څه اداګانې دبري دې دم په دم نڅیږي

خو ته ! پوهيږې چې دا تخت په څه خواريو جوړ دی

دا په مغرورو ککریو ، زندګیو جوړ دی

په منارونو د ژڼکيو د ځوانيو جوړ دی 

د برم خوی یې له ګل مخو شین خالیو جوړ دی

ددې د غرونو په سرونو ديوالونه راتير

تردغو څنډو يي بلها بلها هډونه راتیر

د نوو ناويو د تنديو وينو رنګ ورکړی

د غشو شنګ ، د تورو خرپ ورته اهنګ ورکړی

د بورو ميندو له آهو يي دی ډک شوی زړګی

خو لکه پلار د شهيد ژڼي يي کلک شوی زړګی

پرې نازپرورې مینې هروختې شیندلې جزبه

تر در او دار یې جګې سترګې رسولې جزبه

درواجو او عقیدو برم خوندي دی پکې

بغاوت دود دی ... شاید دا یوه کمي  دی پکې

دلته نازونه ، مکیزونه او خیالونه اوسي

شډل فکرونه ، څو رنګونه نظرونه اوسي

دلته له ګلو یا له کاڼو دي لمنې ډکې

دا سپیرې ډاګې یې همیش له سرښندنې ډکې

دلته په برندو سترګو چاته ورکتل خاورې دي

دلته د ډیرو دبدبو راځغلول  خاورې دي

تاته به پته وی پدې بلها سرونه مات دي

پرې د جاګيرو جادوګرو منترونه مات دي

هم پرې باتورو شاه زلمو وړکو  دمه کړې ده

د وخت نظر يې ښه ترډيره ننداره کړې ده

داسې هم شوي دي بلا پرې هم قبضه کړې ده

ښه پرې ډاډه يې په ارامه باندې شپه کړې ده

خو دا ملت دلته هماغه شانته دنګ  اوسیږي

که وخت ناوخت هرې بلا سره په جنګ اوسیږي

خو پیر صاحبه تا هم ښکاري چې هوده راوړې

د سندرمارو ولولو روح ته دې شپه راوړې

هسې نه ووژنې د پاکو مریدانو هیلې

هسې نه وسوځې ترعرش د ملنګانو هیلې

هسې نه وتوږې له دې سرلوړي قامه برم

نه چې ترپښو شي د تاریخ دغه ګلفامه برم

د هوو نارې به تر پیړیو په دار کیږي دلته

د بري نوم به د بلا په څیر سوځیږي دلته

نو پام کوه دا بیخي ډک له هر داستانه تخت دی

دا عجیبه دی ای په خدای دا له اسمانه تخت دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک