No-IMG

لويه جرگه راغوښتل او که د سر چوک د بيکارانو راټولول د يو څو ډالرو په بدل کې

لويه جرگه راغوښتل او که د سر چوک د بيکارانو راټولول د يو څو ډالرو په بدل کې او نوم د لوی جرگې ورکول د تلويزون پر پرده. نه لويه جرګه شتون لري او نه به راغوښتل شوي اشخاص ددی وړتيا ولري چی د افغان ولس نماينده گي وکړي هو يو څه به وشي چی لويه جرگه به هم بی اعتباره کړي لکه د تير په شان چی دی خلکو هر هغه ارزښت دلته بی اهميته کړ کوم چې پدی هيواد په کی ملي ارزښت او محبوبيت لرلو. همداسی ولسمشر غني د خپل قدرت د بقأ لپاره د هری ممکنه لاري څخه استفاده کول غواړي د ولسمشر غني مثال هغه شخص ته ورته دی چی د ډوبيدو په حالت کې د اوبو زگ ته هم لاس اچوي تر څو وژغورل شي دی کوشش کوي چی خپل فاسد نظام د جمهوريت د عنوان لاندی وساتي د څلور سوه بندیانو پر ځای يی پنځه سوه بندیان خوشی کول پخپل سر تر څو وښايي دی ازاد او مستقل دی حال دا چی مونږ ټول سره پوهيږو په اصلي قيصه په هر صورت بيا هم ګټونکی طالبان دي دا څلور سوه بنديان به راخوشی شي مگر دا نور يی بونس کی خوشی شو

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟