No-IMG

ام المؤمنین عائشه د وخت ماهره طبیبه وه!

   د عائشې رضي الله عنها خوریی او نږدې شاګرد عروة بن الزبیر رحمه الله هغې ته وایي: ستا پوهې او فقهي ته تعجب نه کوم، ځکه د رسول الله ﷺ مېرمن او د ابو بکر رضي الله عنه لور یې، دا راز په شعر او د عربو د ورځو علم، ته دې هم تعجب نه کوم، ځکه د ابو بکر لور یې او هغه تر ټولو ښه عالم و، تعجب دېته کوم چې په علم طب کې دومره پوهه تا له چا نه او له کومه ترلاسه کړې ده؟!

    هغې عروة پر مټ وواهه او ورته کړه یې: عروه جانه! رسول الله ﷺ به د ژوند وروستیو شپو ورځو کې ډېر ناروغه کیدی، نو له مختلفو لوریو به د عربو پلاوي ورته راتلل، (چې خامخا به د وخت ډاکټران هم په کې وو)، هغوی به مختلف ډوله درمل ورته ښودل او ما به هغه درمل ورته جوړول، نو د طب په اړه مې له هغو خلکو معلومات ترلاسه کړي دي. رواه أحمد في مسنده (24425)

   همدې عروة بن الزبیر رحمه الله به ویل:  په علم طب کې مې له عائشې زیات عالم هیڅوک نه دی لیدلی. داراز امام ابو عمر ابن عبد البر رحمه الله وایي: عائشه پخپله زمانه کې په دریو علومو کې ترټولو غوره او مثالي عالمه وه، چې هغه علم الفقه، علم الطب او علم الشعر وو. داراز پخپله عائشه رضي الله عنها وایي: د رسول الله ﷺ له ناروغیو مې طب زده کړ.سير أعلام النبلاء 3/456، الاستيعاب لابن عبد البر 4/1881

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک