![No-IMG](https://dailyshahadat.com/assets/article/jaalib_-_21.jpg)
نویه کاله !- بلينډه بدرۍ
له دې مخکې منظر دا چې
اتڼچیان به واړه ورک شي
څڼیور به یو بل وژني
سیپارې به سره سوَځي
میمبرونه به ورانیږي
محرابونه به کافر شي
تور او سپین پګړي به رغړي
اذانونه به مړ کیږي
زیارتونه به مورچې وي
جوماتونه سنګرونه
نویه کاله !
له دې مخکې ماحول داچې
شین خالۍ به نڅاګرې
د زندۍ به وي سوالګرې
ښایستونه به ورانیږي
هر ګودر به میخانه وي
د ټیکریو به لمبې وي
ریتې ریتې به شملې وي
او واړه به شي قامونه
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
![](https://dailyshahadat.com/assets/images/FacebookLikeBox.jpg)