No-IMG

حکمتيار: موږ مكلف يو د كفر او نفاق جبهې په وړاندي خپلي مبارزې ته دوام وركړو

الحمد للّٰهِ وَ كَفَىٰ وَ سَلامٌ عَلىٰ عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَىٰ و بعد: فاعوذ باللَّهِ مِنَ الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلا سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ بَلاغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ) الأحقاف 35  صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

نو داسي صبر كوه لكه چي هوډمنو پيغمبرانو صبر كړى او د دوى په اړه تلوار مه كوه، كومه ورځ چي دوى هغه څه وگوري چي وعده ئې وركول كېږي؛ داسي به وي لكه چي د ورځي له يوې گنټې پرته ئې ځنډ او درنگ نه وي كړى. دا يو ابلاغ دئ، نو آيا له دغو فاسقو وگړو پرته به بل څوك هلاك كړى شي؟!

په دې مبارك آيت كي چي د الاحقاف سورې ښكلې تتمه او جامع خلاصه ده؛ له يوې خوا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لارښوونه شوې چي د مخكينيو هوډمنو پيغمبرانو په څېر صبر كوه او د مخالفينو په اړه تلوار مه كوه، الله تعالىٰ دوى ته تر يوې ټاكلې نېټې مهلت وركوي، د دې نېټې د ژر راتلو تلوسه مه كوه، ټولي الٰهي پرېكړي به له كوم ځنډ او تغيير پرته په خپل خپل وخت كي هرومرو تر سره كېږي.

له بلي خوا ويل شوي چي په كومه ورځ دا مخالفين هغه څه وگوري چي وعده ئې وركول كېږي؛ نو حالت به ئې داسي وي لكه چي د ورځي له يوې گنټې پرته ئې ځنډ او درنگ نه وي كړى. دوى خپل پيغمبر ته ويلي وو چي هغه الٰهي عذاب چېري دئ او ولي ځنډېږي چي ته مو پرې گواښې، خو كله چي دا عذاب راشي نو بيا به تېره موده ډېره لنډه ورته برېښي، د دنيايي عذاب په اړه به هم د دوى انگېرنه همداسي وي او د قيامت په اړه هم؛ دا يوه داسي عمومي قاعده ده چي جرړي ئې د انسان په فطرت كي غزېدلې دي، د مصيبت او كړاو په وخت كي د راحت اوږده موده ورته لنډه برېښي!!

له بلي خوا د قرآن مخاطبينو ته ويل شوي: دا قرآن د الله تعالىٰ له لوري يو څرگند پيغام او ابلاغ دئ، په دې سره حجت بشپړ شوى، حقيقت څرگند شوى، د كافر او مؤمن لاري او د دوى د ايمان او كفر حتمي پايلي څرگندي شوې، اوس به يوازي هغه څوك له تباهي او هلاكت سره مخامخ كېږي چي د خپل رب په وړاندي د سرغړاوي او بغاوت لار غوره كړي.

دا الٰهي لارښوونه همغسي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته متوجه ده؛ د ده د امت هر مؤمن غړي ته متوجه ده؛ موږ هم مكلف يو د كفر او نفاق د جبهې په وړاندي به په خپلي مبارزې كي همداسي صبر كوو لكه چي اولوا العزم پيغمبرانو صبر كړى؛ عجله به نه كوو او ناهيلي كېږو به نه؛ خپل جهاد او مبارزې ته په بشپړ صبر، ثبات او استقامت سره دوام وركوو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک