No-IMG

حکمتيار: ډهلي ته مو مشوره دا ده چي د مقاومت ډلي په ملاتړ کي د ګټي پر ځای تاوان کوئ

 

وروڼو خوېندو!

اجازه راكړئ د ورځنيو پېښو په اړه څه عرائض ولرم:

رسنيو كي داسي څه ويل شوي چي د پاكستان داخله وزير؛ گواښ كړى چي تحريك طالبان پاكستان TTP په افغانستان كي پټنځايونه لري؛ او پاكستان به د هغوى خلاف عمليات تر سره كړي؛ او امريكايي چارواكو د پاكستان د دې گواښ او تصميم ملاتړ كړى!!

اما وروسته د پاكستان داخله وزير وويل: د ده وينا سمه نه ده منعكس شوې او داسي څه ئې نه دي ويلي؛ ورپسې داسي راپورونه هم خپاره شول چي گواكي پاكستانى ځواكونو د ننگرهار په گوشتې كي د پاكستاني طالبانو پر كوم مركز بمونه غورځولي. دا راپور هم د پاكستان له لوري تكذيب شو؛ حكومت بايد د دې راپورونو سپيناوى وكړي او د ولس تشويشونه رفع كړي؛ خو له وضعيت داسي معلومېږي چي د كابل او اسلام آباد اړيكي ترينگلي شوې او په مجهول لوري خوځي

په افغانستان كي د امريكايي ځواكونو د حضور په دوران كي او په داسي حال كي چي پاكستان ضد ډلو؛ په افغانستان كي مراكز درلودل؛ د پاكستان له لوري نه داسي گواښونه شوي او نه عمليات؛ او دا په داسي حال كي چي هغه مهال د پاكستان د مخالفو وسله والو ډلو د عملياتو لمن تر كراچي پوري غځېدلې وه.

له افغانانو سره دا اندېښنه هم راولاړه شوې چي امريكا ولي دا خوښوي او د پاكستان حق ئې گڼي چي د مخالفينو خلاف په افغانستان كي بريدونه تر سره كړي؟!!

له رسنيو دا هم اورېدل شوي چي هند ويلي: ډهلي د مقاومت له ډلي سره د مرستي په اړه غور كوي او ښايي دا كار وكړي. هغوى ته مو مشوره دا ده چي له دې غلط تصميم د گټي پر ځاى تاوان كوئ؛ وچي وني په اوبو نه شنې كېږي؛ امريكا ونه توانېده چي هغوى په اقتدار كي حفظ كړي؛ نن په صريح الفاظو وايي چي د هيڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه كوي؛ ډهلي ته همداسي دريځ گټور دئ نه د ناكامو تجربو تكرار.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک