No-IMG

حکمتيار: د بريتانيا شهزاده هري جنگ له يوه مظلوم ولس سره وو؛ خداى دي پر دوى هغه ورځ راولي چي پر لندن هم بمونه ورېدل

په رسنيو كي دا بوږنوونكى خبر هم منعكس شو چي شهزاده هري؛ چي د بريتانيا له سر تېرو سره يو ځاى افغانستان ته د جنگ لپاره راغلى وو؛ اعتراف ئې كړى چي 25 افغانان ئې وژلي!! له دې قياسولى شئ چي د بريتانيا 15 زره سرتېرو به په شلو كلونو كي څومره افغانان وژلي وي؛ د ناټو 160 زره سرتېرو به څومره وژلي وي؟!!

د هغوى سرتېري د شهزادگانو په شمول راغلي وو چي د افغانانو په وژلو سره خپلي نښي پخې كړي؛ په كوم پټي كي به ئې بزگر وليد چي په كار بوخت دئ؛ نو له لري واټن به ئې په نښه كړ؛ او وبه ئې وژلو؛ ويډيو به ئې ترې جوړه كړه؛ په دې ئې هم اكتفاء نه كوله؛ يوه گوته به ئې ترې غوڅه كړه او له ځان سره به ئې د عملي ثبوت په توگه وساتله. دا ويډيوگاني په غربي رسنيو كي ښودل شوې!! دا دئ گورئ چي د دوى شهزاده د افغانانو په وژلو فخر كوي!! په داسي حال كي چي دلته ئې جنگ له يوه مظلوم، بې وزلي، فقير ولس سره وو؛ د خپلي آزادۍ لپاره ئې؛ په تش لاس؛ د اشغالگرانو خلاف مقاومت كړى. خداى دي پر دوى هغه ورځ راولي چي په لومړي او دوم نړۍ والو جگړو كي ورسره مخامخ شول؛ پر لندن هم بمونه ورېدل.

د شوروي خلاف جهاد په دوران كي؛ د مجاهدينو يوه ستره هيله او تمنا او د الله تعالىٰ په وړاندي دعاء؛ دا وه چي الله تعالىٰ پر كرملين د ډزو صحنه ورباندي وگوري؛ دا صحنه ئې عملاً په خپلو سترگو وليدله؛ د هغي كودتا په دوران كي چي كه څه هم ناكامه وه؛ خو د شوروي د زوال او وېشلو پيلامه شوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک