No-IMG

غزل – بلينډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ

د رواج د برم ناز دی ، که ادا ده ، خو پرما ده

ستا که جرم دی ، امتياز دی ، که ګناه ده ، خو پرما ده

ترې انکار کومه تښتم د ماحول له ډم نيلامه

د هوس د بولۍ ساز دی ، بس نڅا ده خو پرما ده

 ستا په ځوانو خاطرو کې  دا مستي ده که جزبه ده

د هر کيف څومره انداز دی ، يا ښکلا ده خو پرما ده

ګوت څنډنه تشه ماته بده زه او سپيره زه يم

له هر لوري که اواز دی ، که فتوا ده خو پرما ده

بلينډه دې د تيارو يم زندګي مې در روښانه

همدا څومره لوی اعزاز دی چې  رڼا ده ، خو پرما ده

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک