No-IMG

د چرګ او ګیدړي نصیحتونه!

   ګیدړه د چرګ خواته تېریدله، نو ورته کړه یې: ستا د پلار غږ مې نه هېریږي، ډېر خوږ غږ یې و، ستا غږ به هم خامخا هغه ته ورته یي، ته خپل غږ راواوروه ګرانه! چرګ ورته وویل: بلکل زما غږ هم زما د پلار په څېر ښه غږ دی، نو سترګې یې پټې کړې چې اذان وکړي، په همدې وخت کې ګیدړي پرې حمله کړه او پورته یې کړ.

   د کلي سپیو چې ګیدړه ولیدله نو ورپسې شول، چرګ ګیدړي ته وویل: که غواړې د سپیو له شره ځان خلاص کړې نو ورته ووایه چې دا ستاسو د کلي چرګ نه دی، ګیدړي چې د خبرو لپاره خوله خلاصه کړه چرګ ورنه ټوپ کړ او په منډه یې ځان خلاص کړ.

   ګیدړي په تاسف سره وویل: هغه خوله دې ماته شي چې چوپتیا ورته په کار وي او دا ګړیږي. چرګ نوک ونیو، ول هغه سترګې دې هم ړندې شي چې د بیداري په وخت پټیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک