No-IMG

حکمتيار: اسلام د نجونو او هلكانو تعليم او تربيه داسي مسلم حق گڼي چي هيڅوك ئې د غصبولو حق او صلاحيت نه لري

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 23 جدى 1401)

الحمد للّٰهِ وَ كَفَى وَ سَلامٌ عَلى عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَى و بعد: فاعوذ باللَّهِ مِنَ الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(وَكَذَلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍ مِنَ الْمُشْرِكِينَ قَتْلَ أَوْلادِهِمْ شُرَكَاؤُهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُوا عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ) الأنعام 137

صدق الله العظيم

وروڼو خوېندو!

اجازه راكړئ د دې مباركو آيتونو تر ژباړي او شرحي وړاندي د څو ورځنيو پېښو په اړه څه عرائض ولرم:

تېره چهارشنبه د خارجه وزارت مخي ته وحشيانه چاودنه وشوه؛ زياته مرگ ژوبله ئې درلوده، د نورو دا ډول وحشيانه تروريستي بريدونو په څېر د دې چاودني ډېرى قربانيان هم ملكي وگړي ول؛ هيڅ عقلي، انساني، اخلاقي او ديني توجيه نه شي ورته جوړېدى، له نظامي او سياسي پلوه هم په هيڅ منطق نه شي توجيه كېدى، يوازي د نيابتي جگړو يو اجير، بې هدف او بې فرهنگ جنگيالى ئې تر سره كولى شي؛ هغه چي په خپل ژوند كي په هيڅ سپېڅلى هدف او ارزښت باور او ايمان نه لري؛ خو سره له دې؛ د بريد مسئوليت داعش قبول كړ!! نه پوهېږو دا كوم او څنگه داعش دئ!! او د څه لپاره داسي وحشيانه بريدونه كوي او هدف ئې څه دئ؟ او هغه چي داسي ځانمرگي بريدونه ته چمتو كېږي؛ په سينه كي زړه او په سر كي عقل او شعور لري؟ هيڅ عاقل، مېړنى او غيرتي انسان؛ د هغه وژلو ته زړه نه ښه كوي چي نه په جنگ كي ښكېل ده او نه د كومي جنگي ډلي پلوي دئ

آيا د عراق داعشيان همداسي وو؟ د هغوى ادعاء خو دا وه چي د اشغالگرانو په خلاف جنگېږي او د كفر او نفاق گډه نړۍ واله جنگي جبهه ئې په خلاف جوړه شوې!! اما دا افغان تروريستان چي ځان داعش ته منسوبوي؛ د دې پر ځاى چي له اشغالگرانو، ملحدينو او كمونستانو سره وجنگېږي، د اشغالگرانو پر اډو او قطارونو بريدونه وكړي؛ په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، ملكي دفترونو، د عام ولسي وگړو او افغانانو د غم او ښادۍ غونډو او د جنازې او جماعت لمونځونو كي چاودني كوي!!

وروڼو خوېندو

ويل كېږي چاودنه په داسي وخت كي شوې چي د چين يو هيئت هم په خارجه وزارت كي وو. د چاودني په اړه چي د چين له لوي كوم بيان خپور شوي او په هغه كي له سرپرست حكومت غوښتل شوي چي د چيني اتباعو امنيت تأمين كړي؛ له دې هم داسي معلومېږي چي ښيي د چاودني په ورځ چيني هيئت همدلته وو. څو ورځي وړاندي هم د چيني كارگرانو پر تمځي تروريستي بريد وشو؛ تر دې وړاندي او د شل كلن اشغال په دوران كي هم د چين او چينانيانو خلاف گڼ شمېر تروريستي هڅي شوې؛ د عينك مس كان په ارتباط د دوى پر تأسيساتو او پرسونل بريدونه شوي.

له دې معلومېږي چي د دې چاودنو او بريدونو تر شا د چين د رقيبانو لاس دئ؛ مزدور او اجير جنگيالي ئې استخدام كړي؛ دا تروريستي او وحشيانه بريدونه نه د كوم افغان كار دئ او نه د كوم مسلمان؛ د هغه چا كار دئ چي په هيڅ سپېڅلي او مقدس هدف او ارزښت باور نه لري؛ غولېدلي، سفيه او احمق افراد دوكه كوي، په پټو سترگو ئې د مرگ كومي ته لېږي؛ او د نورو د گټو په پښو كي ئې ذبح كوي.

مؤمن انسان خو پرېږدئ؛ هيڅ  شريف انسان؛ چي په سينه كي زړه لري او په سر كي عقل او شعور؛ د انسانانو له ژوند سره داسي د ځناورو په څېر چلن نه كوي؛ يو ښكاري خپل سپى هم داسي ښكار ته نه لېږي چي په كي ووژل شي؛ اما دوى ناپوه او كم عقله ماشومان د انتحاري عملياتو لپاره روزي او په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، ملكي دفترونو، د بې گناه خلكو د غم او ښادۍ په غونډو كي ئې د وحشيانه چاودنو لپاره چمتو كوي.

 

 

 

برادران و خواهران عزيز!

براى رسيدن به افغانستان فارغ از جنگ؛ داراى حكومت صد در صد اسلامى و مورد حمايت قاطبه ملت؛ چند پيشنهاد دارم؛ اما به كساني كه خواهان خاتمه جنگ و پايان بخشيدن به بحران اند؛ خواهان تغيير مثبت و سازنده اند؛ حاضر اند از زندان افكار ناسالم و شاذ و سياستهاى جنگ افروزانه شان برون آيند؛ با ذهن شفاف و قلب صاف؛ در جستجوى راه حل عادلانه و سازنده؛ به بررسى وضعيت مى پردازند.

پيشنهاداتم اين ها اند:

بياييد در برابر خدا و ملت خود صادقانه تعهد كنيم كه:

نمى گذاريم افغانستان شاهد جنگ نيابتى ديگر باشد.

از اشغالگران و همراهان شان در اشغال افغانستان؛ نمى خواهيم و نمى گذاريم؛ بارى ديگر وارد افغانستان شوند؛ زير هيچ پوشش فريبنده؛ و هيچ عنوان دروغين؛ نه در پوشش حمايت از صلح و نه تشكيل حكومت همه شمول. ماهيت ادعاء هاى پوشالى شان كاملاً هويدا است و تمامى افغانها در دوران بيست سال اشغال ماهيت حكومت هاى مورد پسند اشغالگران و نتايج خونبار حضور فعال شان و حكومت هاى دست نشانده شان را در كشور خود تجربه كرده اند و به تكرار آن هرگز رضايت نمى دهند.

تمامى افغان هاى مؤمن و آزادى خواه بايد از گروه ها و چهره هايى اعلان برائت كنند و بر آنان همواره مرگ و ننگ بفرستند كه همين اشغالگران را بارى ديگر به مداخله و حضور در افغانستان دعوت مى كنند.

تعهد مى كنيم كه در رابطه به چگونگى نظام بعدى و حكومت و حكام آن؛ به هر تصميم ملت خود احترام مى گذاريم و به هيچ نيروى خارجى اجازه نمى دهيم و با طرحى توافق نمى كنيم كه منتج به تحميل حكومت مورد پسند اجانب بر سرنوشت ملت سربلند ما شود؛ به اين باوريم و به آن صادقانه متعهديم كه فقط ملت مى تواند در رابطه به چگونگى نظام كشورش تصميم نهائى بگيرد؛ بايد تمامى جهت هاى تأثير گذار؛ به گونه صادقانه؛ به اراده ملت تمكين كنند؛ در باره تمامى قضاياى مهم ملى؛ فقط مجمعى حق و صلاحيت تصميم نهائى را دارد كه اجماع ملى را تمثيل كند و تمامى اعضاء آن نمايندگان واقعى و منتخب ملت باشند. هيچ فرد و گروهى حق ندارد؛ ملت را از دستيابى به حقوق مسلم خو و تصميم نهائى در باره چگونگى نظام دلخواهش محروم كند و اراده يك فرد و يا يك مجموعه كوچك را بر ملت تحميل نمايد

اين ننگ تاريخى را نپذيريم كه ملت مظلوم ما و تمامى ارزش هايش در پاى منافع اجنبى ذبح شود و ما نقشى ننگين در اين فاجعه داشته باشيم.

بايد عليه كسانى جبهه متحد بسازيم كه جنگجويان اجير در جنگ نيابتى اند و حاضر نيستند از آن دست بردارند؛ بايد ملت را از شر آنان نجات دهيم.

در جهت تأمين امنيت و حفظ جان و مال مردم؛ و جلوگيرى از عمليات گروهاى اجير و تروريست؛ همه يكجا و دست در دست هم؛ وارد عمل مى شويم. با هر چه داريم در برابر تروريست ها مى ايستيم و ملت مظلوم خود را از شر آنان نجات مى دهيم.

وروڼو خوېندو!

له ځينو اورو چي وايي: كه حزب اسلامي په حكومت كي شاملېدل نه غواړي؛ د خپل ولس لپاره دي د امنيت په تأمين كي له امارت اسلامي سره مرسته وكړي؛ د نوي نسل د تعليم او تربيې په ارتباط دي تعاون وكړي؛ حزب اسلامي په دواړو برخو كي د زيات څه كولو امكانات لري؛ كافي شمېر روزل شوي مجاهدين لري چي كولى شي د امنيت په تأمين كي فعاله او اغېزمنه ونډه ولري؛

د دوى په ځواب كي يو ځل بيا وايو:

چمتو يو چي د امنيت په تأمين كي اغېزمنه مرسته وكړو؛ خپله طرح او وړانديزونه د هغوى مخي ته ږدو.

كه إمارت اسلامي د دولتي او خصوصي تعليمي مؤسساتو د ښه فعالولو په ارتباط قاطع لو صادقانه اراده لري او د هغو استادانو او علمي كوادرو له ظرفيتونو او استعدادونو د رغنده او مثبتي استفادې هوډ لري چي اسلام او خپل وطن ته ژمن وي؛ او په تعليمي مجال كي كافي تجربه لري؛ موږ بې غرضانه او مخلصانه مرستي ته چمتو يو؛

وروڼو خوېندو!

په دې ورځو كي د ټولو افغانانو او افغانستان په اړه په عامه توگه او د إمارت اسلامي په خلاف په خاصه توگه پراخ تبليغات روان دي؛ د مسلمان او غير مسلمان له لوري؛ عام مسلمانان او علماء ئې؛ په دې اړه گډ او ورته دريځ لري چي ولي نجوني له تعليم منع كړى شوي؛ د دوى محرومول هيڅ شرعي توجيه او مبرر نه لري؛ د چارواكو له لوري داسي واضح دلائل نه دي وړاندي شوي چي معترضين قانع كړي او تبليغاتو پاى ته ورسوي.

وړانديز مو دا دئ چي إمارت اسلامي دا ستونزه حل كړي؛ د داسي شخصي او انفرادي فتوى گانو د صادرولو مخه ونيسي چي شاذ وي او لانجې راولاړوي؛ موږ يوې داسي درنې او معتبري دارالافتاء ته ضرورت لرو چي غړي ئې متقي، په دين پوه، له قرآن، حديث او فقه خبر، خلكو ته منلي، داسي مجاهد چي هم ئې د شوروي ځواكونو په خلاف جهاد كړى او هم د ناټو خلاف؛ او په سر كي ئې داسي ستر مفتي چي ټول علماء ئې په علمي فضيلت او تقوى معترف وي؛ او د دوى فتوى هيڅوك چلنج نه كړى شي؛ د دارالافتاء غړي بايد د هغي معتبري شورى له لوري غوره شي چي ملي اجماع تمثيلوي؛ دا او دې ته ورته ټول مهم ملي كورني او بهرني قضايا بايد همدغي معتبري او درنې شورى ته محول شي چي پرېكړي ئې ټول ملت ته د منلو وړ وي؛ غړي ئې د ملت واقعي او منتخب استازي وي او پرېكړي ئې د ټول ملت پرېكړي وگڼل شي.

داسي نه چي هر څوك له هري گوښې په هري قضيې كي د خپلي سليقې فتوى گاني وركوي او حتى په داسي لهجه او الفاظو چي هم د اسلام نوم بدوي او هم د افغانانو او مجاهدينو.

اسلام د نجونو او هلكانو روزنه او تربيت؛ نه يوازي د كورنۍ او د ټولني د مشرانو ديني فريضه گڼي؛ بلكي دا د نجونو او هلكانو داسي مسلم حق گڼي چي هيڅوك ئې د غصبولو حق او صلاحيت نه لري.

ټولو افغانانو او په ځانگړې توگه هغو كورنيو ته چي اولاد ئې د وروستيو پرېكړو له كبله متأثره شوې؛ دا مشوره لرو چي كه ستاسو كوم مسلم اسلامي حق مراعات نه شي او ترې محروم شئ نو لانجه له هغو سره حل كړئ چي تاسو ئې له خپل مسلم حق محروم كړي يئ؛ دا اجازه مه وركوي چي څوك له دې فرصت په استفادې سره د اسلام او زموږ ديني او ملي ارزښتونو په ضد تبليغات وكړي؛ او د اشخاصو كار؛ دين او مذهب ته منسوب كړي.

وروڼو خوېندو!

په هغه آيت كي چي د خطبې په پيل كي مي تلاوت كړ؛ الله تعالى فرمايي:

مشركينو ته د دوى جعلي خدايانو او اربابانو؛ خپل اولاد وژل ښايسته كړ، د دې لپاره چي په هلاكت كي ئې وغورځوي او خپل دين ورته شكمن كړي؛ او كه الله غوښتلى نو دوى به دا كار نه وو كړى، نو دوى په خپلو افتراءاتو كي پرېږده.

دلته ويل شوي چي مشركينو ته د دوى شركاءو د اولاد وژنه ښايسته كړې وه، يعني چي دا جنايت د شركي افكارو له كبله دئ؛ هغه څوك او هغه ډله به ئې مرتكب كېږي چي مشرك دئ او زړه ئې له واقعي ايمان تش دئ.

په دې اړه لاندي خبري په پام كي وساتئ:

•             د دې وينا مراد يا دا دئ چي شرك دوى دې حد ته رسولي وو چي د خپل اولاد وژنه ورته سم كار معلوم شي او يا دا چي د دوى هغو مذهبي مشرانو، پيرانو او مشائخو چي د شرك حاميان او مبلغين او د قبر او بت مجاورين ول، دي وژني ته چمتو كړي وو.

•             دغه شرك او دغو شرك پالو مذهبي مشرانو په دې هلاكت كي غورځول او د حقيقي دين په اړه ئې دوى ته شكوك او شبهات راولاړول.

•             د اولاد د وژلو څو وجوهات وو: لوڼي ئې يا د دې لپاره وژلې چي: 1- وېرېدل د دوى پر سيمه د دښمن د بريد په حالت كي به ښايي د دښمن په لاس كي پرېوځي او دائمي پېغور به ورته پرېږدي. 2- دا ورته د عار او پېغور خبره برېښېده چي لور ئې د بل په نكاح كي راشي. 3- د لور زېږېدا ئې د خپلي مېړاني د ضعف او كمزورۍ نښه گڼله او په دې سره به ئې د سيالانو په قطار كي د شرم احساس كاوو.

له دې علاوه به ئې كله د فقر او لوږي له كبله او كله د فقر له وېري خپل اولاد وژل او حتى د بتانو په نامه به ئې د يوه څاروي په څېر د قربانۍ لپاره وړاندي كول.

د دوى مذهبي مشرانو به دا فتوى وركوله چي الله تعالى په دې كار راضي كېږي، ځكه د آيت په پاى كي ويل شوي چي دوى په خپلو افتراءاتو كي پرېږده.

ځيني مفسرين د نجونو د ژوندۍ ښخولو په تفسير كي وايي: دوى له خپلو انساني حقوقو محرومول په حقيت كي داسي دي لكه څوك چي ئې ژوندۍ تر خاورو لاندي كړي.

قرآن په دې اړه فرمايي چي د قيامت په ورځ به الله تعالى خپله محاسبه له هغي نجلۍ پيل كړي چي ژوندۍ ښخه شوي وه:

وَإِذَا ٱلنُّفُوسُ زُوِّجَتۡ ٧ وَإِذَا ٱلۡمَوۡءُۥدَةُ سُئِلَتۡ ٨ بِأَيِّ ذَنۢبٖ قُتِلَتۡ ٩  التكوير: 7-9

او كله چي  نفسونه سره جوخت كړى شي. 8- او كله چي ژوندۍ ښخه شوې نجلۍ وپوښتى شي. 9- په كومي گناه وژل شوې؟

يعني: هغه مهال چي ټول انسانان به په بېلابېلو ډلو كي سره يو ځاى كړى شي او د محاسبې لپاره به د الله په لور بوتلى شي. هغه نفسونه چي په خپلو كي سره ورته دي او شبيه مواصفات لري، دوى به سره جوخت او نږدې كړى شي، بېله بېله ډله به ترې جوړه شي، كافران له كافرانو سره، منافقان له منافقانو سره، مؤمنان له مؤمنانو سره، هر پيغمبر له خپل امت سره او هر مشر له خپلو پلويانو سره.

په دې آيت كي تر محاسبې مخكي حالت انځور شوى، هغه حالت چي ټول خلك به په ډلو ډلو كي راغونډ او د محاسبې لپاره به د الله په لوري خوځول كېږي.

ژوندۍ ښخي شوې نجلۍ به پوښتى شي چي دا په كوم جرم وژل شوې وه؟ پوښتنه به له دې وي خو په داسي صيغې چي مطلب به ئې دا وي: دا ستا په څېر مظلومي نجوني په كوم جرم او گناه او په دومره بې رحمۍ او قساوت ژوندۍ ترخاورو لاندي كړى شوې وې؟!!

قرآن دلته د قيامت د ورځي د هيبتناكو او وېروونكو صحنو له انځورولو، د ټولو خلكو له راژوندي كېدو او په ډلو ډلو كي له راغونډېدو وروسته، تر ټولو د مظلوم انسان؛ د هغي نجلۍ د محاكمې جريان انځوروي چي له كومي گناه او جرم پرته، په ډېره بې رحمۍ او قساوت ژوندۍ ترخاورو لاندي كړى شوې، وايي: الهي محاسبه به لومړى او په سر كي په دې پيل شي چي د مظلومانو پوښتنه به كېږي، خو په دغو مظلومانو كي به تر هر چا د مخه (ژوندۍ ښخه شوې) راوړاندي كړى شي، د قيامت د ورځي محاسبه به له دې ځايه پيل شي، د دې صحنې د تمثيل الفاظ او د بيان څرنگوالى داسي دئ چي د صحنې هيبت او رعب او د هغي ورځي د عادل قاضي قهر او غضب څرگندوي. د دې صحنې د هيبت ستروالى هغه وخت لا زياتېږي او په ليدونكي باندي لا زيات رعب او وېره مسلط كوي چي دا صحنه د لمر او ستورو د تياره كېدو، د غرونو د خوځېدو او... او نورو سترو سترو حوادثو په ضمن كي گوري.

د جاهلي نظام په ماهيت باندي د ښه پوهېدو لپاره د دغي يوې بېلگي وړاندي كول كافي دي، بې گناه او معصومي نجوني به ئې فقط له دې كبله ژوندۍ په خاورو كي ښخي كړې چي ولي نجلۍ پيدا شوې، چي سبا به د بل ښځه وي او دا ئې د پلار لپاره يو پېغور، چي په جگړو كي به په اسارت نيول كېږي او د كورنۍ سر به پرې ټيټ وي، چي په جگړو كي ئې ساتنه او حفاظت د كورنۍ د غاړي پېټى، ولي هغه يو هلك نه دئ پيدا شوى چي مضبوطي مټي ئې وى، جنگيالى او توريالى، چي هم له خپل ځان، هم له كورنۍ او هم له قوم دفاع كولى شي!! د دې پېدايښت به ئې ځان ته عار او ننگ گاڼو، چي كله به په كورنۍ كي د لور د زېږېدو خبر وركړى شو نو تندى به ئې گونځي گونځي شو، غم او غصه به ئې په څېرې كي راڅرگنده شوه، د شرمندگۍ احساس به ئې كاوو، چا ته به ئې په جگو سترگو نه شو كتلى!!

مهربانه ربه! په دنيا او آخرت كي ستا رضاء راپه برخه كړې، د دنيا عزتمن او سوكاله ژوند او د آخرت سعادت او فلاح؛ د ظالمانو او كافرانو له سلطې او حكومت مو د تل لپاره خوندي وساتې؛ رواني ستونزي مو په خپل فضل او بې انتهاء رحمت حل كړي. د شريرو، جنگ غوښتوكنو، مفسدينو او ظالمانو له شرارتونو مو وژغورې؛ آمين

 سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک