No-IMG

حکمتيار: نه پوهېږو دا كوم او څنگه داعش دئ!! او د څه لپاره داسي وحشيانه بريدونه كوي او هدف ئې څه دئ؟

الحمد للّٰهِ وَ كَفَى وَ سَلامٌ عَلى عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَى و بعد: فاعوذ باللَّهِ مِنَ الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(وَكَذَلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍ مِنَ الْمُشْرِكِينَ قَتْلَ أَوْلادِهِمْ شُرَكَاؤُهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُوا عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ) الأنعام 137

صدق الله العظيم

وروڼو خوېندو!

اجازه راكړئ د دې مباركو آيتونو تر ژباړي او شرحي وړاندي د څو ورځنيو پېښو په اړه څه عرائض ولرم:

تېره چهارشنبه د خارجه وزارت مخي ته وحشيانه چاودنه وشوه؛ زياته مرگ ژوبله ئې درلوده، د نورو دا ډول وحشيانه تروريستي بريدونو په څېر د دې چاودني ډېرى قربانيان هم ملكي وگړي ول؛ هيڅ عقلي، انساني، اخلاقي او ديني توجيه نه شي ورته جوړېدى، له نظامي او سياسي پلوه هم په هيڅ منطق نه شي توجيه كېدى، يوازي د نيابتي جگړو يو اجير، بې هدف او بې فرهنگ جنگيالى ئې تر سره كولى شي؛ هغه چي په خپل ژوند كي په هيڅ سپېڅلى هدف او ارزښت باور او ايمان نه لري؛ خو سره له دې؛ د بريد مسئوليت داعش قبول كړ!! نه پوهېږو دا كوم او څنگه داعش دئ!! او د څه لپاره داسي وحشيانه بريدونه كوي او هدف ئې څه دئ؟ او هغه چي داسي ځانمرگي بريدونه ته چمتو كېږي؛ په سينه كي زړه او په سر كي عقل او شعور لري؟ هيڅ عاقل، مېړنى او غيرتي انسان؛ د هغه وژلو ته زړه نه ښه كوي چي نه په جنگ كي ښكېل ده او نه د كومي جنگي ډلي پلوي دئ

آيا د عراق داعشيان همداسي وو؟ د هغوى ادعاء خو دا وه چي د اشغالگرانو په خلاف جنگېږي او د كفر او نفاق گډه نړۍ واله جنگي جبهه ئې په خلاف جوړه شوې!! اما دا افغان تروريستان چي ځان داعش ته منسوبوي؛ د دې پر ځاى چي له اشغالگرانو، ملحدينو او كمونستانو سره وجنگېږي، د اشغالگرانو پر اډو او قطارونو بريدونه وكړي؛ په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، ملكي دفترونو، د عام ولسي وگړو او افغانانو د غم او ښادۍ غونډو او د جنازې او جماعت لمونځونو كي چاودني كوي!!

وروڼو خوېندو

ويل كېږي چاودنه په داسي وخت كي شوې چي د چين يو هيئت هم په خارجه وزارت كي وو. د چاودني په اړه چي د چين له لوي كوم بيان خپور شوي او په هغه كي له سرپرست حكومت غوښتل شوي چي د چيني اتباعو امنيت تأمين كړي؛ له دې هم داسي معلومېږي چي ښيي د چاودني په ورځ چيني هيئت همدلته وو. څو ورځي وړاندي هم د چيني كارگرانو پر تمځي تروريستي بريد وشو؛ تر دې وړاندي او د شل كلن اشغال په دوران كي هم د چين او چينانيانو خلاف گڼ شمېر تروريستي هڅي شوې؛ د عينك مس كان په ارتباط د دوى پر تأسيساتو او پرسونل بريدونه شوي.

له دې معلومېږي چي د دې چاودنو او بريدونو تر شا د چين د رقيبانو لاس دئ؛ مزدور او اجير جنگيالي ئې استخدام كړي؛ دا تروريستي او وحشيانه بريدونه نه د كوم افغان كار دئ او نه د كوم مسلمان؛ د هغه چا كار دئ چي په هيڅ سپېڅلي او مقدس هدف او ارزښت باور نه لري؛ غولېدلي، سفيه او احمق افراد دوكه كوي، په پټو سترگو ئې د مرگ كومي ته لېږي؛ او د نورو د گټو په پښو كي ئې ذبح كوي.

مؤمن انسان خو پرېږدئ؛ هيڅ  شريف انسان؛ چي په سينه كي زړه لري او په سر كي عقل او شعور؛ د انسانانو له ژوند سره داسي د ځناورو په څېر چلن نه كوي؛ يو ښكاري خپل سپى هم داسي ښكار ته نه لېږي چي په كي ووژل شي؛ اما دوى ناپوه او كم عقله ماشومان د انتحاري عملياتو لپاره روزي او په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، ملكي دفترونو، د بې گناه خلكو د غم او ښادۍ په غونډو كي ئې د وحشيانه چاودنو لپاره چمتو كوي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک