No-IMG

حکمتيار: چمتو يو د اسلامي امارت سره د امنيت په تأمين او تعليم او تربيه برخه كي اغېزمنه مرسته وكړو

وروڼو خوېندو!

له ځينو اورو چي وايي: كه حزب اسلامي په حكومت كي شاملېدل نه غواړي؛ د خپل ولس لپاره دي د امنيت په تأمين كي له امارت اسلامي سره مرسته وكړي؛ د نوي نسل د تعليم او تربيې په ارتباط دي تعاون وكړي؛ حزب اسلامي په دواړو برخو كي د زيات څه كولو امكانات لري؛ كافي شمېر روزل شوي مجاهدين لري چي كولى شي د امنيت په تأمين كي فعاله او اغېزمنه ونډه ولري؛

د دوى په ځواب كي يو ځل بيا وايو:

چمتو يو چي د امنيت په تأمين كي اغېزمنه مرسته وكړو؛ خپله طرح او وړانديزونه د هغوى مخي ته ږدو.

كه إمارت اسلامي د دولتي او خصوصي تعليمي مؤسساتو د ښه فعالولو په ارتباط قاطع لو صادقانه اراده لري او د هغو استادانو او علمي كوادرو له ظرفيتونو او استعدادونو د رغنده او مثبتي استفادې هوډ لري چي اسلام او خپل وطن ته ژمن وي؛ او په تعليمي مجال كي كافي تجربه لري؛ موږ بې غرضانه او مخلصانه مرستي ته چمتو يو؛

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک