No-IMG

حکمتيار: اسلامي إمارت د شخصي او انفرادي فتوى گانو د صادرولو مخه ونيسي او دا ستونزه حل كړي

وروڼو خوېندو!

په دې ورځو كي د ټولو افغانانو او افغانستان په اړه په عامه توگه او د إمارت اسلامي په خلاف په خاصه توگه پراخ تبليغات روان دي؛ د مسلمان او غير مسلمان له لوري؛ عام مسلمانان او علماء ئې؛ په دې اړه گډ او ورته دريځ لري چي ولي نجوني له تعليم منع كړى شوي؛ د دوى محرومول هيڅ شرعي توجيه او مبرر نه لري؛ د چارواكو له لوري داسي واضح دلائل نه دي وړاندي شوي چي معترضين قانع كړي او تبليغاتو پاى ته ورسوي.

وړانديز مو دا دئ چي إمارت اسلامي دا ستونزه حل كړي؛ د داسي شخصي او انفرادي فتوى گانو د صادرولو مخه ونيسي چي شاذ وي او لانجې راولاړوي؛ موږ يوې داسي درنې او معتبري دارالافتاء ته ضرورت لرو چي غړي ئې متقي، په دين پوه، له قرآن، حديث او فقه خبر، خلكو ته منلي، داسي مجاهد چي هم ئې د شوروي ځواكونو په خلاف جهاد كړى او هم د ناټو خلاف؛ او په سر كي ئې داسي ستر مفتي چي ټول علماء ئې په علمي فضيلت او تقوى معترف وي؛ او د دوى فتوى هيڅوك چلنج نه كړى شي؛ د دارالافتاء غړي بايد د هغي معتبري شورى له لوري غوره شي چي ملي اجماع تمثيلوي؛ دا او دې ته ورته ټول مهم ملي كورني او بهرني قضايا بايد همدغي معتبري او درنې شورى ته محول شي چي پرېكړي ئې ټول ملت ته د منلو وړ وي؛ غړي ئې د ملت واقعي او منتخب استازي وي او پرېكړي ئې د ټول ملت پرېكړي وگڼل شي.

داسي نه چي هر څوك له هري گوښې په هري قضيې كي د خپلي سليقې فتوى گاني وركوي او حتى په داسي لهجه او الفاظو چي هم د اسلام نوم بدوي او هم د افغانانو او مجاهدينو.

اسلام د نجونو او هلكانو روزنه او تربيت؛ نه يوازي د كورنۍ او د ټولني د مشرانو ديني فريضه گڼي؛ بلكي دا د نجونو او هلكانو داسي مسلم حق گڼي چي هيڅوك ئې د غصبولو حق او صلاحيت نه لري.

ټولو افغانانو او په ځانگړې توگه هغو كورنيو ته چي اولاد ئې د وروستيو پرېكړو له كبله متأثره شوې؛ دا مشوره لرو چي كه ستاسو كوم مسلم اسلامي حق مراعات نه شي او ترې محروم شئ نو لانجه له هغو سره حل كړئ چي تاسو ئې له خپل مسلم حق محروم كړي يئ؛ دا اجازه مه وركوي چي څوك له دې فرصت په استفادې سره د اسلام او زموږ ديني او ملي ارزښتونو په ضد تبليغات وكړي؛ او د اشخاصو كار؛ دين او مذهب ته منسوب كړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک