No-IMG

راتلونکو لسو کلونو کي روسيه، پاکستان او افغانستان به ناکام دولتونه ثابتېږي

د امریکا انتلانتیک شورا له خپلو باتجربه او د نظر خاوندانو د هرو لس راتلونکو کلونو وړاندوینې په یوه راپور کې خپروي چې تېرو لسو کلونو (۲۰۱۳-۲۰۲۳) لپاره ډیرې وړاندوینې یې سمې وې.

تازه یې د (۳۰۲۳-۲۰۳۳) کلونو لپاره هم د وړاندوینو راپور خپور کړی؛ راپور پر ډیرو پوښتنو او ځوابونو مشتمل دی چې یوه پوښتنه یې د ناکامو دولتونو په اړه وه چې د افغانستان په ګډون یې درې هېوادونه یې په ګوته کړي دي، لومړۍ یې روسیه ښودلې ده چې د یادې شورا ۲۹ سلنه غړو د روسیې، ۱۰ سلنه غړو د افغانستان او ۸ سلنه غړو یې د پاکستان هیوادونه ښودلي چې راتلونکو لسو کلونو کې به ناکام دولتونه ثابتېږي.

راپور کې د ناکام دولتونو وضاحت هم شوی چې هدف ترې د شته حکومتونو دوام نه موندل دي؛ د روسیې په اړه که فکر وشي نو رښتیا هم له پوتین وروسته داسې څوک نه لیدل کېږي چې روسان دې پرې ټول شي، که پوتین له واکه غورځېږي چې ممکن امریکا او اروپا هم دې برخه کې خپلې هڅې وکړي؛ نو روسیه کې لا د داخلي جنګونو او ګډوډۍ امکان هم ددړی د وړاندوینې له مخې شته دی.

پاکستان د سیاسي ستونزو ورهاخوا د سختو اقتصادي او اقلیمي ستونزو سره هم مخ دی، د پاکستان يه تاریخ کې هیڅ حکومت خپله دوره نه ده پوره کړې؛  یا یې د فساد په تور له واکه لرې کړی وي او یا پرې فوځي کودتا شوي وي او هر نوي حکومت د پخواني ځایناستي د سیاسي او اقتصادي پالیسیو خلاف کار کړی چې لا یې ملک ستونزو کې ګیر کړي وي او د صدراعظم شهباز شریف په قول تل یې بیا هیواد په سوال او خیرات غوښتلو له دیوالیه کېدو ژغورلی وي؛ سوال او خیرات به یې راتلونکو لسو کلونو لپاره وژغوري کنه؟! د انتلاتنیک شورا د وړاندوینې مطابق راتلونکو لسو کلونو کې به یې حکومت په دې برخه کې ناکام وي.

د افغانستان په اړه خبره کول به ستونزمن وي؛ خدای دې وکړي چې اوسني چارواکي داسې پریکړې وکړي چې هیواد له جنګونو د تل لپاره وژغوري او تر ډیره حده هیواد پر اقتصادي لحاظ پخپلو داخلي منابعو استوار او هر قشر ته د دندې او حکومت کې د برخې ورکولو پر مټ ولس پر ځان راټول کړي او کنه ددوی وړاندوینه صحیح ثابتېږي نو افغانستان به خدای مکړه بیا د سختو جنګونو شاهد وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک