No-IMG

ورور حکمتيار د حزب اسلامي د سجا تعليمي ادارې له یو شمیر استاذانو، سرښوونکو او مديرانو سره وکتل

پنج‌شنبه د جدي-۲۹مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار په يوه ځانګړې ناسته کې د ياد ګوند د سجا تعليمي ادارې له یو شمیر استاذانو، سرښوونکو او مديرانو سره وکتل.

ياده ناسته چې د حزب اسلامی افغانستان د ښوونې او روزنې او لوړو زده‌کړو د رئيس ښاغلي استاذ سلطان محمود صلاح په هڅو ترتيب شوې وه؛ په‌کې د يادې ادارې پر لاس‌ته راوړنو، پرمختياوو او همداراز په ياده برخه کې د يو لړ ستونزو پر حل‌لارو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

د ناستې په پيل کې ښاغلي استاذ صلاح د خپلو تر لاس لاندې روزنيزو برنامو او پروګرامونو په اړه لنډې خبرې وکړې او ويې ويل:

موږ د خپلو ښوونيزو پروګرامونو په لړ کې د جدي له ۲۴مې نېټې بيا د جدي تر ۲۹مې نېټې  د سید جمال الدین افغان د لومړي، څلورم، نهم، لسم او پنځه‌ويشتم نمبر ښوونځیو درنو ښوونکو، سرښوونکو او مديرانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ درلود، چې د دکتور صاحب ښادي خان له لورې په‌کې د سجا تعليمي ادارې ښوونکو ته د ظرفيت لوړونې په ګڼ‌شمېر اساسي لارو چارو او مهارتونو خورا جالب بحث او تدريس وشو.

همداراز ښاغلي استاذ صلاح د خپلې ادارې د ښوونيزو هڅو په اړه دا هم وويل؛ چې فعلاً  په ټول هېواد کې ۲۴ بابه ښوونځي لري چې له جملې يې فعلاً ۲۱ بابه ښوونځي فعال دي او هڅه کوي چې د درې بابه تړليو ښوونځيو د پرانيستې تر څنګ د هېواد پاتې ولايتونو ته هم د خپلو ښوونيزو هڅو لړۍ وغځوي.

د ښاغلي صلاح پر وينا چې په ټولو ښوونځيو کې د فعاله کتابتونونو تر څنګ په ۷بابه ښوونځيو کې فعال لابراتوارونه هم لري او د هغه پر ټکو؛ که د حزب اسلامی  د مشرتابه په‌شمول يې داخل‌مېشتي او بهرمېشتي شتمن حزبي ورونه او متعهدين يې په مالي برخه کې يوه اندازه لاس‌نېوی وکړي، نو ډېر ژر به په پاتې ښوونځيو کې هم مجهز او فعاله لابراتوارونه او کمپيوټرليبونه تأسيس کړي.

له استاذ صلاح او ځينې نورو درنو مشرانو وروسته د حزب اسلامی  قدرمن أمير خبرې وکړې؛ له هرکلي او ښه راغلاست وروسته يې د ناستې ګډون‌والو ته د خپلو ارزښتناکه ويناوو او لارښوونو په ترڅ کې وویل:

خوشاله يم چې له تاسو سره وينم؛ يقيناً چې تاسې په خورا حساس وخت کې د خپل مظلوم ولس د معصومو بچيانو روزنې او خدمت ته مټې رانغاړلي. تاسې د ټولنې د اصلاح له پاره يو ستر او نبوي رسالت ته اوږه ورکړې. ښوونکي د نبي علیه السلام وارثین دي، او په سختو شرائطو کې دروند بار او مسئوليت پر غاړه اخلي. دا بار او مسئوليت خورا استقامت او صبر ته اړتيا لري، بايد هېڅ‌کله صبر او استقامت له لاسه ور نه‌کړئ!

موږ درسره يو او ستاسې د هڅو او مخلصانه هلو ځلو قَدْرَوَنَه کوو.

نوموړي زياته کړه چې د هېواد د روښانه مستقبل له پاره به د تعلیم او تربیې مراکز پرانيستې ساتو او پر ګډه به يې پالنه کوو او په دې لار کې به د هر راز ستړيا، ستومانۍ او ناهيلۍ احساس ته «نه» وايو او د الله تعالیٰ په توفيق به مخ پر وړاندې درومو.

د يادونې وړ ده چې ياده ناسته د هېواد د روښانه راتلونکي او د پوهنيز بهير د ګړندي يون په دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک