No-IMG

حکمتيار: د صف دننه حاسد تر بهرني حاسد دښمن ډېر خطرناك وي

الحمد للّٰهِ وَ كَفَىٰ وَ سَلامٌ عَلىٰ عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَىٰ و بعد: فَاَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ؛ بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلۡفَلَقِ١ مِن شَرِّ مَا خَلَقَ٢ وَمِن شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ٣ وَمِن شَرِّ ٱلنَّفَّٰثَٰتِ فِي ٱلۡعُقَدِ٤ وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ٥  صدق الله العظيم

وروڼو خوېندو!

دا د الفلق سوره ده چي پنځه آيتونه لري او ژباړه ئې داسي ده:

1- ووايه: د ټولو چاودېدونكو رب ته پناه وړم. 2- د هر هغه څه له شر چي ده پيدا كړي. 3- او له شر د تيارې چي خوره شي. 4- او په عقدو كي د پو كوونكو له شر. 5- او د حاسد له شر؛ كله چي حسد وكړي.

ځيني مفسرين ئې مكي گڼي او ځيني ئې مدني؛ خو د سورې متن نه يوازي په څرگنده توگه شهادت وركوي چي دا مدني سوره ده بلكي ښيي چي د مدني دور په وروستيو كلونو كي نازله شوې.

تاسو كه د قرآن هره سوره په غور او دقت سره ولولئ؛ نو له مطالبو به ئې په آسانۍ پوه شئ چي دا سوره په مكه كي نازله شوې كه په مدينه كي؛ د مكي او مدني دور په پيل، وسط يا پاى كي نازله شوې؛ مسلمانان په څه وضعيت كي وو او دښمنان په كوم موقعيت او وضعيت كي

د الفلق سوره كي پر څو داسي اساسي او مهمو مسائلو تركيز شوى چي د بريا او پر دښمن د برلاسي په وخت كي؛ مسلمانان ورسره مخامخ كېږي؛ چي هغه دا دي

د كورنيو او بهرنيو دښمنانو داسي پراخ تبليغات چي هر څه مغشوش كړي؛ داسي فتنې راولاړي كړي چي د تيارو شپو په څېر وي؛ تيارې ئې د ډېرو سترگي ړندوي؛ د حق او باطل تر منځ له فرق كولو انسان عاجز كوي او پوه او باتجربه (حليم) انسان هم په كي (حيران) شي او د نجات د لاري له موندو عاجز شي. قرآن په دې سوره كي دا فتنه د غاسق په نامه يادوي او مسلمانانو ته لارښوونه كوي چي د دې فتنې له شر؛ خپل رب ته پناه يوسئ. دلته (غاسق) د استعارې په توگه كارول شوى؛ هم ئې د شپې په تيارې اطلاق كېدى شي او هم په هري بلي تيارې او مغشوش حالت؛ دلته ئې مراد مغشوش حالت دئ؛ په قرآن كي ايمان له نور سره او كفر له ظلمت او تيارې سره تشبيه شوى او په همدې نامه ياد شوي، رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه فتنه له ظلمت او تيارې سره تشبيه كړې چي انسان ئې په تياره كي د حق له پېژندو عاجز او سترگي ئې د ړندو په څېر شي او فرمايي: كله چي فتنې د شپې د تيارو په څېر درباندي راشي د ژغورني لپاره قرآن ته رجوع وكړئ. قرآن فرمايي چي الله تعالىٰ د مؤمنانو مولا دئ له تيارو ئې رڼا ته بيايي؛ او د كافرانو مولا طاغوت دئ چي دوى له رڼا تيارو ته بيايي. نو په دې سره كي د غاسق صيغه د دغسي تېارې لپاره د استعارې په توگه كارول شوې.

دا مهال او له دې مغشوشي فضاء او تورتم؛ په استفادې سره؛ دښمنان هڅه كوي چي د ټولني عقده‌ من افراد پيدا او د مسلمانانو په ضد ئې تحريك كړي، د دوى عقدې وپړسوي او مخالفت ته ئې وهڅوي؛ دا هغه آفت وو چي په مدينه كي او له برياوو وروسته راڅرگند شو؛ او الله تعالىٰ مسلمانانو ته لارښوونه وكړه چي د دې فتنې له شر خپل رب ته پناه يوسئ.

د مسلمانانو برياوي به د صف په ليكو كي هم او له صف بهر هم د ډېرو حسادتونه راوپاروي، د صف دننه حاسد تر بهرني حاسد دښمن ډېر خطرناك وي، د هر حسد كوونكي له شر؛ الله تعالىٰ ته پناه يوسئ.

نو د دې سورې پنځو موجزو آيتونو خلاصه داسي ده:

يوازي الله تعالىٰ خپله ملجأ او پناه ځى ونيسئ او د هر مخلوق له شر؛ هغه ته پناه يوسئ، د هغو په څېر مه كېږئ چي د بل تر وزر لاندي پناه لټوي او له خطر سره د مخامخېدو په وخت كي د يوه او بل مرستي او حمايې ته هيله من وي؛ تاسو به يوازي د الله تعالىٰ ډاډمني ملجأ ته پناه وړئ، هغه به ځان ته كافي گڼئ، د هغه د حمايت تر سيوري لاندي به د ډاډ او اطمئنان احساس كوئ.

په دې عالم كي هر انفلاق او چاودنه؛ د يوې نوې پېښي او حادثې پيغام له ځان سره راوړي او د يوه نوي توكي د پيدا كېدا سبب كېږي، دا هر څه د رب العالمين په اراده تر سره كېږي، كه يوه دانه چوي، د زمكي زړه سپړي او د بوټي په څېر سر راباسي، كه د يوه زړي سينه چوي او نيالگى راټوكوي، كه كومه هگۍ ماتېږي او بچوڼى ترې راوځي، كه د مور رحم پرانيستل كېږي او يو ماشوم دنيا ته راځي، كه د تياره شپې زړه د روڼ سباوون په توره څيري كېږي او كه د شپې توري ورېځي د آسمان له شرقي كنارو راپورته كېږي او پر موږ خپل تور وزر خوروي، هر (فلق) او چاودنه د عالمونو رب او د فلق رب ته راجع كېږي، نو د فلق رب، دا د ټولو پېښو اصلي مرجع او دا د ټولو مخلوقاتو رب ته له هر شر او له هر هغه څه چي د شر باعث كېږي پناه يوسئ.

د هر مخلوق له شر؛ الله تعالىٰ ته پناه يوسئ، كه څه هم الله تعالىٰ هر څه ښه پيدا كړي، د هر څه په پيدايښت كي حكمت او مصلحت مضمر دئ، په دې سره ئې يو ضرورت رفع كړى او يوه تشه ئې پرې ډكه كړې، هيڅ څه په خپل ذات كي مضر او تاواني نه دئ، خو كه ته ئې سم ونه پېژنې، سم ئې ونه كاروې، همغه كار ترې وانه خلې چي ورته پيدا شوى، په غلطه توگه، د خپل فطرت د غوښتنو خلاف ئې استخدام كړې او له هغه سره دي چلن د هغو فطري سننو او ضوابطو مطابق نه وي چي الله تعالىٰ وضع كړي؛ نو طبيعي ده چي تا ته به تاوان رسوي، يو شر او ضرر به پرې مرتب كېږي، له داسي شر او ضرر الله تعالىٰ ته پناه يوسه.

د هري تيارې له شر؛ هغه مهال چي خپل تور وزر خور كړي، د ليدا او پېژندا مانع شي، سترگي له كاره ولوېږي، عقل د حقائقو او واقعتونو له پېژندا عاجز شي، له داسي تيارو الله تعالىٰ ته پناه يوسئ.

حتماً به د الله تعالىٰ په لار كي او د هغه لوري ته په خپل سفر كي؛ له حسد كوونكو سره مخامخ شئ؛ هغه چي ستاسو ښېگڼي د دوى دښمني او كينه پاروي؛ كمظرف دئ؛ د بل ښېگڼي نه شي زغملي؛ د دې كمظرف حاسد له شر خپل رب ته پناه يوسئ.

حاسد هغه چا ته ويل كېږي چي له بل سره د يوه نعمت ليدل ئې داسي تحريك كړي چي غواړي بل له دې نعمت محروم شي او د ده په برخه شي؛ الٰهي نعمتونه ئې په نورو نه پېرزو كېږي؛ دا حسود انسان تر هغه چي حسد ئې په زړه كي ساتلى، بهر ئې نه دئ راايستلى او د حسد په حكم ئې كوم عمل نه دئ كړى، يوازي د ده خپل زړه ځوروي او اعصاب ئې ناآرامه كوي، نو په ده پوري مربوطه يوه بيماري ده، تريخ خوند به ئې په خپله څكي، خو كله چي ئې دا حسد كوم ناروا عمل ته وهڅوي او د نعمت له خاوند سره ئې دښمنۍ ته اړ باسي او په خصمانه عمل لاس پوري كوي، په ډېري خطرناكي بيمارۍ واوړي چي د ډېرو فتنو راولاړولو باعث شي. رسول الله صلى الله عليه و سلم د دوى په اړه فرمايلي:

عن زُّبَيْرَ بنَ الْعَوَامِ أَنَّ النبيىَ قالَ: «دَبَّ إِلَيْكُمْ دَاءُ الأُمَمِ قَبْلَكُمْ: الْحَسَدُ وَالبَغْضَاءُ هِىَ الْحَالِقَةُ، لا أَقُولُ تَحْلِقُ الشَّعْرَ وَلَكِنْ تَحْلِقُ الدِّينَ، وَالَّذِى نَفْسِي بِيَدِهِ لا تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، ولا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا، أَفَلاَ أُنْبِّئُكُمْ بِمَا يُثَبِّتُ ذَلِكَ لَكمْ: أَفْشُوا السَّلاَمَ بَيْنَكُمْ».

له زبير بن عوام روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: د مخكينيو امتونو بيماري تاسو ته مخه كړه: حسد او كينه چي پرې كوونكې ده، نه وايم چي وېښتان پرې كوي، بلكي د دين جرړي پرې كوي؛ په هغه ذات قسم چي زما ژوند ئې په واك كي دئ تر هغه به جنت ته داخل نه شئ چي ايمان راوړئ او ايمان به مو ايمان نه وي چي يو له بل سره محبت ونه كړئ، نو آيا هغه څه درونه ښيم چي دا محبت په تاسو كي تلپاته كوي: سلام اچول په خپلو كي زيات كړئ.

حسد د ايمان جرړي قطع كوي؛ ايماني ارزښتونه سوزوي؛ غيبت، افتراء، اتهام، دروغ او خيانت ته ئې تياروي، له مسلمان سره دښمني، عداوت او كېنې ته ئې هڅوي؛ هغه څه ته ئې چمتو كوي چي د مسلمانانو دښمنان ئې له كولو عاجز وي؛ حتّٰى د مسلمان په ضد ئې له همدې دښمنانو سره يو ځاى كېدو او گډو توطئو ته چمتو كوي. مترصد دښمن ته دا مجال په لاس وركړي چي همدا عقده من او حسود كسان تحريك كړي، د دوى په عقدو كي پو كړي او ښه ئې وپړسوي او له دې لاري په صف كي فتنې راولاړي كړي.

قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي منافقين په دې بيمارۍ اخته گڼي او زړونه ئې د حسادت او حقد په مرض مبتلا بولي. لكه چي په (محمد: 29- 30) كي فرمايي:

أَمۡ حَسِبَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخۡرِجَ ٱللَّهُ أَضۡغَٰنَهُمۡ ٢٩ وَلَوۡ نَشَآءُ لَأَرَيۡنَٰكَهُمۡ فَلَعَرَفۡتَهُم بِسِيمَٰهُمۡۚ وَلَتَعۡرِفَنَّهُمۡ فِي لَحۡنِ ٱلۡقَوۡلِۚ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ أَعۡمَٰلَكُمۡ ٣٠

آيا هغه چي په زړونو كي ئې بيماري ده؛ دا گمان ئې كړى چي الله به ئې كينې او حسادتونه رابرسېره نه كړي؟ او كه مو غوښتي وى نو داسي به مو درښودلي وو چي له څېرو به دي پېژندل او د خبرو له څرنگوالي خو ئې خامخا پېژنې او الله خو ستاسو په كړنو علم لري.

الله تعالىٰ د دغه علم له مخي د هري ډلي د اعمالو څرنگوالى په قرآن كي بيان كړى، يعني منافقين هم د وينا او خبرو له سبك او لحن پېژندى شې او هم ئې د قرآن د هغو څرگندونو په رڼا كي چي د هري ډلي د كړنو په اړه ئې كړې دي. كه تاسو د منافقينو په اړه د قرآن لارښووني خپلي مخي ته كښېږدئ نو په هينداري كي ئې هر منافق ښه پېژندى شئ؛ له وينا ئې، له تبصرو او تحليلونو ئې، د دوست او دښمن په وړاندي له چلن او دريځونو ئې؛ د برياوو او ماتو په وخت كي د دوى له ويناوو او تحليلونو دوى ښه پېژندى شي؛ كه الله تعالىٰ غوښتي وى نو دا منافقين به ئې داسي هم تاسو ته ښودلي وو چي له څېرو به هم پېژندل؛ خو الله تعالىٰ دا نه دي غوښتي.

لكه څنگه چي نفاق په مدينه كي راڅرگند شو او په دې اړه بحثونه يوازي په مدني سورتونو كي موندلى شو، حسد هم د مدني دور له قضاياوو دئ او ذكر او بحث ئې يوازي په مدني سورتونو كي راغلى.

يوه له هغو خطرناكو بيماريو چي كورنۍ، ټولني او يوه نهضت ته سخته صدمه رسوي دغه د حسد بيماري ده، په دې بيمارۍ؛ غرضي او مرضي وگړي اخته كېږي، هغه كم ظرفه خلك پرې مبتلا كېږي چي د نورو د فضيلت او وړتياوو ليدل نه شي زغملى، د نورو وړتياوي د دوى په بيمارو زړونو كي كينه او حسادت راپاروي. څوك چي د مبارزې سابقه لري او څه موده ئې د نورو دعوتگرانو او مبارزانو په څنگ كي تېره كړې وي او د يوه جماعت او حزب د غړي په توگه ئې كار كړى وي، ښه پوهېږي چي د حسد بيماري څومره ستر ستر مصيبتونه راولاړوي، د څومره لويو لويو فتنو باعث كېږي او نهضت ته څومره غټ غټ تاوانونه رسوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک