No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه (د تفسیر برخه): د كورنيو او بهرنيو دښمنانو داسي پراخ تبليغات چي هر څه مغشوش كړي؛ داسي فتنې راولاړي كړي چي د تيارو شپو په څېر وي؛ تيارې ئې د ډېرو سترگي ړندوي؛ د حق او باطل تر منځ له فرق كولو انسان عاجز كوي او پوه او باتجربه (حليم) انسان هم په كي (حيران) شي او د نجات د لاري له موندو عاجز شي. قرآن په دې سوره كي دا فتنه د غاسق په نامه يادوي او مسلمانانو ته لارښوونه كوي چي د دې فتنې له شر؛ خپل رب ته پناه يوسئ. دلته (غاسق) د استعارې په توگه كارول شوى؛ هم ئې د شپې په تيارې اطلاق كېدى شي او هم په هري بلي تيارې او مغشوش حالت؛ دلته ئې مراد مغشوش حالت دئ؛ په قرآن كي ايمان له نور سره او كفر له ظلمت او تيارې سره تشبيه شوى او په همدې نامه ياد شوي، رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه فتنه له ظلمت او تيارې سره تشبيه كړې چي انسان ئې په تياره كي د حق له پېژندو عاجز او سترگي ئې د ړندو په څېر شي او فرمايي: كله چي فتنې د شپې د تيارو په څېر درباندي راشي د ژغورني لپاره قرآن ته رجوع وكړئ. قرآن فرمايي چي الله تعالىٰ د مؤمنانو مولا دئ له تيارو ئې رڼا ته بيايي؛ او د كافرانو مولا طاغوت دئ چي دوى له رڼا تيارو ته بيايي. نو په دې سره كي د غاسق صيغه د دغسي تېارې لپاره د استعارې په توگه كارول شوې.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه (د تفسیر برخه): دا مهال او له دې مغشوشي فضاء او تورتم؛ په استفادې سره؛ دښمنان هڅه كوي چي د ټولني عقده‌ من افراد پيدا او د مسلمانانو په ضد ئې تحريك كړي، د دوى عقدې وپړسوي او مخالفت ته ئې وهڅوي؛ دا هغه آفت وو چي په مدينه كي او له برياوو وروسته راڅرگند شو؛ او الله تعالىٰ مسلمانانو ته لارښوونه وكړه چي د دې فتنې له شر خپل رب ته پناه يوسئ.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه (د تفسیر برخه): د مسلمانانو برياوي به د صف په ليكو كي هم او له صف بهر هم د ډېرو حسادتونه راوپاروي، د صف دننه حاسد تر بهرني حاسد دښمن ډېر خطرناك وي، د هر حسد كوونكي له شر؛ الله تعالىٰ ته پناه يوسئ.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه (د تفسیر برخه): نو د دې سورې (الفلق سوره) پنځو موجزو آيتونو خلاصه داسي ده:

يوازي الله تعالىٰ خپله ملجأ او پناه ځى ونيسئ او د هر مخلوق له شر؛ هغه ته پناه يوسئ، د هغو په څېر مه كېږئ چي د بل تر وزر لاندي پناه لټوي او له خطر سره د مخامخېدو په وخت كي د يوه او بل مرستي او حمايې ته هيله من وي؛ تاسو به يوازي د الله تعالىٰ ډاډمني ملجأ ته پناه وړئ، هغه به ځان ته كافي گڼئ، د هغه د حمايت تر سيوري لاندي به د ډاډ او اطمئنان احساس كوئ.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه (د تفسیر برخه): د هر مخلوق له شر؛ الله تعالىٰ ته پناه يوسئ، كه څه هم الله تعالىٰ هر څه ښه پيدا كړي، د هر څه په پيدايښت كي حكمت او مصلحت مضمر دئ، په دې سره ئې يو ضرورت رفع كړى او يوه تشه ئې پرې ډكه كړې، هيڅ څه په خپل ذات كي مضر او تاواني نه دئ، خو كه ته ئې سم ونه پېژنې، سم ئې ونه كاروې، همغه كار ترې وانه خلې چي ورته پيدا شوى، په غلطه توگه، د خپل فطرت د غوښتنو خلاف ئې استخدام كړې او له هغه سره دي چلن د هغو فطري سننو او ضوابطو مطابق نه وي چي الله تعالىٰ وضع كړي؛ نو طبيعي ده چي تا ته به تاوان رسوي، يو شر او ضرر به پرې مرتب كېږي، له داسي شر او ضرر الله تعالىٰ ته پناه يوسه.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه (د تفسیر برخه): حسد د ايمان جرړي قطع كوي؛ ايماني ارزښتونه سوزوي؛ غيبت، افتراء، اتهام، دروغ او خيانت ته ئې تياروي، له مسلمان سره دښمني، عداوت او كېنې ته ئې هڅوي؛ هغه څه ته ئې چمتو كوي چي د مسلمانانو دښمنان ئې له كولو عاجز وي؛ حتّٰى د مسلمان په ضد ئې له همدې دښمنانو سره يو ځاى كېدو او گډو توطئو ته چمتو كوي. مترصد دښمن ته دا مجال په لاس وركړي چي همدا عقده من او حسود كسان تحريك كړي، د دوى په عقدو كي پو كړي او ښه ئې وپړسوي او له دې لاري په صف كي فتنې راولاړي كړي.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه (د تفسیر برخه): يوه له هغو خطرناكو بيماريو چي كورنۍ، ټولني او يوه نهضت ته سخته صدمه رسوي دغه د حسد بيماري ده، په دې بيمارۍ؛ غرضي او مرضي وگړي اخته كېږي، هغه كم ظرفه خلك پرې مبتلا كېږي چي د نورو د فضيلت او وړتياوو ليدل نه شي زغملى، د نورو وړتياوي د دوى په بيمارو زړونو كي كينه او حسادت راپاروي. څوك چي د مبارزې سابقه لري او څه موده ئې د نورو دعوتگرانو او مبارزانو په څنگ كي تېره كړې وي او د يوه جماعت او حزب د غړي په توگه ئې كار كړى وي، ښه پوهېږي چي د حسد بيماري څومره ستر ستر مصيبتونه راولاړوي، د څومره لويو لويو فتنو باعث كېږي او نهضت ته څومره غټ غټ تاوانونه رسوي.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: خطاب به مایک پمپیو وزیر امور خارجه پیشین امریکا: حق داريد در مورد رفيق قبلى تان هر چه خواسته ايد؛ بگوييد و او را عامل وضعيت كنونى كشور بگيريد؛ اما لطفاً كسانى را نيز فراموش نكنيد كه همين غنى را از امريكا به افغانستان آوردند و بر كرسى ارگ نشاندند؛ سالها برايش تبليغات دروغين كردند و او را مفكر درجه دوم دنيا جا انداختند؛ بيست سال دوران اشغال در بست هاى مهم كشور قرار داشت و دو بار نيز از طريق دزدى آراء مردم او را رئيس جمهور ساختند.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: كسانى را نيز فراموش نكنيد كه مذاكرات ناكام دوحه را مهندسى و مديريت كردند؛ و از ميان تمامى افغانها فقط با طالبان به مذاكره نشستند!! و آيا مى توان از اين تركيب مذاكرات انتظارى ديگر جز وضعيت كنونى را داشت؟!

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: اين گروه دزد ها (حاکمان دست نشانده ۲۰ ساله اخیر) را كه سرمايه مادى و معنوى كشور ما را دزديدند و غارت كردند؛ ناتو با خود آورد و يك جا با نيروهاى ناتو فرار كردند و اكنون در آغوش گرم شان خزيده اند؛ از قيام و مقاومت صحبت مى كنند و صداى شان از طريق رسانه هاى غربى به گوش جهانيان مى رسد.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: اشرف غنى و رقيبش در دزدى رأى مردم تنها نبودند؛ حاميان بيرونى شان به پيمانه اى آنان را در اين دزدى كمك كردند كه مى توان گفت: دزد اصلى و سالار دزد ها همين حاميان بيرونى بودند؛ كمپنى درملوك به هدايت سفارت جرمنى در كابل مهندسين و عاملين اين سرقت ننگين بودند. و كسانى كه بر اين دزدى مهر تأييد زدند، در مراسم تحليف دزد انتخابات شركت كردند و لقب جعلى رئيس جمهور منتخب را به او دادند؛ آيا دزدان اصلى اين ها نيستند؟!!

حتماً به ياد داريد كه همان سفير جرمنى در پايان مأموريتش و پس از افتضاح انتخابات جعلى؛ غرض ديدار توديعى به حضور اشرف غنى رفت؛ اشرف غنى در برابرش چنان خم شد كه سرش تا زانو رسيد؛ چون او را همين سفير رئيس جمهور ساخته بود. اين چهره واقعى ديموكراسى و انتخابات در دوران اشغال بود!!

 بدون شك و ترديد مى توان گفت وضعيت كنونى افغانستان؛ نتيجه سياست هاى ناكام چند دهه اخير ايالات متحده در باره افغانستان و منطقه است؛ نقش اشرف غنى و امثال او در حوادث افغانستان و منطقه؛ به اندازه پياده شطرنج هم نيست؛ شما او را به ارگ رسانديد و بر كرسى رياست جمهورى؛ به عنوان رئيس جمهور منتخب نصب كرديد؛ از روزى كه رسانه هاى دروغ پرداز غرب لقب مضحك مفكر دوم دنيا را براى او برگزيدند و شخصيت سازى كاذب را آغاز كردند؛ نمايان بود كه امريكا چه تصميمى براى افغانستان دارد؛ و از اين مردك چه درست خواهد كرد؛ در زمره اولين گروهى كه پس از اشغال كابل؛ و با طيارهC-130  به افغانستان فرستادند و در كابل ديسانت كردند؛ يكى از آنان؛ همين دزد انتخابات بود؛ هيچ افغانى گمان نمى كرد كه اين شخص هويت باخته و عضو كوچك گروه منفور و مزدور پرچم؛ در حكومت دست نشانده امريكا عضو كابينه خواهد بود؛ چه رسد به اين كه رئيس جمهور شود!!

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: متأسفانه امريكا امروز نيز سياست هاى در مورد افغانستان اعمال مى كند كه نشان مى دهد از گذشته ها نيآموخته اند؛ هر ناظر وضعيت كنونى افغانستان گمان مى كند كه ايالات متحده؛ هيچ سياستى واضح و روشن در مورد افغانستان ندارد؛ ادامه وضعيت كنونى را ترجيح مى دهد؛ فشار بر إمارت اسلامى و تشويق و تحريك مخالفين نظام؛ و مذاكرات پيدا و پنهان هيئت هاى امريكايى؛ همزمان با دو جهت و با دو روى و دو طرح؛ نمايانگر همين سياست مبهم و دو پهلو است.

: ‏د عامي روغتیا وزارت وايي، د تاجکستان له لارې يې پامیر ته د یوې ناپېژندې ناروغۍ د تشخیص لپاره روغتیايي ټیمونه لېږلي دي. د پامیر اوسېدونکي وايي، چې په تېرو دوو اونیو کې د ورپېښې ناروغۍ له امله تر دې دمه ۲۱ کسان مړه شوي او یو شمېر نور په دې ناروغۍ اخته دي.

: ‏چین کې د افغانستان سرپرست سفیر سید محی الدین سادات د یوه چینايي شرکت له مسولینو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د چینايي شرکت مسوولینو د واخان دهلېز د لارې جوړولو، د برېښنا او له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

: ‏د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف له لوري د دغه ولایت له هغو ۱۰۰ ښوونځیو سره د ۱۷۶ خېمو مرسته وشوه چې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په پرانيستې فضا کې زده کړې کوي.

: په ننګرهار کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه د کبانو د روزنې فارمونو د جوړولو چارې پیل شوې.

: ‏د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې اعلامیې له لارې په هېواد کې د ټاپي او نورو پروژو د امنیت ساتلو ډاډ ورکوي.

یاد دفتر زیاته کړې، ا.ا د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو ته بشپړ چمتوالی لري او زیاتوي، د اړتیا په صورت کې به د دې پروژې د امنیت ټینګښت لپاره ځانګړی ځواک رامنځ‌ته کړي.

: ‏د پنج‌شنبې په شپه د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د شکرالله په نوم د دې ولسوالۍ پر یو اوسېدونکي د نامعلومو وسله‌والو له لوري برید شوی چې په پایله کې یې نوموړی وژل شوی او دوه ماشومان یې ټپیان دي. د شکرالله کورنۍ غړي وايي، له هېچا سره شخصي دښمني نه‌لري.

‏د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د دې خبر په تاييد سره وايي، د دې پېښې په تړاو اته شکمن کسان نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

: وزارت امور خارجه ترکیه: حمله شنیع به کتاب مقدس ما قرآن کریم را که به‌رغم تمامی هشدارها امروز در سوئد صورت گرفت، شدیدا محکوم می‌کنیم.

وزارت امور خارجه ترکیه: این اقدام شنیع (سوزاندن قرآن کریم در سوئد) نشان دیگری از سطحی است که جریانهای اسلام هراسی، نژادپرستانه و تبعیض آمیز در اروپا به آن رسیده است.

: ‏د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلې:

د دې امکان نه شته چې روسیه سږ کال له اوکراینه ووځي.

: ‏ایران دریو اوونیو کې ۲۸ نیم زره افغانان شړلي.

دولس نیم زره د اسلام کلا په بندر افغانستان ته رااړول شوي او ۱۶ زره د نیمروز په پوله.

: ‏د امریکا، متحده عربي اماراتو، بحرین او اسراییلو د ملي امنیت د شوراګانو تر منځ د لوړې کچې ناسته شوې.

د دغو هېوادونو تر منځ په ښه دوستۍ او امنیتي همکاریو یې بحث کړی دی.

: ‏ګلوبل ټریریزم انډیکس یو وار بیا متحده عربي امارات له ترهګریزو پېښو تر ټولو خوندي هېواد ونوماوه.

وایي، دغه هېواد کې د ترهګریزو پېښو امکان ډېر کم او حکومت یې د ترهګرۍ ضد کلک اقدامات کړي دي.

: ‏ډیلي مېل: برېټانیا او سعودي په ګډه یوه پروژه پیل کړې چې له مخې به یې فضا کې بریښنا تولیدوي او ځمکې ته به یې انتقالوي.

: ‏هند له مصر سره ملګرتیا پیلوي.

راتلونکې اوونۍ د هند د جمهوریت د ورځې مراسمو کې به د مصر ولسمشر فتاح السیسي د هند ځانګړی میلمه وي.

دواړه هېوادونه به ګڼ تړونونه امضا او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د دوستۍ لاس ورکړي.

: ‏نمایندگان اتحادیه اروپا در آسیای مرکزی امروز در باره بحران بشری، ممنوعیت کار و آموزش بانوان و اوضاع حقوق بشری افغانستان، در بروکسل گفت‌وگو کردند.

تیری هکالا، نماینده ویژه اتحادیه اروپا برای آسیای مرکزی در صفحه تویترش نوشته که افغانستان در صدر برنامه‌های اتحادیه است.

: ‏په پېرو کې د دولت ضد لاریونونو کې څه باندې ۵۰ کسان ټپیان شوي.

تاوتریخوالی د جمعې په ماښام هغه مهال ډېر شو چې کله لاریون‌کوونکو د لیما او څو نورو ښارونو په واټونو کې له پولیسو سره نښتې وکړې. لاریون‌کوونکي په پېرو کې د ژر تر ژره ټاکنو غوښتنه کړې ده.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د شیکاګو پوهنتون په سیاست انسټېټوټ کې د خبرو پر مهال ویلي، نه یوازې امریکا، بلکې نړیواله ټولنه د افغانستان له سرپرست حکومته تمه لري چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

‏نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په‌دې نه‌دی توانېدلی یا نه غواړي دا کار وکړي.

اسلامي امارت تر دې دمه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په ځلونو ټینګار کړی چې د اسلام په چوکاټ کې د هېواد د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.

: د ایران په زاهدان کې د اهل سنت و الجماعت امام مولوي عبدالحمید وايي: «عصري او شرعي زده‌کړې چې څه ډول نارینه‌وو ته اړینې دي، ښځینه‌وو ته هم اړینې دي او توپیر نه‌لري

: ‏رویټرز راپور ورکړی چې د بریټانیا لومړی وزیر ریشي سوناک د موټر کمربند د نه تړلو له کبله جریمه شوی.

په راپور کې راغلي، ښاغلی سوناک تېر کال د قرنطین قوانینو د نه مراعتولو له کبله هم جریمه شوی و.

په بریټانیا کې د موټر کمربند نه تړلو جریمه تر ۵۰۰ پونډو پورې رسېدای شي.

: ‏د بریټانیا د پارلمان ځينو غړو په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په اوسنی وخت کې له افغانستان سره د بشري مرستو د راکمولو وخت نه‌دی.

: ‏د روسیې د انرژي وزیر نیکولای شولګینوف پرون په اسلام اباد کې ویلي چې له پاکستان سره یې موافقه کړې ده چې د تېلو په مقابل کې به د دوستو هېوادنو اسعار ورکوي.

: ‏د ملګرو ملتونو پلاوي له ا.ا څخه غوښتنه کړې چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي. م.م وايي، دې پلاوي د ا.ا چارواکو ته په کابل او کندهار کې ویلي، د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو د ځنډولو فرمانونو د ډېرو سازمانونو فعالیتونه چې میلیونو اړمنو کسانو ته یې مرستې رسولې، کمزوري کوي.

: ‏د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي وايي، د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره یې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي.

: ‏د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف د ا.ا د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په لېدنه کې د نړۍ په تېره د روسیې له‌خوا د ا.ا د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې شوې دي.

: سفارت ایران در کابل: ‏حسن کاظمی قمی، نماینده ویژه رئیس جمهور اسلامی ایران در امور افغانستان که با حفظ سمت به عنوان رئیس جدید سفارت جمهوری اسلامی ایران در کابل تعیین شده است، امروز وارد کابل شد و رسماً آغاز به کار نمود.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک