No-IMG

ولې زموږ د امریکا پورونه ته انديښنه ده؟ او ولې پورونه ځینو هیوادونو ته سرخوږي خو ځینو نورو ته عادي؟

رحمت صميم

 

ډیری هیوادونه په مالیاتو چلیږي له خپلو وګړو یې ټولوي او بیرته یې په همدوي او موږ غوندې نورو غریبو باندې مصرفوي، خو مصارف ورځ تر بلې ډیریږي او د مالیاتو عواید یې نسي پوره کولی (کمښت کوي) او دولت هم نسي کوی هر کال مالیات لوړ کړي... نو ښه لاره یې پور ده، خلک، شرکتونه  او بانکونه کافي اندازه پیسي لري او غواړي ګټه هم پرې وکړي او په یوه طریقه یې خوندي کړي.

بودیجوي کمښت یا کسر: یعنې هر کال د دولت مصارف له عوایدو ډېر وي، ددې کمبود د پوره کولو لپاره دولت پور کوي، له چا؟ له خپلو خلکو، لویو شرکتونو، بانکونو، او بهرنیو پانګه والو...ډیری هیوادونه بودیجوي کسر لري خو بحث په امریکا او جاپان کوو سې له ډیرې مودې په بودیجوي کسر کې روان دي. امریکا تقریبا ۵٪ کم و زیات بودیجوي کسر لري.

پوریا قرض (ډیت): د کلونو په اوږدو کې چې دغه بودیجوي کسر راټول سي نو ډیت یا پور ترې جوړیږي سې تیر کال د امریکا اوسني ټول پورونه یا ډیت $31.46 trillion ډالرو ته ورسیده او DGP یې تېر کال اخر تقریبا 25,7 trillion USD وه او ددې تقریبا ۱.۵٪ سود هم په هر کال په پورونو اظافه کیږي.

څه ډول پور کوي؟ دولت مختلف ډول بانډونه خرڅوي آزاد مارکیټ کې معنی دولت یو کاغذي سند په معلوم نرخ او سود د معلوم وخت لپاره خرڅوي او عام خلک، لوی  دولتي او غیر دولتي شرکتونه، بانکونه او بهرني پانګه وال هغه په پیسو اخلي او پدې اساس دولت پور کوي ترڅو هغه د مصارفو کمښت پرې پوره کړي، البته دا د پانګه والو او شرکتونو لپاره اسانه، خوندي او ګټوره پانګونه ده او دولت ته  د پیسو پیداکولو اسانه لار. مثلا ته د خزانې یا ټریژری بانډ اخلې په $1000 د دیرش کلونو لپاره په ۲٪ سود، دولت تاته هرکال ۲۰ ډالره ګټه درکوي او دیرش کاله بعد خپلې $1000 نغد ډالر بېرته ترلاسه کوې. او که پیسې دې مخکې له دیرشو کلو پکار وي نو دا بانډ په بل چا هم له خپل نرخ لاندې باندې خرڅوی سې.

پورونه ښه دي که بد؟

که عمومي اقتصادي وضعه ښه وي نو پور کول تاواني دي او که وضعیت ترینګلی وی یا جنګ او بل اظطراري حالت لکه وبا او نور نو د اقتصادي څرخ د چلښت او تحریکولو لپاره ډیر مصارف ښه دي او دا پیسې له پورونو ترلاسه کیږي. او که پور کړې پیسې په ګټور ځای کې مصرف سي لکه زیربنا، کارخانې، او نور نو ستونځه نده ځکه نوره ګټه کوي دا پیسې، فرض کړو د دولت عواید۹۰ ډالر دي او مصارف یې ۱۰۰ ډالره، دولت ۱۰ ډالره کسر (کمی) لري، دا ۱۰ ډالره پور کوي سې اقتصادي چلښت ته لویږي او د یو چا جیب ته ورځي خو د دولت په حساب کې منفي دي بیا او څومره چې د دولت مصارف زیاتیږي نو دا منفي عدد یا پور هم زیاتیږي معني دا سې دولت ډیر لګښت کوي چې دا پخپله د خلکو د ژوند سطحې لوړوالی ښی او د هر دولت د وسې کار ندی دا.

 ډیت ولې ډیریږي؟ کله سې دولت مالیات کم کړي او خپل مصارف په داسې شیانو ډیر کړي سې بیرته یې ګټه کمه وي لکه صحت عامه، دفاع او نور ټولنیز پروګرامونه نو دغه بودیجوي کسر کال په کال ډیریږي او جمع کیږي په تېره بیا په سختو حالاتو کې دغه فاصله نوره هم ډیریږي لکه جنګ، بد اقتصادي وضعیت سې د تېرې کورونا وبا سې اکثره کاروبارونه ورسره په ټپه سو دولتونه مجبور سوه سې مالیات کم او خلکو او تجارتونو سره نقدي مالي مرسته هم وکړي او صحي مصارف هم بې سارې سوه دغه پیسې اکثره د پورونو له لارې دولوتونو ټولې کړې. د نفوسو زوړوالی هم د پورونو په ډیروالي کې مهم رول لري لکه د جاپان او ایټالیا.

څومره ډیت یا پو له حده ډیر دی؟ لا څوک هم نه پوهیږي!

ولې پخوا اقتصادي اتفاق پدې وو سې د داخلي ناخالصو تولیداتو (GDP) او ډیت یا پور نسبت ډیرېدل اویا مساوی کیدل بیخي سره کرښه وه سې په اقتصادي مشکل بدلیدای سي بیا یې اداکول اسانه ندي، ورته کار۲۰۰۸ کې یونان سره وشو کله سې دغه فیصدي  له ۱۰۰٪ لوړه ۱۳۶٪ ته ورسیده او بیخي دیوالیه وو خو اروپایي اتحادیې خاصتا جرمني یې مرسته وکړه... دوه کاله وړاندې د امریکا (Debt/GDP) له سلو لوړه سوه معني له داخلي ناخالصو تولیداتو یې پورونه ډیر سو خو نه دېوالیه کیږي او نه یې چندان کیسه کې ده لا! او د جاپان دا خو ۲۲۵٪ ده دا نسبت. اوس نظر دا دی، تر هغې سې اقتصادي وده د سود تر فیصدۍ لوړه وي کوم نو (Debt/GDP) کومه ستونځه نده. مثلا ۱۰۰ ډالره دې په ۱٪ سود پور کړه او یو ځای دې سرمایه ګذاري کړې سې ۵٪ ګټه راوړي نو که هرڅومره ډیر پور وي نو اقتصاد ته یې ګټه یې هم ډېره ده بیا

اکثرو هیوادونوځان ته د پور او بودیجوي کسر حد ټاکلی وي سې له هغې باید ډیر نسي لکه اروپائي اتحادیې ټولو غړو هیوادونو ته ۳٪ بودیجوي کسر او ۶۰٪ (Debt/GDP) سرې کرښې ټاکلي، د امریکا کانګرس د پور اخیستو لپاره حد ټاکي Debt Ceiling ټاکي خو په تاریخي لحاظ دا محدودیت همداسې ډیریږي او تغیرات پکي راولي اوسنی حد یې $31.4 ټریلیون دی او موده وړاندي یې پورونو لدې حده ډیر سوه.

ولي د امریکا او جاپان غوندي هیوادونو ته یې د پوروړو اندیښنه کمه ده؟ ځکه امریکا او جاپان قوي اقتصادونه دي او خپل باور یې تر ډیره ساتلی دی، ډالر خو بیخي نړیواله کرنسي ګرځېدلې او ورځ تر بلې یې ارزښت لوړیږي. او پدې یې پوروړي هم پوه دي سې دا هیوادونه نه دیوالیه کیږي او زموږ قرضونه راکوي لکه موږ تاسو کې هم اعتباري شخص یا قرضداري ته هم دکانداران او تجاران قرض په اسانه ورکوي ځکه پوهیږي سې بیرته یې راکوي سې... امریکا او جاپان هم په نورو هیوادونو قرضې لري ځکه دا قرضي د سود په شکل پوروړو ته ګټه کوي. امریکا  او جاپان لکه زه او ته یا هم کوم کمزوري هیواد نه دېوالیه کیږي ځکه امریکا د AAA ریټینګ لري مطلب د پور اداکولو ریکارډ یې ښه وو تر ۲۰۱۱ پورې خو وروسته دا بیا AA+ ته راښکته سو خو بیا هم تر ډيره ډیره باوري پوروړي دی.

ولې امریکا ښه ډیر ډالر نه چاپوي سې ټول پورونه پرې لنډ کړي؟

کولی سي او څومره یې سې زړه وي چاپ کړي (هدف د چاپ نه پرنټ ندی بلکې کمپیوټر کې الکترونیکي پیسو جوړول دي) خو ولې یې نه کوی؟ ځکه ډیرې پیسې چاپول د انفلاسیون سبب کیږي او ډالر بیا خپل ارزښت له لاسه ورکوي... هرشی سې ډېر سي ارزښت او تقاضا یې کمیږي... رابرت موګابې زیمبابوې کې همداسې وکړه او ښې ډیرې یې چاپ کړې سې دا سته غریبي په یو وار لرې کړي خو هغه پرې چپه سوه... ۲۰۰۸ کې اخر بیا وضعیت دې ته ورسیده سې یو ډالر به دې بدلوه نو یوه لاسي کراچۍ باید درسره وای سې ماتې پکې یوسې نو ځکه یې سل ټریلیون ډالر نوټ هم چاپ کړ One (1)= 100,000,000,000,000 dollar note

د امریکا ډیره برخه داخلي پورونه دي او یو په دریمه برخه یې بهرني دی سې ترټولو ډیره د جاپان او بیا چین پوروړې ده او همداسې نور...له امریکا بیا جاپان د (Debt/GDP) له مخې ډېر پوروړی دی او اکثره مصارف یې د زړو خلکو په صحي او ټولنیزو پروګرامونو دي...

او بله دا سې دغه دولتي بانډونه سې د قرض په مقابل کې دولت خلکو او شرکتونو ته ورکړي په ازاد مارکیټ کې هره ورځ تبادله کیږي او خلک یې اخلي... فرض مثال ما ۵ کاله وړاندې یو ملیون ډالري بانډ اخستی او هر کال یو فیصد سود سې $10,000 کیږي ګټه راته کوي، نو که زما دستي نقدې پیسې پکار وي ازاد بازار کې خپل بانډ خرڅوم که په څو راته اخیستونکی برابر سو یا سل کمې یا ډیرې نو زه خپل بانډ کیش کوم او بیا هغه نوی اخیستونکی پوه سه او ګټه یې ... همداسي دا بانډونه لاس په لاس کیږي او له پوروړو خطر یو بل ته انقالیږي.

 په لویه کې پورونه ستونځه جوړوی سي او پوروړي نور باور بایلي سې دولت به يې پور بیرته ورکړي په تیره بیا د هغو هیوادونو لپاره سې اعتبار يې هم د خپلو خلکو او بهرنیو سره خام وي لکه زموږ ګاونډي، لاتین امریکا او افریقا.

هغه هیوادونه سې د دیوالیه کیدو له خطر سره مخ دي لمړي کمنټ کې

زما لیکنه کې ممکن خطاوي او کمی وي ځکه ما کله پښتو کې په اقتصادي مسایلو لیکل ندي کړي... بخښنه کوی نو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک