No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبی

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏بدخشان کې کورونا ته ورته ناروغۍ د ١٧ هېوادوالو ژوند اخیستی دی.

د بدخشان ځايي سرچينې د دغه ولايت د واخان ولسوالۍ په «پامير كلان» سيمه كې كورونا ته ورته يوې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي او وايي، تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

‏عامې روغتیا وزارت وایي، یو روغتیايي ټیم د تاجکستان له لارې سیمې ته لېږل شوی او ناروغي کنټرول شوې ده.

هاخوا طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، بدخشان کې کورونا ته ورته ناروغۍ ٢٠ کسان مړه کړي دي.

: ‏د ا.ا بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو له نوي وزیر «چین گانگ» سره د ټلیفوني تماس له لارې خبرې کړي دي.

‏د ا.ا بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو له نوي وزیر «چین گانگ» سره د ټلیفوني تماس له لارې خبرې کړي دي.

‏بلخوا د چین بهرنیو چارو وزیر «چین گانگ» بیا په واحد چین په تړاو د ا.ا په دریځ ټینگار کړی، ویلي چې چین به د افغانستان حکومت سره خپلو اقتصادي او انکشافي اړیکو ته دوام ورکړي او زیاته کړې یې ده چې یو مناسب وخت کې به له امیر خان متقي سره وگوري.

: د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۲ کال په ډېسمبر میاشت کې ۴۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د بېلابېلو ناروغیو په ځانګړې ډول، د موسمي ناروغیو له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

: ‏وزارت خارجه در یک خبرنامه‌یی آتش زدن یک نسخه قرآن‌کریم در سویدن را نکوهش کرده و از حکومت این کشور خواسته است که عاملان این رویداد را مجازات کند.

شماری از معترضان روز شنبه در استکهلم، پایتخت این کشور، نسخه قرآن‌کریم را آتش زدند.

‏شماری از کشورهای اسلامی به شمول ترکیه و قطر این عمل را نکوهش کرده‌اند و از حکومت این کشور خواسته اند که از این گونه اقدام‌های تحریک آمیز جلوگیری کند.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د ازبکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د لاس‌لیک شوي تړون له مخې افغانستان ته برېښنا ورکړي او د یوه ګاونډي په توګه په سختو حالاتو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په ټوېټر لیکلي چې افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې رییس ایلوا فیلون د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.

ښاغلي فیلون ویلي افغانستان تازه له جګړې وتلی هېواد دی او دوی تر بل هر چا افغانستان د خدمتونو تمرکز کوي.

‏ښاغلي متقي له ایلوا فیلون څخه غوښتنه کړې چې معلولانو ته د مصنوعي غړو د پیوند، د اړتیا په صورت کې بهرني هېوادونو ته د معیوبینو لېږد او د داخله مریضانو د درملنې برخه کې خدمات پراخ کړي.

: ‏په ټولنیزو رسنیو کي نا تایید شوي راپورونه وايي، تېره شپه ماښام امريکايي بې پيلوټه الوتکو په سپين بولدک کې په دريو بريدونو کې يو شمېر وسله وال په نښه کړي دي. خبريال بلال سروري وايي: «دغلته له القاعده وسله والو سره يو ځای د الیاس کشمیري کسان دېره دي.» تر اوسه د تلفاتو جزيات نه دي افشا شوي.

: ‏د کندهار چارواکي او سوداګر وايي، په دې وروستیو کې د سپين بولدک- چمن پر لار ستونزې حل شوې چې د پخوا په پرتله سوداګري ورسره ډېره شوې ده. مخکې خلکو او سوداګرو شکایت کاوه چې پر دغه لار د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مهال په یوه او بله پلمه ستونزې ورته جوړېږي او ځورول کېږي.

: ‏د کونړ د عامې روغتیا ریاست وايي، په دې وروستیو کې په ولایتي روغتون کې د سینه بغل ۲۱۵۲ پېښې ثبت شوې چې له دې جملې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي دي. د کونړ د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص وايي، په دې وروستیو کې هوا ډېره سړه شوې او له امله يې د سینه بغل ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.

: ‏د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، د کرنیز سکتور د پیاوړتیا او بزګرانو ته د مالي مرستې په هدف یې د افغانستان د پرمختگ صندوق پرانیست. په هدې اړه جوړې شوې غونډې ته د کرنې وزیرعطاالله عمري وویل، په هېواد کې د جګړو او ناخوالو له کبله د کرنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

: ‏د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رياست او يوه خصوصي ښوونځي د دغه ولایت په مرکز کې د نجونو په ګډون ١٥٠٠ ماشومانو ته د وړيا زدهکړو زمينه برابره کړې ده. د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ثواب‌الدين وايي، ډېری زده‌کوونکي په ژمي کې د بې‌وزلۍ له امله نه شي کولی په شخصي لګښت زده‌کړې وکړي.

: ‏په افغانستان کې د برېښنا د بېساري پرچاوي سره هممهاله، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د ازبکستان له حکومت څخه وغوښتل چې افغانستان ته د لاسلیک شوي تړون له مخې برښنا ورکړي.

: ‏د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ په ودانۍ کې اورلګېدلی چې شاوخوا یو میلیون افغانۍ زیان یې اړولی دی. د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، دغه اورلګېدنه پرون ماښام د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوې چې درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.

: ‏عامې روغتیا وزارت وایي، تېره اونۍ د هېواد روغتیایي مرکزونو ته د ګازي بخارۍ له امله ۱۲۰ مسموم شوي کسان وروړل شوي چې له دې ډلې ۶ تنه يې مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پر خپله ټوېټرپاڼه د دغو څرګندونو ترڅنګ، له کورنیو غوښتي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

: ‏د امریکا د سي آی اې پخوانی مشر جنرال پټریاس:

د افغانستان مبهم وضعیت د پر مختګ پر ځای د شا پر لور د سختې خرابۍ خواته روان دی.

: ‏د امریکا د ولسمشر جو بایډن وکیل باب باوېر وايي د امریکا د عدلیې وزارت پلټونکو دېلاور کې د ولسمشر جو بایډن کور کې د ۱۳ ساعته پلټنو پر مهال ۶ نور محرم اسناد موندلي دي.‌

: د ملګرو ملتونو سازمان په یوې خبرپاڼه کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې له مېرمنو ملاتړ کوي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امنې محمد افغانستان ته په خپل څلور ورځني سفر کې، د ښځو پر زده کړو او کار بندیز د بشري حقونو نقض بللی دی.

: د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، په ټاپي پروژه کې د خپل هېواد ګډون ته لېواله دی.

‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، که ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند وړاندیز وکړي، نو روسیه به هم په ټاپي پروژه کې ګډون وکړي. تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم څو کاله مخکې له دغې پروسې سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی و.

: ‏شیخ محمد بن عبدالرحمان آل‌ثانی، وزیر خارجه قطر با انتونی بلینکن، وزیر خارجه ایالات متحده امریکا صحبت تلفونی کرده است.

وزارت خارجه قطر در صفحۀ تویترش نگاشته است که هر دوجانب درکنار روابط دوجانبه، درباره مسایل منطقه به ویژه "اوضاع افغانستان" گفت‌وگو کرده اند.

: ‏«اسوشیټید پرس» د ملگرو ملتونو د مرستیال ویاند «فرهان حق» په حواله لیکلي چې طالبان د ښځو د حقونو په برخه کې په دوو برخو ویشل شوي.

فرهان حق ویلي چې د ا.ا ځینې مشران په افغان نجونو او ښځو محدودیتونه غواړي خو ځینې نور یې بیا په ښکاره توگه د محدودیتونو د رفع کولو پلوي کوي.

: ‏د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او فرهنګي ادارې یا یونسکو د جنورۍ ٢٤مه د زده کړې نړیواله ورځ افغان نجونو او مېرمنو ته ځانګړې کړې ده.

په پام کې ده یونسکو د یوې لویې غونډې په جوړولو سره د افغان ښځو پر زده‌کړو د بندیز د ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک