No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏‏د برېښنا شرکت: د افغانستان برېښنا شرکت او ترکمن انرګو ( افغانستان او ترکمنستان) ترمنځ د برېښنا تورید تړون د 2023 م کال لپاره د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ د وزیر ملاعبدالطیف منصور صاحب په شتون کي تمدید او نن رسماً د افغانستان ‏برېښنا شرکت د رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او د ترکمن انرګو د رئیس لخوا د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې لاسلیک شو.

: ‏د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي «حسن کاظمي قمي» رسماً په کابل کې د ایران د نوي سفیر په توګه خپله دنده پیل کړه.

نوموړي د خپلې دندې تر پیل کولو یوه ورځ وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره ولیدل.

‏د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو خواوو په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو، ښه ګاونډیتوب او حقابې په اړه مفصلې خبرې وکړې.

: ‏د افغانستان د رېل پټلۍ اداره وايي په تېره مرغومي میاشت کې د رېل پټلۍ له لارې څه باندې ۴۶۴ زره متريک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۱۶ زره متریک ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.

: ‏د نیمروز والي د ایران د سیستان و بلوچستان والي محمد کرمي سره په نیمروز کې لېدلي. دې لېدنه کې د افغانستان او ایران تر منځ د اړیکو او نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې شوي. دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو اقتصادي او امنیتي کمېټو پر رامنځ‌ته کېدو هم پرېکړه شوې ده.

: ‏د اقتصاد وزارت د نوي طرزالعمل له مخې، انجیوګانې او شرکتونه نه شي کولی دولتي کارکوونکي د اړوندې ادارې له موافقې پرته استخدام کړي او که کوم کارکوونکی د ادارې له موافقې پرته دنده پرېږدي او یا د غیرحاضري او جرم پر بنسټ منفک شي، تر دوو کلونو نه شي کولی په غیردولتي موسسو کې دنده واخلي.

: ‏د کندز د سپین زر شرکت ځینې تولیدي فابریکې بېرته فعاله او تولیدات یې بازار ته وړاندې شوي دي. د کندز د سپین زر شرکت د چارواکو د خبرو له مخې، د غوړیو د تولید پر فابریکې سربېره د کاغذو، د پُنبې د پروسس او د یخ د تولید فابریکې بېرته فعاله شوي دي.

: ‏اقتصاد وزارت وايي، په غیردولتي بنسټونو کې کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو هڅې روانې دي. د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، په هغو بنسټونو کې چې د ښځو کار اړتیا ده، د کار اجازه به ورکړل شي.

: په کندهار کې یو شمېر معلولین وايي، د ژمي په موسم کې د سون او خوراکي توکو د نه‌شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

: ‏د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ویاند قریشي بدلون وایي، د دې ولایت د ګمرک رياست مسوولينو تېره ورځ په تورخم ښارګوټي کې د ۷۸ کيلو ګرامه بېلابېل ډوله ګران بیه ډبرو د قاچاق مخنيوی کړی.

‏د نوموړي په خبره، دوه ورځې وړاندې د استخباراتو عمومي ریاست هم په ننګرهار او کونړ کې د ۱۰۰۰ ټنه ګران بیه ډبرو د قاچاق مخه نیولې وه او په تور یې د دوو چینایي وګړو په ګډون پنځه کسان نیول شوي وو.

: ‏د پکتيا امنيې قومندانۍ وياند عبدالباري منيب وايي، پرون مازدیګر د دې ولايت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د دوو موټرو د ټګر په پېښه کې پنځه کسان ټپيان شوي. نوموړی د ټپيانو روغتيا د ډاډ وړ بولي او زياتوي، ټپیان د درملنې لپاره د خوست ولايتي روغتون ته لېږدول شوي.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په تېرو درې میاشتو کې په درې ګونو محکمو کې (۲۸۲۷۱) جلده دوسیې حل او فصل او (۶۱۱۲) جلده دوسیې مکتوبي اجرا شوي.

نوموړي همداراز پر ټویټر زیاته کړې، په ټول هېواد کې (۳۸۹۹۶) جلده وثیقې اجرا شوې دي.

: امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه امارت اسلامی، از ازبیکستان می‌خواهد که بربنیاد پیمانی که برای ارسال برق به افغانستان بسته، عمل کند.

: د بهرنیو چارو وزارت: ‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل

ددغه پلاوي مشر ښاغلي مارټین چې په ترکیب کې یې د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي ‏«Save the children» مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو هم ګډون درلود، د افغانستان له فعلي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښه امنیت له کبله موږ توانېدلي یو چې خپل خدمات د هیواد تر ګوټ ګوټ ورسوو. همداراز نوموړي په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ ‏مقدار ۴،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستو را جلبولو او په ۲۸ میلیونه هیوادوالو د وېشلو خبر ورکړ. ددې تر څنګ د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شرېکې کړې.

ورپسې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال او ‏لوړ رتبه پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسولیت لري چې افغانستان او نړۍ په نژدې کولو کې رغنده رول ولوبوي. متقي صاحب زیاته کړه چې موږ د عمومي عفوې یو داسې مثال وړاندې کړ چې معاصر تاریخ یې بېلګه نه لري ‏ښاغلي متقي له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې دنیوکو او خلاوو ترڅنګ په افغانستان کې ورستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په رښتیني ډول نړیوالې ټولنې سره شریک شي.

ښاغلي متقي د راغلي پلاوي اندېښنې په غور واورېدې، د «پاملرنه» مؤسسې د فعالیت د بیا شروع کولو په اړه یې ځانګړې مننه وکړه.

: ‏برېټانیا ـ ګلوکسټرشایر:

د برېټانیا او امریکا ګډ شرکت زیرواېویا لخوا په هایدروجن چلېدونکې لومړنۍ الوتکې بریالی پرواز وکړ.

دا الوتکه ۲۱ سیټونه، یو برقي او بل هایډروجني ماشین لري او ۲۰۲۵ پورې به تجارتي پروازونه پیل کړي.

۲۰۲۷ پورې به په کې ۸۰ سیټونو درلودونکې الوتکې هم جوړې کړي.

: ‏د اسټرالیا د ښځو د خوندیتوب وزیره نتالي وارډ:

له دې وروسته به د اسټرالیا ښځې او نارینه دا حق ولري چې له حکومت سره د خپل مېړه/ مېرمنې اخلاقي ـ جرمي ریکارډ چیک کړي.

وایي، دا دې لپاره ترڅو جانبین پوه شي چې د دوی له منځه کوم یو خو به د کورني تاوتریخوالي او تشدد تاریخچه نه لري؟

: ‏هند به سبا سه شنبه د واګیر په نوم له نوې ټکنالوژۍ برخمن اوبتل سمندري ځواکونو کې رسما شامل کړي.

دا اوبتل د دښمن له ټکنالوژۍ ځان پټولی او ستراتیژیک اهداف خپلولی شي، چې په خپله هندیانو جوړ کړی دی.

: ‏د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سېټي:

له افغانستان سره د یو ورځنیو لوبو سیریز ته هیڅ لېوالتیا نه لرو، ځکه فایده یې نه شته.

وایي، له پي ایس ایل وروسته شارجه کې له افغانستان سره ۳ شل اوریزې لوبې لرو، هغه هم که حکومت اجازه راکړه.

: ‏ساره السید د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د عمومي پالیسۍ مرستیاله وګومارل شوه.

ساره د امریکا متحده ايالتونو په جورج ماسون پوهنتون کې د روغتیايي سیستمونو په برخه کې زده کړي او له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۲ پورې د سعودي عربستان د روغتیا وزارت مرستیاله وه.

‏سعودي عربستان کې د ښځو لپاره لږ کار شوی، خو د دغه هېواد وليعهد محمد بن سلمان د نوي لیدلوري له مخې ښځو ته په ټولنیز او سیاسي ډګر کې د فعالیت حقونه او آزادي ورکول کېږي.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ په ۱۴ نېټه به په ترکیې کې ولسمشریزې ټاکنې کېږي. دا نوې نېټه د انتخاباتو د ټاکل شوې نېټې څخه یوه میاشت مخکې ده.

: ‏د سویډن صدراعظم په سټاکهولم کې د شنبې په ورځ د قران کریم سوځول ژوره بې احترامي بللې ده. نوموړي د قرآنکریم سوځولو پېښه غندلې او بښنه یې غوښتې ده. د سویډن یو ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د شنبې په ورځ د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآنکریم یوه کاپي وسوځوله.

: ‏د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ویلي، هېواد یې چمتو دی چې پولنډ ته اجازه ورکړي ترڅو په جرمني کې جوړ شوي لیوپارد۲ ټانګونه اوکراین ته ورکړي.

: ‏اروپایي ټولنې له ا.ا غوښتي چې سملاسي ټولو نجونو او مېرمنو ته د ښونځیو دروازې پرانیزي. د دغې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بورېل نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د ښونځیو تړل د ط البانو د پخوانیو ژمنو خلاف یو کار دی.

: ‏د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې استازو، په بروکسل کې د ناستې پر مهال، افغانستان کې د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د یوه سوله‌ییز او ځواکمن افغانستان لپاره به هراړخیزو مرستو ته دوام ورکوي.

: ‏د امریکا کلیفورنیا کې د ډزو یوه پېښه کې ٢٠ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پولیسو ویلي، د نڅا یوه کلب کې دننه په ډزو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.‌

ویل کیږي بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

: ‏د ملگرو ملتونو کلتوري ادارې یا یونیسکو ویلي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو حضور په تیرو ۲۰ کلونو کې شاوخوا ۲۰ برابره لوړ شوی و خو په وینا یې نن یو ځل بیا نجونې نشي کولای په دې هیواد کې لوړې زده کړې وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک