No-IMG

ځامنو ته مو ودانۍ مه جوړوئ خپل ځامن په علم او هنر ودان کړئ

ډاکټر فیصل القاسم

ژباړه: رفيع الله کليم

 

د خرطوم د پوهنتون مدیر د پوهنې په کنفرانس کې د محصلینو پلرونو ته داسې وينا وکړه:

پام کوئ خپل اولاد ته یوه یا دوه کوټې مه جوړوئ او مه هم کور ورته جوړوئ، اپارتمان او ځمکه هم ورته مه اخلئ، په بانک کی نغدې هم ورته مه ذخیره کوئ.

که تاسې سره اضافي روپۍ وي نو خپلو ځامنو ته پانګه مه کوئ بلکې پخپلو ځامنو کې پانګه وکړئ، خپلې ټولې اضافي روپۍ پر دوی مصرف کړئ، ښه مکتبونو او پوهنتونونو ته یې ولیږئ، لږ تر لږه دوه یا درې ژبی پرې زده کړئ.

دوی پوه کړئ چی اړینه نده چې د ژوند کامیابي د پوهنتون د کامیابي سره ربط ولري. آلله تعالی هر یوه ته استعداد ورکړی، خوش قسمته هغه څوک ده چې پرې پوه شي او هوښیار هغه دې چی پخپل استعداد کار وکړي او کامیاب هغه دې چې د خپل استعداد نه ګټه پورته کړي.

دهمدې دپاره تاسې د خپل د ځامنو د استعداد كشف كولو او بیا د هغې د ودې دپاره کار او پیسې مصرف کړئ، هغوی پریږدئ چی زده کړې وکړي او په همدغه سوچ لوی شي.

ستاسې پیسې ټولول هغوی ته ګټې نه رسوي، که تاسې د هغوی د شخصیت او استعداد ودې کی پانګې وکړئ نو هغوی به تاسې ته په کم وخت او کم کوښښ ستاسې څو چنده روپۍ وګټي.

ځامنو ته مو ودانۍ مه جوړوئ خپل ځامن په علم او هنر ودان کړئ، ستاسې حقیقي میراث ستاسې دولت، کور او ځمکه نده بلکه ستاسې با تعلیمه او با هنره ځامن دي.

د ژورنالیست ډاکټر فیصل القاسم له پاڼی څخه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک