No-IMG

ویرونکي خو اړین حقیقتونه

1-  که په موټر کې بند پاتې یې  او د شیشې ماتولو ته اړ شوې نو هڅه وکړه چې د شیشې یو کونج ووهئ، د شیشې منځ مه  وهه، ځکه چې شیشه له کونج نه ژر ماتیږي.

2-  که په یوې ودانۍ کې بند پاتې شي او ودانۍ اور اخیستی وي، هڅه وکړه هغه هواء تنفس کړې چې زمکې ته نېږدې وي، ځکه چې زمکې ته نېږدې هوا نسبي پاکه وي.

3- خدای مه کړه که اختطاف شوې، موټر ته یې واچولې،  تر خپلې وسې هڅه وکړه چې د DNA اثار پرېږدې، یعني په موټر کې لاړې تف کړه، یا خپل یو ویښته په کې پرېږده.

4- که د کوم کس لخوا درباندې حمله وشوه، باید د مخ پر ځای یې په چینغړک (مرۍ) ووهئ.

5- خدای مه کړه که چا وژلې، نو هڅه وکړه چې نوکارې پرې ولګوې، څو د څېړنو پر مهال ستاسې د نوکانو لاندې د قاتل د DNA نمونه څرګنده شي

6- که کوم نا اشنا هېواد ته سفر وکړې او د پولیسو راغوښتلو ته اړ شي،  د هغه هیواد ذ پولیسو د ژغورنې شمېره ونه لرې، نو  د911 أو  یا دا 999 شمېره ډایل کړئ، تاسې د هم هغه هېواد، د ژغورنې له څانګې سره وصل کوي.

7-  خدای مه کړه،  که په موټر کې بندي وې، نو په خپل سر باندې شیشه ماته کړه.

8- که د ګردلې (بړبوکیو) کوم هېواد ته لاړې، لرې دې بړبوکۍ ولیده، خو داسې معلومېده چې هیڅ حرکت نه کوي، نو غالبا هغه ستا په لور راروانه ده، بیا پښې سپکوه.

9- خدای مه کړه که په چاکو ووهل شې، کوشش مه کوه چې چاکو وخوځوې او یا یې را وباسې،  ځکه چې دغه مهال همدا چاکو یوازینی شی دی چې د وینې د وتلو مخه یې ډب کړې ده، که دې وویست ډېره وینه به ضایع کړې

10— که ته خپله یو عادل شخص یې او له نورو دا هیله لرې چې له تاسره به په عدالت وچلیږي، نو ته ځان تېرباسیې، دا داسې مثال لري،  لکه ته چې دا توقع لري چې زمری دې نه خوري، ځکه چې ته د زمري د خوړولو هیڅ فکر نه لرې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک